افغانستان عربستان ته هم ماته وکړه

د ماليزيا په کولامپور ښار کي د لسو اسيايي هيوادونو د سياليو په بهير کي نن د اسديا زمري پر ٨ نيټه افغانستان سعودي عربستان ته ماتي ورکړه

لومړى بيټنګ سعودي عربستان وکړ د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره يې ١٧٢ منډي جوړي کړې

په افغان بالرانو کي محمد نبي عسي خيل تر ټول وځليد په يوازي سر يې د سعودي عربستان پنځه لوبغاړي و سوځول

د افغان لوبغاړو په وينا نننۍ لوبه يې په اساني سره پاى ته ورسول

هغوى په ٢٦ اورو کي ١٧٥ منډي جوړي کړې او څلور لوبغاړي يې و سوځيدل

ويل کيږي چي نننى لوبه ډيره مهمه وه ددې لوبي په ګټلو سره د افغانستان نيمه پاى لوبي ته د وتلو امکانات زيات سول 

د ياده دي نه وي پاته  چي سبا ته به افغان کرکټ لوبډله له بحرين  سره مخامخ کيږي

انشا الله الفت به تاسو ددې لوبو څخه وخت په وخت خبروي

په درنښت پاڅون