افغانستان نن بيا بحرين ته ماته ورکړه
2008-07-30 06:13:57
د ماليزيا په کولامپور ښار کي د لسو اسيايي هيوادونو تر منځ په روانو سياليو کي نن افغانستان د.زمري پر نهمه بحرين ته ماتي ورکړه او په دې توګه افغانستان نيمه پاى لوبي ته ووتى
لومړى بيټينګ افغانستان وکړ افغان ملي لوبډلي په ٥٠ اورونو کي ٢٩٣ منډي جوړي کړې او ٩ لوپغاړي يې و سوځيدل
بحرين د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره ٢٨٦ منډي جوړي کړې ، په دې توګه افغانستان د بحرين څخه هم لوبه و ګټله او نيمه پاى لوبي ( سيمي پاينل ) ته ووت
په دغو روانو سياليو کي افغانستان د متحده اماراتو په وړاندي ماته وخوله خو کوربه هيواد ماليزيا او سعودي عربستان ته يې ماتي ورکړې