افغانستان ماليزيا ته کلکه ماته ورکړه
2008-07-27 07:01:24
د اسيايي هيوادونو د کرکټ د لوبو په دريمه ورځ افغانستان له کوربه هيواد ماليزيا سره لوبه وکړله لومړى بيټنګ افغانستان وکړ او په پنځوسو اورونو کي يې ٢٦٣ منډي جوړي کړې .په افغان لوبغاړو کي کريم خان صادق ښه لوبه وکړه په يوازي سر يې ٧٩ منډي جوړې کړې ځکه خو هغه د لوبي اتل ستورى و پيژندل سو .
خو دماليزيا ټول لوبغاړي په ٦٤ اورونو کي و سوځيدل او ١٧١ منډي يې جوړي کړلې
پرون عربي متحده اماراتو له افغانستان څخه لوبه و ګټله