څو په زړه پوري نثري ټوټې

ده نوي عصر مينه

ليکوال : پاڅون


تا زما زړه ته د ميني په فلش كي دغم وايرس راوړ هغه زما د زړه هري بخي ته ننوتۍ يو ځل مي يو انټي وايرس د صبر په نامه ور انسټال كړى خو هيڅ بيا مي د هيري په نامه يو انټي وايرس انسټا ل كړ خوهغه هم مثبته نتيجه ورنه كړه
اوس تر داسي حده رسيدلى دى چي چي بنځو لسو دقيقو كي يو ځل دا سي نيغ ودريږي چي بيله كرسره نوريې هيڅ هم كارنه كوي ناديره خو لاداده چي شټوان كيږي هم نه نو ټوله شپه ورته په ويښه تيره كړم
څه وخت چي Refresh ( خندا ) وركړم لږ څه ښه وي او كه يې چيري سكرين سيور ( ژړا ) display كړ نو بيا يې هيڅ هم كارنه كوي او restart ( ارام )كيدل غواړي خو د restart توقمه يې هم د ډيرو ريسټآرټولو له امله د كاره لويدلې ده په هفته كي يې يو يا دوه ځله حتماٌ وينډوز (درمل ) ورنوى كوم او تا ته معلومه ده چي نوى وينډوز و sound او vja ( خيال او فكر) ته اړتيا لري او هغه د سستم سي ډي ( دميني دكيسو كتاب ) پرته نه انسټاليږ ي عجبه خو لادا ده چي هر ځل وينډوز ورته نوى كوم د سسټم سي ډي هم نوى ورته اخلم هغه زړه كارنه كو شايد چي دا به هم د هغه وايرس قصور وي
ستا قربان سم دې وايرس خو زما ژوند تريخ كړى دى او هيڅ مي وس هم كار نه باندي كوي هو يو چاره سته هغه داده خلك راته واي فارټيشن يې وكړه ده هغه سره هر ډول وايرس وركيږي نوزه اوس څه وكړم ستا ديا دونو دپلير سافټويرونه، دتير وخت ارشيف ،او د ځينو خلكو درازونو فولډرونه دا ټول به له منځه ځي يا نو دا مي هيڅ كله نه ده خوښه او دا يوه لويه لاس ته راوړنه ده دا زه دلاسه نه باسم زه پوهيږ م چي ته ماته وايې د يو چا په هارډيسك (دماغ) كي يې وساته د فارټيشن وروسته يې بيا رواخله د اخبره دي ډيره په زړه پوري ده خودلته دزړه پر desktop (دزړه سر ) باندي يو فولډر په نامه دميني اقرار پروت دى هغه چاته نه سم وركولا هغه ډيرموهم دي په ما او يار پوري اړه لري نودخدا ي لپاره زماسره مرسته وكړه
چاراته وويل چي ستا سره ډير قوي انټي وايرس د ديدن په نوم سته غواړم چي دغه ناولي وايرس دهغه په واسطه پاك كړم ولي بل هيڅ شى ورباندي تاثير نه

ډول وهونکي

ته څه فکر کوې چي زه به چر ته يم او څه به کوم، په څه به بوخت يم، د چا په اړه به فکر کوم ښايي چي ستا به زه په يا د هم نه يم. د خپلو  همزولو سره به په ډکه خوله خاندې، تير هر څه به دي هير کړي وي

خو ومنه زه دا سي نه يم زه دا هم نه وايم چي زه ترتا زيات وفادار يم نه دا خبره نه ده که چير ي زه ستا په ځاي وا ي ښا يي چي ما به هم ته د څو شيبو لپاره هيره کړې واي

 

په بستر کي څملاستل د فکر کولو يو ه لويه موقع  ده چي هر څوک پکښي د خپلو ارمانونو په اړه فکر کوي څوک د دولت په اړه ، څوک د خپل کار و بار په اړه او څوک د ښه ليا قت خوبونه ويني خو زه يوازي او يوا زي ستا په اړه فکر کوم دا خو به زه خودکوم دا زما دنده ده او که چيري پوه سم چي ته ما په خپل بستر کي نه يادوې نو باور وکړه چي زيات به و زوريږم  او که دا سي پوه سم چي ته ما يا دوې نو ما ته به پوښتنه پيدا سي چي څنګه مي يا دوې ،پرڅه مي يا دوې، زما د ژوند منفي اړخونه په فکر کي راګرځوي او که مثبت ښايي چي ورته پوښتنه به تا ته هم مخي ته راځي

 

نو راځه چي د خپل فکر يو انځور در ته وړاندي کړم

کله چي يوازي په کټ کي څملم يو لاس تر سرلاندي کړم او بل لاس خپل د سر په ويښتوکي په نرمي نرمي سره تيروم ورو په  ورو د فکر د درياب خوا ته نژدې کيږم تر څو چي سا حل ته يې ورسيږم دريا ب ته ګورم د غرونو په شان څپې يو توره او هولناکه شپه شين او د ځليدونکو ستورو ډک اسمان  يو د سوز  وږمه  ګير چا پيره  زړه چاودي مرغکۍ  .......

ورو ورو د سمندر په او بو ورګډيږم او لا هم مخ په وړاندي ځم چي يو لو يه او بې رحمه څپه  راځي اوما دځان سره وړې او نورو څپو ته مي سپاري تر هغې مي د درياب ياغي موجونه يوې او بلي خواته ټيل وهي تر څو چي د سمندر تل ته مي ورسوي

 

ګورم چي هلته ته ولاړه يې هم هغه جادوګري ستر ګي چي لا د وړاندي يې زما په زړه د واک اختيار خپل کړى دى هغه کج وج باڼه هر يو لکه خنجر  چي زما ژوند يې سورى سورى کړى دى هو هم هغه سره او ګلابي باړخو ګان چي د ګلاب ګل ترې شرميږي او په ليدلو يه سر لاندي ځوړند کړي ټول هغه دي هيڅ هم بدل نه دي راسه دا وګوره هغه نازکي سرکۍ شونډي چي زما ژوند دهغې پر بنسټ  ولاړ دى هغه سرکۍ شونډ ي چي د ساقي ميخانه ورته سلام کوي هغه  سرې او تنکۍ شونډي چي د انار ګلونه يې په تعريف نه مړيږي هغه سرکۍ شونډي چي د کلو کلو غمونه مي د يو ځل په ښکلولو سره نيست او نابود کيږي هغه سرکۍ او مينه ناکي شونډي چي د پا ک او سپيڅلي زړه سره لار لري او کله  چي يو ځل دخپل محبوب ته د دعا لپاره وخوځيږي دعا سيده د قبول مقام ته رسيږي هغه سرکۍ شونډي چي زما پښې يې ستا د څنکه سره ټينګې تړلي دي څو مره ښه منظروي د هرڅه سره سره دي په څيره باندي د پښتني حيا پرده هم غوړيدلې وي

يو داسي حيرانونکي منظر ته مخامخ دريږم او ترهغه وخته پوري چي د سهار اذانونه مي د فکر لړۍ ګډه وډه کړي يو نا څاپه د فکر ددياب څخه راوځم اوګورم چي هيڅ هم نسته زړه مي بې طاقته کيږي او جيب ته لاس کړم هغه دسمال راوباسم چي څو ورځي وړاندي ته زما سره وي او زما په يو بد مرغه ورځ دي ژړل او ما به په هغه د سمال ستا او ښکي پاکولې ته نوره هم ژړيدلې او ما ستا او ښکي پاکولې ترڅو چي دسمال ستا په اوښکو کي خيشت سو او څه وخت چي يو دبل سره بيليدلو هغه دسمال ما په خپل جيب کي واچوى

هغه دسمال سترګو ته نيسم او بيا يې ښکلوم په زړه پوري يې نيسم ورته ګورم چي ورو ورو  مي زړه را ډک سي او مړې مړې او ښکي مي له سترګو رواني سي او تر هغه وبهيږي چي په دغه حالت کي بيده سم

 

 

                                                       

لكه كښتۍ چي طوفاني سي په

 

نا معلومه لوري  درومي سپاره

 خلك يې د ژوند وروستۍ شيبې حسابي ، لكه نبا ت چي وچ سي او تنده يې دوري څخه دمرګ پرلور ستون كړي او طوفان ورباندي راسي د ځان سره يې يو سي لكه غوټۍ چي خوله وازه كړي او  وخنديږ ي او بيا ورژيږي ، لكه لار وركى مسافر چي د منزل او د كور تر منځ په يو ه لوى چول كي يوازي پاته وي  غمخور ونلر ي تندي او حيرت پر سر ا خستي وي او په خپلو فكر ي څپو كي غوټې وركوي ،لكه وزر ماتې مرغۍ چي له پروازه لويدلې وي ځاله يې طوفان ګړوبه كړې وي ،لكه عندليب چي د ګلشنه جلاسي او له ريزونو لويدلي وي ، لكه هغه واورين خزان چي ښكلي درختي يې په لغړو اړولي وي ، لكه هغه ناروغ چي د زكندن پر حالت خپله ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نا اميده سلګو په در شل كي باسي ، لكه هغه ښكلې ودانۍ چي د اوسپنيز ګزار له كبله په ورانه او ويجاړه كنډواله او ښتې او لوټي لوټي پرته وي ، لكه هغه بله شمعه چي دباد سيلۍ وژلې او بيا بليداي نه سي ، لكه هغه دنګي وني چي په دنګو غرونو كي د ښكلا لامل دي    اوس يې اثار خو څه چي ريښې يې هم له منځه تللي دي ، لكه هغه افي مار چي د ني ږغ او نغمې ته د خپل ټول غرور او وحشت سره  د تسليم  سر پر خپل راتاو سوي بدن ايښۍ وي ، لكه هغه ملا او معلم چي د لار ښوونو څخه يې بانډار يوازي دټوكوپه ډول كيف اخلي ، لكه هغه كتاب چي په تاخچه كي پروت او دوړو د سترګو او فكر له نظره پټ كړي وي ،لكه هغه زنداني چي په زندان كي په هميش بند محكوم وي او بيله زندانه دنور ي نړۍ له هرڅه ناخبره زولنې په پښو كي ژوند تيروي ،لكه د غرونو هغه ډبري چي د هر څومره سزا په بدله كي اواز نلري ، لكه غرونه او سرد رې  چي د لوي عظمت او خلقت نخښه ده خو ښكاره پيغام  نه وايې ، لكه هغه شيلې چي د چينو په بڼه او به ورڅخه راوزي او بيرته پكښي جذبيزي خو د څښاك او استعمال څوك ونلري ، لكه هغه بيا بان چي د تعطر پرځاي تعفن ورڅخه ترسږمو كيږي او د فرش له رنګيني ښكلا څخه بې برخي و اوسي دوړي پكښې باديږي ، لكه هغه زړه چي  د لو ي ارمان د پوره كيدو په طمع وي خو ارمان يې نيمه خوا پاته سي او ورڅخه نا اميده عقبي ته كو چ وكړي ، لكه هغه سړى چي په لاسونو او پښو تړلى يو چرخاب ته د سيند په زوره لاهو ا و د مرګ سلګۍ ووهي ، لكه هغه كس چي په ځنګلو نو كي د زمريانو ښكار سي غوښي يې خوراك او هډوكي يې زبيښاك پته او ادرس يې لكه خاك سي لكه يتيم چي پلار او كونډي خپل خاوند د لاسه وركړي وي

لكه مرغۍ چي په  ځاله كي يې چيچان د مار يا بل يرغلګر له خولې او ستوني تير سوي وي او مرغۍ پرځاله وزري تپوي ،لكه هوسۍ چي د شر مښانو له بيري د څار او ترس په حالت كي ژوند كوي ،لكه يو كورنى حيوان چي وږي تږي او د كور د څښتن لاس ته يې اميد وي ، لكه ليونى  چي په فكر ونو كي ډوب په بازار او كوڅوكي لالهانده وي او هلكان  ورپسي ډبري غورځوي ملنډي ورباندي وهي ،لكه دريګو حشرات چي په هفتو او مياشتو يې او به نه وي ليدلي خو تنده يې زغملې وي ، لكه هغه ړوند سړى چي دنورو په لار ښوونه او ياد خپلي لكړي په ټپر تريو ه ځايه ځي سترګي يې دليدلو پاته وي داسي دميني محبت ، مين او عاشق حال وي

زموږ وران او ويجار كلى

زموږ وران اودربدر كلى

 

تربيت كونكى : الحاج محمد اسماعيل شريعت يار                                                         

دهلمندد لوى سيند پرغاړه د لوړو اودنګو غرونو پرسرونو ژړمازديګر وو  د لمر د وړانګو ورستى څرك وو داسي معلوميده چي لمر نور دخپلو وړانګو وروستني تنابونه په ډيره چابكي راټولوي  او سيمه د شپو تورو تياروته وسپاري زموږ كلى هم چي لرغونى كلى وو او د پښت پرپښت نسلونو د زانګو په شان هديره وه داوخت يوازي هديره وه د كلي د ګڼو اوخواپه خوا كورونو څخه   هيڅ يو كور هم نه وو لوګي او د اور دودونه ورڅخه نه پورته كيدل  د مسجدنو څخه يې د الهي ندا يا اذانونو ږغ هم نه تر غوږ كيده دا سي معلوميدله چي پركلي يو وباراغلې وي ټوله كلى يې سپره كړى وي خلك يې ټوله دنيست كندي ته اچولي وه

يووخت داسي وو چي چا هم دا ګمان نه كاوه  چي زموږ د وګړو ماشومانو ،زلمو او پيغلو ډك كلى به داسي تش وليدل سي او دكورونو تا وده نغري به د اور او دود څخه خالي وليدل سي او كنډوالي به مو د كورونو څخه ډيري سي  د كلاګانو لوړ او پيړ ديوالونه به پرمځكه راولويږي دا د اسماني تقدير پريكړه وه  چي تقدير په تدبير پوري وخندل او داحالات يې  زموږ كوربه كړ نن زموږ د كلي پرفضا د ماتم  ډنډورې وهل كيږي دا جګړه وه چي زموږ پر پښتنه سيمه د يو وحشي سيلاب په شان راغلى د كلي د كورونو څخه ، د كلي د كوڅو څخه يې د خلكو شور ا و ځوږ د ماشومانو د تنكيو مستو خيالونو لوبي په غم واړولې غرونه مو چي سرونه به يې د خداى په تعظيم خو زموږ دكلي پرلور كاږه سپاره نيولي وه لاهم هغسي نا اميده له راتلونكي نا خبره او سانولي ولاړ دو د سمون وګړ ي نسته ځكه به مو اوبه پر بېځايه او بې ګټي اطرافو ځانته نوي لاري باسي  زموږ هديرې  خپل وړكوالۍ له لاسه وركړ ى وو او خپل پخوانى ډول يې نه درلود زموږ ه هديره ډيره پراخه سوې ده لكه چي ټوله كلى د قبرونو هديرې د پراخوالي تريرغل لاندي راغلي وي پرهديرې دومره بيرغونه او جنډې رپيدلې چي حساب يې نه كيده لكه  د يو لوى او ګڼ ځنګل وني چي په جنډيو او اوښتي وي او يا لكه درختو چي د مړيو سره د غم شركۍ په مقصد بيرغونه پرخپلو سرونو تړلي وي . د جګړه د ځوانانو د لوست پر تابلو ګانو د نه پرصت خط او چليپا راكښل سوې  وه تر روسانو لاهم د روس افغان غلامانو د ځوانانو د راتلونكي په باب تر خپله وسه توره تياره جوړه كړيوه پيغلي نه واده كيدلې ځوانانو پربريتولاسونه نه وهم ، څه نه ويل كيدل ، څه نه ليكل كيدل ، څه نه ښوول كيدل ، له خولې خندا تښتيدلې وه ، خوښۍ كوچ كړى وو ، د غم او ماتم ترخه وږمه پرلګيدو وه ، پرچليدو وه ،

زه كلي ته ورغلم زموږ د كلي پخواني سپين ږري سره چي هر دم يې د مرګاني يرغل انتظار استى  ډير زامن او لمسيان يې رالوى كړي وه په كلي كي يې  په نيكو نو م ياديده مازديګر د خپلي زړې او دنګي كلا مخ ته يوازي ناست وو او په فكرونو كي داسي ډوب وو لكه د يو لوى سيند مستو څپو چي له ځان سره په مخه اخستۍ وي هغه سپين ږرى تر اوسه خپل كلى او هديره پرېنښوده  د ژوند څخه يې ناخوالو طمع داسي شكولې وه چي ځان ته يې په ژوند كي قبر كندلى وو او د خپل راتلونكي د اوسيدو ځاى يې باله

هديره دومره پراخه سوې وه چي د پټيو مخ يې هم لاندي كړى وو كږې وږې جنډې ګڼ بيرغونه ورباندي رپيدل په مړو سربيره دا د شهيدانوهديرې هم وې د بيرغونو تر منځ يې  څوك نه ښكاريدل لكه  د ځنګله ګڼي وني داسي سپين ږري چي په هديره كي يې د كورځوانان ښخ سوي وه او شپه ورځ به يې د هديرې په لوري مخ نيولى او د كلاديوال ته به يې څنګ وهلى وو دا سپين ږرى به نور په شيرين كاكا ياد كړو  شيرين كاكا ډيري  ورځي شپې د قبرونو جنډيو ته په كتلو سهار كړي وې ماورته سلام وكړ راته يې وعليكم ووايه او ويه ويل چي ومي نه پيژندلې ماورته ځان وښوده چي محمد اسماعيل شريعت يار يم هغه وويل چي شرات يار او مرات يا رد ي نسم ويلاى دا سي ووايه چي د حاجي خليفه صاحب زوى يم ماورته وويل هو شيرين كاكا  يم ډير يې وژړل او بيايې د او  حال احوال راڅخه وپوښته  هغه د شهيدانو په هكله راته وضاحت وكړ هغه د خپلو ځوانيمرګو شهيدانو مرتبه ترهر  څه لوړه بلله د هغوى - پر قبرونو ولاړي جنډې يې د زړه ډاډ وو او تل به يې دا جنډې لوړي او دنګې ساتلې هر ماښام به يې په جماعت كي د مړو او شهيدانو لپاره د سپين ږرو او ماشومانو لاسونه په دعا پورته وه اود  مړو  ارواحانو ته به يې دعا كوله شيرين كاكا روزګا هم كاوه او هديره به يې هم پا له له د غه شهيدان يې د ازادۍ لپاره په تاريخ كي يو تل پاتي شتمني او وياړ باله د تورسرو كاليو ته ، د هغو څوڼو ته ، دپيغلو اوربلونو ته ، او هغوى حيا او عزت ته  او د ننۍ ورځي نا اميدۍ ته چي ما كتل سترګي مي له ژړا څخه سرې كيدلې شرين كاكا  ماته ويل تا چي پيژندل نن هغه خاوري دي ښځي او ماشومان په خپلو شهيدانو پسي چي ورڅخه بې سرپرسته پاته دي د پيژندلو وتلي دي ټول هغه خلك خاوري دي داسي معلوميده چي ټول كلى له منځه تللى دى ښه په اسانۍ وپوهيدم او په ژړا مي وويل چي زموږ وران او دربدر كلى

 

دا دى قدرت

 

دجنون دخالق داسي سزاده چي نه څوك پريږدي اونه هم ترې  تګ لورى بدلولاى سي ،خودميني په لاره يې يوداسي پنډغالى جوړكړي چې هرومروبه هرڅوك پكښي ډډه وهي اودهغه سره به په زړه كي وليږي ترزړه به يې  لاس تا ووي په خوله به يې خوله لګوي اودبوسې په نوم به دخپلي ميني خوندتري اخلي .دخالق داسي مينه ده چي ضروربه دچاپه زړه دانسان دښكلازورتاثيركوي اوددي وروسته به دي ضرورورته خپل معشوق وايې اودالهي ديدارترپردي لاندي به دنوي مينې په ديدارپسي ځي .ټوله ورځ به دترس په جامه كي دزړه په ژبه ددې واكدارنه ديوځل غيږي خواست كوي.دښكلاڅخه جوړخداي دخپل ديدارپه خاطرمينه پيداكړه اودسوزولولپاره يې تږي عاشق ته بيلتون وركړ.ترڅومين دخپلي مينې نه مغروره نسي اودبيالپاره يې دقدرت څښتن ته لاس دلپى پورته كړي .مګرترڅنګ يې ديوه نه جبرانونكې ګذاراونه هيريدونكي تريخ خوندغړپ ورته پرژبه وركړ.خوداپورته هرڅه يې ددي ميني دبقالپاره وركړه چي په نه څه زوال نه سي .مرګ به ضروريوه لويه اوترټولوستره پښه وي كنه دومره انسانان يې نه ژړول .مرګ په يادولره خوپه تمه يې مه كيږه .      

ليكوال:محمدالياس ( داعى )