زه د مرګ د منګلو څخه ژوندى ووتلم

    

دژوند د ريښتينو پيښو څخه يو ه

د اوردو سرچينو څخه ژباړه د پاڅون ژباړه

   

د انسان په ژوند كي داسي ډير واقيعتونه سته  چي هغه بيرونكي هم وي او په زړه پوري هم او ورسره ورسره عبرتناكه هم

تاسو بۀ هم ښايي دداسي واقعتونو سره مخ سوي ياست چي د مرګ د ګوتوڅخه ژوندي ژغورل سوي ياست  او يا داسي واقعتونه چي ستاسي د سترګو وړاندي پيښ سوي وي

داسي واقعتونه وليكى تر څو نور ورڅخه سبق او عبرت ترګوتو كړي اوپه راتلونكي كي ديو لوي  ستونزي څخه وژغورل سي

 

ددې واقعې څخه تقريباً ۱۷ كاله تيريږي  كيسه څه داسي ده چي د اورګاډي  پټړۍ (سړك ) زموږ دكور څخه نيم كيلوميتره لري تيريږي  د دښار ريلوې اسټيشن ( اور ګاډي تم ځاى ) پنځه كلو ميتره  لري دى  دهغه ځاى څخه نيم كلوميتر  لري لومړى پاټك دى دكم ځاى څخه چي  د ښار ترافك تيريږي د تم ځاى او پاټك سګنل ( هغه نښان چي ورڅخه د اورګاډي دراتګ معلومات كيږي ) زموږ د كوره څخه په اسانۍ سره ليدل كيږي 

زه هره ورځ پر دغه پټړۍ باندي ۴ كلو ميټره په پښو د ښار تر منځۍ ښونځۍ پوري ځم .

زما د هري ورځي معمول دا وو څرګنه چي به پټړۍ ته ورسيدلم  دواړو اړخونو ته به مي وكتله او خپله تسلي به مي وكړه چي اور ګاډۍ خونسته چي تسلي به مي وسوه نو به د اورګاډي غوندي تيز د پټړۍ دپاسه روان وم خپلي لاري ته به دومره متوجه وم چي په خپل سفر به نه پوهيدلم .

ددواړو سترګو نظرونه  به مي په هغه سيګنل كي ښخ كړي وي چي دلري څه به تر سترګو كيده  څه وخت چي به سيګنل كښته كيدى ورسره سم به زه هم دپټړۍ څخه واوښتم . د پيښي په ورځ مي د معلول سره سم  دواړو خواوو ته وكتل تر كومه ځايه چي دسترګو توان وو د اورګاډي نوم هم نه وو دپاټك او سټيشن سيګنل هم كښته نه وه په عادي ډول مي خپل تګ ته ادا مه وركړه تقرباً درې كيلوميټره به تللې وم چي يو ناڅاپه مي د اورګاډي هارن  تر غوږ سو هارن دومره تيز او نژدې وو چي زما حواس والوتل ما چي ډير ژر شاته وكتل  اورګاډې  ډيره نژدې وه سد مي دسره ولاړى  او پرسترګومي توره تياره وغړيده  بس هم دومره مي په ياد دي چي د اورګاډي  د توند باد يوې سختي څپې دپټړۍ څخه لاندي وغورځولم د اورګاډي انجن ماته ډير نژدې تير سو په نيمو پرانستو ستګومي  د اروګاډي تيريدونكو ډبو ته كتل  ما مخامخ پاټك ته وكتل چي تر دا مهاله پرانستى وو او سيګنل لاكښته نه وو په دغه وخت كي پرسړك باندي د سورليو يو ډك بس دتيريدو په حال كي وو بس د يو لحظې فاصله راغله په هم دغه وخت يو بله موټر سايكل چلوونكى چي غوښتل يې ترسړ ك تير سي داورګاډي په بې رحمه منګولو ګښيووت _ اف خدايه _ نن مي هم هغه صحنه ترسترګو سترګو كيږي  چي راياد سي دبدن وريښتان مي شوخ شوخ دريږي د مظلوم موټر سايكل چلوونكي جسد نيم پاته سو دهغه د بدن هډوكي تر ډيره لري غوځول سوي وه  چي په ډير مشكل سره مو راغونډ كړل . ټوله ګنا د پاټك د مسول وه چي نه يې پر وخت سيګنل كښته كړ او نه يې هم پاټك بند كړ دا زما د ژوند هغه

 

           كيسه وه چي دمرګ دمنګلو څخه ژوندى ووتلم