خوږې خبري

=

د حضرت ابراهيم بن ادهم (رح) څخه يو چا پوښتنه وكړه 

ستا سو په نزد بهترين نصيحت كوم يو دى ؟

حضرت ابراهيم ادهم  وفرمايل  شپږ عا تونه خپل كړه 

او ل : څه وخت چي د ګنا تا داب كښيږدې نو دخداى پاك روزي مخوره

دوهم : كه چيري دي د ګنا اراده وي نو د خداى د د مملكت څخه ووځه

دريم : په داسي ځاى كي ګنا وكړه چي هلته خداى پاك  نه وي

څلورم :د اجل د پرشتې څخه د توبې وخت وغواړه

پنځم : نكير او منكر خپل قبرته دراتلو څخه منع كړه

شپږم :چي درته وويل سي دوږخ ته ولاړ سه نو انكار وكړه

سايل چي دا واريدل ويې ويل  دا خو امكان نلري

حضرت ابراهيم ادهم ورته وفرمايل نو بيا ګنا مه كوه

 

ای زما بنده

 

1.     اي زما بنده يو ځل زما وخواته خو راسه

·        كه مي تو جه د رته ونه كړل بيا ووايه

2.     اي زما بنده زما په لار كښي يو ځل خو تلل وكړه

·        كه مي در ته لاري پرانه نستلې بيا ووايه

3.     اى زما بنده زما لپاره يو ځل خپل ځان بې قدره كه

·        كه مي ستا د قدر انتها ونه كړه بيا ووايه

4.     اى زما بنده يو ځل خو زما لپاره خپل ځان ملامت كړه

·        كه مي ستا د اكرام انتها ونه كړه بيا ووايه

5.     اى زما بنده زما لپاره خپل ځان خو خاوري كړه

·        كه مي د رحمت خزانې ستا لپاره خاوري نه كړ ې بيا ووايه

6.     اى زما بنده زما په كوڅه كي خو يو ځل خپل ځان و پلوره

·        كه مي قيمت بها نه كړي بيا ووايه

7.     اى زما بنده يو ځل خو ګونډې راته كت كړه

·        كه مي د علم او حكمت ملغلري در ته ونه پاشلې بيا ووايه

8.     اى زما بنده يو ځل خو ما خپل رب ومنه

·        كه مي دټولو څخه بې نيازه نه كړي بيا ووايه

9.     اى زما بنده يو ځل خو زما بيري اوښكي توي كړه

·        كه مي د رحمت دريابونه درته ونه بهيول بيا ووايه