د تهر په صحرا کي د مارانو په شمير کي زياتوالى
2008-07-22 06:06:23
الفت : د ګرمۍ په موسم کي د مځکنيو حشراتو ډيريدل طبعي خبره ده مګر په تهر
صحرا کي د زياتي ګرمۍ او د باران د نسته والي له امله د زهرجنو مارانو او حشراتو تعداد تر معمول ډير زيات سوى دى د راپورو له مخي د تيري يوې مياشتي راهيسي د حالتورو د سيټا په کلي کي د زهر جنو مارانو نارو د هغه ځاى د اوسيدونکو خوبونه حرام کړي دي ددې کلي د زياتو اوسيدونکو ژوند د همدغو مارانو له کبله د مرګ په توروتيارو کي ډوب سوى دى .
په دې اړه رسيدلي اطلاعات وايي چي تيره مياشت د شپږو مياشتو کوچنى په ځانګو کي يو مار چيچلى وو چي له امله يې هغه و مړ د ټاکر په نوم يو ديرش کلنه ښحه د مار د چيچلو له امله په سترګو نده سوه ددې واقعاتو په نظر کي نيولو سره د شپې له پلو د څراغ په وسطه شپږ ماران پيدا او مړه سوه چي له امله يې د کلي په اوسيدونکو کي وهم او بيره خپره سوې ده .
ددې زهر جنو مارانو په اړه د ډآکټرانو وينا ده چي واکسين يوازي د عامو مارانو پر زهرو اثر کولاى سي خو د پيسئن بلا زهر لا تر اوسه تشخيص سوي ندي ځکه نو د ډاکټرانو سره ددې هيڅ علاج نسته دا کټرانو ويلي دي چي دوى ددغو مارانو د زهرو د تشخصولو لپاره هڅي کوي