ډول وهونکى
2008-06-26 03:20:21
ډول وهونکى
د هو ټل په دوهم پو ړ کي د کمپوټر شاته ناست وم دمازديګر وخت وو دامي ديو ملګري او طاق وو کله چي به مازديګر دخپلي وضفې څخه فارغ سوم نو دلته به راتلم
اوطاق د بازار لوري ته يو غټه ورسۍ هم درلوده چي په ډيره سخته ګرمي کي به هم د موټرانو د شور او شر او دخلکو د غالمغال له امله تړلې وه
په دغه ورځ خو بيخي پردي لاو ر باندي غوړيدلي وې
چي ناڅاپه مو د ډول ږغ ترغوږ سو لکه صلاح چي مو کړې وي داسي دواړه يو دم ولاړ سو ورسۍ موپرانستل پردې مو کش کړې او په سړک کي مو د واده دموټرانو ننداره کوله په سرک باندي د موټرانويو کاروان روان وو مخکنى موټر په ګلانو کي پټ وو نور موټران هم په ښکلو ځوانانو ښکلي وه دټولو نوي جامې په تن وې د موټرانو هندار ي يې کش کړي وې ترڅو دوړي او خاړې يي ښکلي او پاک بدنونه خراب نه کړي په ځينو موټرانو کي ماشومان، ښځي ، سپين ږري او سپين سري رايو ځاي سوي وې دټولو خولې دخندا ډکي وې
ګيرچاپيره مي د سړک دواړو غاړوته نظر وځغلاوه ډيرکسان دخپلو دوکانو څخه د ډول تماشې ته راوتلي وه
يو ځل مي پام سو چي ډول وهونکي به چر ته وي او په کوم موټر کي به ناست وي د کاروان سراو پاي په مي وکتل ومي ليدل چي د موټر په سر کي په داسي حال کي ناست دى چي دراغورځيدو امکان يې ډير وو ننداره کونکو يو دبل سره ويل ولله ډير غټ واده دى وګوره څومره ډيرموټران پکښي راون دي دناوي موټر وګوره هغه خو تر ټولو ښکلى دى ......
او څه وخت چي به يې سترګي پر ډول وهونکي کي ښخي سوې نو دخندا څخه به شنه سوه
ملګري مي سر وښوراوه او ماته يې وويل پوهيږي دا خلک په چا پوري خاندي ؟ ماويل هو په هغه ډول وهونکي پوري کم چي د موټر په سر کي ناست دى مګري مي لږ په شونډوکي ومسل او زياته يې کړه
دا هغه څوک دى چي د واده ټولو ګډونکوته خوښي وربخښي دا څه کوې وګوره ما او تا هم دډول ږغ راوستو او دڅو شيبو لپاره يې خوشحاله کړو د سړ ک پرغاره چي کوم خلک ولاړ دي خپل کارونه ځني پاته دي او د واده د موټرانو ننداره کوي په اصل دوى ټول د ډول ږغ راغونډکړي دي
خو دوي نه پوهيږ ي اوپه هغه غريب رشخندونه وهي
ستا په فکر هغه دا خندا نه اوري ؟
هغه د خلکو اشارې ډول ډول حرکتونه نه ويني ؟