څو لنډي ټوټې

سترګي

·        چي كښته كيږي  د ټولي زما نې شر م  او حيا په خپل ځان كي رانغاړي

        چـي  پرانستل كيږي د كايناتو د رازونو څخه پرده پورته كوي

·        چي كتل كوي نو د سمندر د ژوري څخه غميان راباسي

·        چـي خاندي د كايناتو ټوله معصوميت  جذبوي

·        چي ويل كو ي ژبه هم ورته حيرانيږي

·        .چي ژړل كوي  عرش  معلا ښوروي

زړه لړ زونكي قتل

 

هغه دواړي ماشومي خوندي يې له ناولو څاهانو څه راواستې  چي يوه يې د پانسۍ په واسطه وژل سوې وه او بله يه په نامردولاسونو حلاله كړېوه

 

 د۲۰۰۷ عيسوي كال داپريل پر ۲۲نیته  د بلو چستان د سرخاب په سيمه كي  يو كس  دوې كمكۍ او ماشومي خوندي يولس كلنه زرمينه  او پنځه كلنه روبينه د جنسي تشدد وروسته په بې رحمانه  دوګه ووژلې

د تنكيو خوندو وژني په سيمه كي د خلكو احساسات راو پارول  او پر حكومت باندي يې ږ غ وكړ  څومره چي ژر كيداي سي قاتل دي ونسي او عبرتناكه سزا دي وركړي  او ورسره په سيمه كي  بيره او ترس خپلي وزري وغوړولې  

قاتل ګل بت د عبدالغفور زوي د قتل څخه وروسته د خپلي كورنۍ په شمول   يو ې لوري ته مخه كړېده او د سيمي څخه يې پښې سپكي كړي دي

 

ددې پيښي تفصيل  به د سيمي يو اسيدونكي  شاولي خان راته په ډا

ګه كړي (( موږ د سرخاب د مها جرو په كمپ كي اوسيږ و ووژل سوي انجوني  زموږ دكلي وې  ددوي  ډيره غربه كونۍ ده او ده كور سر پرستي يې سپين ږرى پلار پر غاړه لري دوي ډير دلوږي سره لاس او ګريوان دي  ځكه يې دغه دوې ماشومي خوندي ودې ته وهڅولې ترڅو په كورونو كي سودا خرڅه كړي

دانجونو مور وايې  زمالوڼي به د غرمې د ډوډۍ وخت ته  ځان راورساوه خو په دغه ورځ و ځنډيدلې  ډير مي فكر خراب سو او خاوند مي هم تردا مهاله نه وو راغلي شيبه په شيبه مي تشويش زياتيدى  اخير مي د توانه ووتل  دكوره راووتلم او د كلي په كوروكي مي پوښتنه شروع كړه ډيره ستړې سولم اخر كي چاراته وويل  نن زموږ كره راغلي وې زموږ دكوره ووتلې څو شيبې وروسته غه دڅنګ په  كور كي  چغي سو ې  زه هم نيغه هغه كورته ورغلم او ومي پوښتل هغوي ناخبري وښودله زما زړه صبر ونه كړ په ټولو كوټوكي مي وپلټلې  او يو كوټه پاته سو ه چي د كور ښځو نه پريښودلم چي هغه وګورم

كورته راغلم خاوند مي راغلي وو هغه مي خبر كړ هغه پوليس راوستل د كلي د خلكو سره د هغه كور په ديواله ورواوښتل او په كوركي يې تلاشي شروع كړه ټول ځايونه يې ولټلو خو هيڅ نښه يې پيدا نه كړه ورسته يې ناولو څاهانو ته پام سو او لاسي څراغونه يې وركښته كړه ويې ليدل چي  د انسان پښه معلوميږي

د كلي خلكو كار پيل كړ او د انجونو لاشونه يې د هغه ناولو څاهانو څه راوويستل  رشتيا هم چي زموږ په سيمه كي ډير وهم وترس و غوړيدى ورسته موهغه بې ګنا معصومي انجوني پرې سوي غاړي  هم هلته په هديره كي  خاورو ته وسپارلې  ډير پوليس راغلل خو ددوي راتګ بې معنا وو هغه پروخت ځان  استلي وو واقيعاًٌ چي يو ه ډيره غميزه وه  خداي دي دا سي زما دسر د دښمن سره هم نه كوي )) د وژل سوو انجونو پلار عبدالغني واي زما دلوڼو وژل په حقيقت كي  ژماوژنه ده ((زه خپله مزدور ي كوم په ډيره مشكل سره دخپل كور او ماشومانو مصرف پيداكوم زما دلوڼو وژل ماته زما ترمرګ كم نه دى قاتل ظالم زما كور را وران كړ  او زه يې بر باد كړم  زه يو كمزورى سړى يم زما يوا ځني واسطه خداي  دى زما دحكومت څخه دا غوښتنه ده چي زما د بچيانو قاتل دي ونيسي  او ډيره سخته سزادي وركړي)) د هغه سيمي مشرانو هم پرحكومت ږغ كړي دي چي  قاتل دي ونيول سي او سزا دي وركول سي 

 

دا سي پيښي په اوس وخت كي په نړۍ كي ډيري تكراريږي خو هغه څو ك چي ځان د بشر دوستان بولي رډي سترګي ناست وي څه وخت چي كومه پيښه رامنځ  سي دوي وروسته خپل كار شروع كوي هغه د چا خبره چي جنګ سوړ سو نيلى تود سو

خو پاته دي نه وي چي دا سي په سلګونو بې ګنا ماشومان  زموږ په افغانستان  كي د مرميو بمونو بمباريو خوراك سول   او بد بختانه چي دا بد بخته لړۍ لاتراوسه دوام لري خدا ي دي زموږ  زړونه نرم كړي  چي د بل د زړه اواز واورو او محسوس كړو چي هلته څه تيريږي

 

هم داسی کيږي

 

 د نيو يارك په يوه سيمه كي  يو سپى په يو ماشوم پوري نښتى وو ددې نه وړاندي  چي سپى خپل كار بشپړ كړى واى  يو لاروي هغه سپى تر غاړه ونيوى تر هغو يې خفه كړى  وو چي سپى ووژل سو

د نيو يارك ټايمز يو رپورټر هغه صحنه له ورايه ليدله  هغه د لاروي څخه يو عكس واخستى او ورته ويې ويل  چي سبا به د نيو يارك ټايمز پر لومړى مخ  يو عكس او يو خبر خپورسوى وي  چي  سر ليك به يې داوي:-

يو نيوياركي خپل ځان په خطر كي اچولو سره ديو ماشوم ژوند و ژغورى

لاروي  وويل سرليك خو يې ښكلى دى خو زه د نيو يارك نه يم

رپورټر وويل  نو بيا به يې دا سرليك وي  چي يو امريكايي  خپل ځان د مرګ خولې ته وركولو سره د يو كوچني ژوند وژغورۍ

لاروي وويل دا هم ښكلي دي خو خبره دا ده چي زه امريكايي هم نه يم

رپورټر په حيرانتيا سره وپوښتل  نو بيا ته څوك يې ؟

 لاروي وويل زه افغانى يم

په سبا د نيو يار ك ټايمز په لومړي مخ كي د خپريدنكي خبر سرليك دا وو

يو بنياد پرست مسلمان يو روزل سوى سپى سرغوټ كړ

 

حسن او ښكلا

 

 

 

·        ښكلا بيله كومه سنګاره زړه ګټلاى سي  ( شيخ سعدي )

·        د رښتوني ښكلا سرچنه زړه دى كه چيري زړه تور وي نو ځليدونكي سترګي هيڅ كله نښه نسي  ويشتلاى ( بوعلي سينا )

·        جسم بيله سيرته داسي يو ګل دى  په كم كي چي اغزي ډير وي او د ښه بوى پكښي نمونه هم نه وي ( ارسطو)

·        كه دښكلا په پلټنه پسي  ټوله نړۍ وګورو  ، كه چيري  ښكلا زموږ  په  وجود كي نه وي  نه موندل كيږي ( ايمر سن)

·        د يو چا د ظاهري حالت په كتلو سره د هغه حقيقي حالت درك كول ستونزمن دي  ، په دې نړۍ كي داسي ډير خلك سته چي  د خلكو بدرنګه څيرې ويني  او هغوى  ته يو ډول په سپكه او زليله سترګه ګوري  او حال دا چي هغوى به د مځكي او اسمان د عناياتو پيرزوينه وي  ( خليل جبران )

·        حسن پر خپل ځاي يو  شى نه دى  دا خو ښكلى نظر دى چي  يو ډيره بد رنګه څيره هم ښكلې اسوي ( شوكت تا نوي

 

عقل

 

 

يو د وخت باد شاه يو فقير دربار ته وغوښتۍ او هغه ته يې يو اميل وركړ او ورته يې وويل  دلته چي كوم كسان ناست دي  په دوى كي چي كوم يو ستا په نظر  كم عقل دي دا اميل يې ورپه غاړه كړه

فقير څلورو خواته  نظر ونه  واړ ول  او ويې ويل چي هر وخت مي كم عقل پيدا كړ زه به يې دغه اميل په غاړه كي واچوم

څو ورځي وروسته قدرتي بادشاه سخت نا روغه سو فقير چي خبر سو نو د بادشاه په خدمت كي حاضر سو  او ويې ويل  

بادشاه سلامت ! څه وخت چي تا سو يو ځاى ته په سفرځى نو په لاره كي درته ګلونه شيندل كيږي ،دواړ و غاړو  ته عسكر ولاړ وي ، ستا دتصور او فكر څخه زيات ستا سو عزت كيږي  مګر تا سي  بير ته د سفر څخه راستنيږى.. اوس تا سو په يو داسي سفر تلونكي ياست  چي  بير ته ستنيدل  نسته  ايا تا يو داسي عمل كړى دى چي هلته هم الله تعالي تا ته داسي انتظام  او تيارى نولى وي څنګه چي به په دې نړۍ كي وو

د باد شاه په سترګو كي اوښكي راغلې او په ډير افسوس سره يې وويل 

ما خو په دې اړه هيڅ فكر هم نه دى كړى

فقير وويل الله تعالي ته په  عزت ، شهرت ، دولت ، او نورو ډيرو سترو سترو نعمتو باندي نازملى يې   مګر تا يې شكر لاهم ادا نه كړ نو ستا څخه لوى  كم عقل به زه چر ته پيدا كړم  دا يې وويل  فقير اميل د بادشاه په غاړه كړ او ولاړى

ژوند 

·        ژوند يوه داسي نغمه ده چي  په فرمايش (غوښتنه ) يې دوهم ځل نه سي  اوريدلاى

·        د ژوند ستونزي د هرزه وښو په شان دي كه توجه ورته ونه سي نور هم زياتيږي

·        ژوند دومره تريخ نه دى  چي  څوك دي  ورڅخه وځغلي او دومره خوږ هم نه دى چي  يي تر شاشا روان سي

·        دژوند په ورځپاڼه كي تر ټولو ښه پاڼه د ماشومانو ده

·        په ژوند كي پوښتني ډيري او ځوابونه لږ دي

ساده اوبه د ټولو ناروغيو علاج كوي

 

 د ساده اوبو په  استعمال سره  د ډيرو عامو نا روغيو علاج كيږي د يو سائنسي څيړني مطابق  د ساده اوبو استعمال د سردرد، د ويني فشار ، دو يني كمښت ، د بندونو درد ، چاغ والى ، د زړه تكان ، د بې هوښۍ دورې ، ټوخ ، بلغم ، ټي بي ، دميعدې سوځيدل ، باد ، پيچ ، قبض ، دسترګو ناروغۍ ، زنا نه ناروغۍ  ، د پزي ، غوږونو او ستوني ناروغيو لپاره ډيري مثبتي پايلي لري

د اوبو د استعمال طريقه په دې ډول ده   څه وخت چي سهار وختي  ويښ سى  په نهاره څلور غټ ګلاسه اوبه  وڅښى د اوبو دڅښلو څخه  تر ۴۵ د قيقو پوري  هيڅ مه خورى  دهغي وروسته  سهارنۍ وخورى  د سهانۍ وروسته او يا د غرمنۍ او ماښامنۍ وروسته  تر دوو ساعتو پوري  اوبه بلكل مه څښى  د بيديدو وروسته  څومره چي مو توان وي اوبۀ وڅښۍ  نا روغه  او كمزور كسان چي پر يوه وخت نه سي كولاى  څلور ګلاسه اوبه وڅښي هغوى دي پيل په يوه  ګلاس سره وكړي  ورو  ورو دي تر څلورو ګلاسوپوري ځان ورسوي

د اوبو دڅښلو مخ كي دې ټكي ته  په خاص ډول سره  پام وكړى  چي اوبه پاكي او تا زه وي  خيرني  او نا پا كه اوبه پرځاى ددې چي ناروغۍ له منځه يوسي   نوري ناروغۍ زيږوي

 

 

ځليدونكي ټكي

 

 

Ø     بې ننګه خلك د مرګ څخه مخكي  څو ځلي  مري  ليكن غيرت مند صرف يو ځل  دمرګ سره مخ كيږي (شيكسپير)

·        څو ك  چي نورو ته د خپلي  بې عزتۍ  اجازه و ركوي  واقيعا هغه د دغه لايق  دى  ( پيري كارنيل )

·        څو ك  چي بد وايي بد به اوري هم ( پلان ټس)

·        هغه څو ك چي  د څه ويل جر اءت ونلري د هغه څخه دي د هيڅ  طمع هم نه كيږي (شلر)

·        تر ټولو بد رواغ هغه دي چي په هغه كي  لږ رشتيا هم وي ( ډينل )

·        نيك مر غي او محبت دميړنو  په برخه دي (اووډ)

·        د سرو زرو ازموينه په اوركي او دميړنو  ازموينه د ستونزو په وخت كي كيږي

·        و كو چنيو كو چنيو غلطيو ته پام وكړى وګو ري يو كو چنى سورى څرنګه يو ه لويه بيړۍ ډوبه كړي (بينجمن فرينكلن)

·        زما په فكر تا سو د د قيقو  توجه وساتى ساعتونه خپله  خپل ځان  ته توجه كو ي ( سټين اوپ )

·        په كومه ورځ چي ونه خاندي  داسي و انګيرى چي تا سو هغه ورځ د لاسه وركړه ( ميډم نيكايي)

·        مينه او ټوخى نه پټيږي  ( جارج هر بټ )

·        بوختيا او غم هيڅ كله يو ځاي نه راځي  ( كرسچن لودي )

·        بچت پخپله د ګټي يو لويه  ذريعه ده ( سې نيكا )

·        سرمايه  دتخم په شان ده كه دي و پاشل حاصل به وكړي  ( فرانس بيكن )

·        كه چير ي  ته د خلكو په وړاندي  د يخي غوندي پاك او روښانه يې  خو بيا هم د تور نو څخه نه  سې تښتيدلاى ( واشينټن )

·        د باور بوټى په ډيره كراره  كراره سره  لويږي  ( جانسن )

·        ګردى سړى كه در ته رشتيا هم ووايي باور ورباندي مه كوه  ( سيسيرو )

·        تل د هغه كس د غوصې څخه و بيريږه څو ك چي  صابر وي (جان ډراي ډف)

·        دښمن ته بخښه كول  اسان كا ر دى خو دوست ته بخښنه كول ستونزمن دي (ډوروتي ډي لوډي )

·        دانسان په ژوند باندي د عقل نه بلكي د تقدير قومنده چليږي (لنكن )

·        څوك چي ډير ي پښتني كوي هغه ډير څه زده كوي  (سيرو )

·        نه ډير ګړيدل ښۀ دي او نه ډير چپ اوسيدل (فرانس بيګن )

·        عقل ته يو پوله سته خو بې عقلي هيڅ پوله نلري  (حكيم جالينوس )

·        ستر ګي پر خپل ځان باور لري  خو غوږونه  پر نورو  (امير سن )

·        په خپل سرۍ كي انسان ليونۍ كيږي  (ډزرايلي )

·         نفرت د زړه ليونتوب دى   (جرمنى متل )

·        كه د زړه سكون غواړى نو د كينې څخه لري اوسى  (لقمان حكيم

·        ليكل يو ه  خاموشه ژبه ده او د ګوتو ژبه قلم دى  (سقراط)

·        هره ستونزه د انسان د ازمايلو لپاره راځي  ( افلاطون )