د (( مفتون ولسي کتابتون )) تاسيس غونډه وسوه

 په هلمند ولايت کي په لومړي ځل د يو اولسي کتابتون د بنسټ غوڼډه وسوه چي د هلمند ولايت ګڼو فرهنګيانو د مطبوعاتو مسولينو حکومتي چارواکو پکي  ګډون کړى وو

د روان کال د چنګاښ د مياشتي په ٢١مه نيټه په هلمند کى د لمړي ځل لپاره غير دولتي اولسي کتابتون د بنسټ ايښودلو غونډه جوړه سوه. نوموړى کتابتون چى (مفتون اولسي کتابتون) نومول سوى دى د ډاکتر محمدنعيم مفتون او نورو خواخوږو ملګرو له خوا تاسيس کيږي. نوموړى کتابتون به د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کى د عامو اولسي خلګو پر مخ پرانستل سي او ډير اولسي خلګ به خپل د مطالعې او زده کړي تنده د نوموړي کتابتون د لاري ماتوي.

غوڼده د جمعې په ورځ د مازديګر پر ٦ بجو پيل سوه په غوڼدي کي د هلمند ولايت ګڼو فرهنګيانو ، ژورنالستانو ، د رسنيو مسولينو او حکومتي چارواکو ګډون کړى وو .

د (( مفتون اولسي کتابتون )) مسول عبدالباري انصاري په خپلوڅرګندونو کي د کتاب پر ارزښت و ږغيدى  او د اوسنۍ ټولني وروسته والي يې د کتاب سره نه اشنايي و بلل  نوموړى د کتابتون د نوم په اړه وويل (( دا کتابتون د يو ځوان محمد نعيم مفتون له خوا تاسيس کيږي نو راځئ چي هغه په ژوندوني وستايو او تقدير يې کړو ))

د اطلاعات او کلتور ريس جانګل خان ټټر و ډبوى چي دى به د کتابتون لپاره مناسب ځاى ورکوي همدغه رنګه د هلمند د والي د مطبوعاتي چارو سلاکار محمد داود احمدي هم زيات خوشحاله وو او د هر ډول مرستي ژمنه يې وکړه .

عتيق الله منيب چي د کابل څخه ميلمه راغلى وو نومړي کتابتون ته ٢٠ ټوکه کتابونه او ٧٠ ګڼي مجلې ډالۍ کړې

د کتابتون بنسټ ايښودونکي ډاکټر محمد نعيم مفتون وويل چي د ګير چاپيره ولايتونو ځيني خواږوږو ملګرو کتابونه را ليږلي دي نوموړي زياته کړه هيله مند يم چي ډير ژر به د کتابتون د کتابونو شمير زرګونو ته ورسيږي هغه دا هم وويل چي ډير ژر کتابتون پرانيزي

د غونډي په دوران کي ډيرى ليکوالانو شاعرانو د فرهنګي ټولنو مسولينو د ا يو نيک ګام و باله او د کتاب تون د بډايه کولو لپاره يې ځيګرونه و ډبول

دا په داسي حا ل کي ده چي تر اوسه په هلمند ولايت کي يو عامه کتابتون چي په اطلاعات او کلتور رياست پوري تړلي دى شتون لري

څرنګه چى مفتون اولسي کتابتون يو ځوان او نوي تاسيس سوي کتابتون دى نو د ټولو خواخوږو هيواد والو څخه هيله کيږي چى د نوموړي کتابتون په بډايتوب او شتمن والي کى خپل وس و نه درېغوي.

که غواړئ چى پر نوموړي اولسي کتابتون باندي خپل وسيله ولوروئ نو د لاندنيو شمېرو او بريښنا ليک ادرسونو څخه کار اخيستى سئ:

                       maftoonbarak@yahoo.com

                       Mobile #: 0093-799 16 26 24, 0093- 707 21 31 09

د کتابتون د مسول شمېره:

                                                                              0707- 72 12 09