شمالي ولايتونه له سختې وچكالۍ سره لاس او ګرېوان دي

 

په زرګونه كورنۍ د لوږې د ويرې له امله د خوړو او اوبو په لټه د كلي او كور پرېښودو ته اړ شوي دي.

 

په مزارشريف كې د آى ډبليو پي آر د خبريال، سيد يعقوب ابراهيمي ليكنه

 

د مزارشريف په سويل كې د شولګرې د سيند په غاړه د كيږديو په ښارګوټې كې د ماشومانو ژړا د هغه ځاى اسمان په سر اخيستى دى. كه دا كړيكې غلې هم شي، خو د جل، لوږې او بېلا بېلو ناروغيو له امله هغومره زيات شمېر ماشومان د مرګ كومې ته درومي، چې كورنۍ يي د غم پر ټغر باندې كېناستو ته نشي رسېداى.

 

د نوموړي كمپ يو اوسيدونكي، محمد زمان وويل: ((پخوا كه به د يوې كورنۍ كوم غړى مړ شو، نوغم او ماتم به پرې كېده. اوس خپلو ځانونو ته حيران يو. نور د ماشومانو د مړينې پروا څوك نه كوي.)) 

 

د اوړي په سختتې ګرمۍ كې چې د تودوخې درجه ۴۰ سانتيګرادو ته رسيږي، ۲۵۰۰ كورنۍ له ژونده لاس په سر كيږي، چې سيند ته په څېرمه دښته كې اوسيږي.

 

د پسرلنيو بارانو په نه اورېدو د شولګرې سيند د څښلو د اوبو يوازينۍ سرچينه ده.

 

سيندونه  او ويالې د زياتې تودوخې له امله وچې شوي او د څاګانو اوبه تر پخوا ډېرې لږې شوي دي. څاروي د وچو وښو د نشتوالي له امله مړه كيږي، په داسې حال كې چې د غنمو او وريجو د بيو د لوړوالي له امله كورنۍ آن د اړتيا وړ اساسي توكو د رانيولو وسه نه لري.    

 

محمد زمان وويل: ((له موږ سره هيڅ مرسته نه ده شوې. موږ د سيند اوبه څښو. كه حكومت كوم ګام پورته نه كړي، نو ښايي د ژمې تر راتګ پورې به ټول مړه شو.))

 

بيځايه شوو كورنيو له ځان سره جامې، اوړه، همدرانګه فرشونه او د اړيتا وړ يوه اندازه نور شيان راوړي دي. هغوى وايي تر هغه چې اړتيا موجوده وي، هغوى به د سيند پر غاړه پاتې شي.

 

له هغوى سره، سره مياشت، حكومت او يو شمېر سوداګر مرسته كوي. خو هغوى وايي دا مرسته ډېره لږه او هيڅ نه بس كيږي.

د افغانستان زياتې سيمې سږنۍ وچكالۍ ځپلې دي. په شمالي ولايتونو په تېره بيا په جوزجان او فارياب كې خبره ناتار ته رسيدونكي ده. 

 

د ستونزو اندازه او څرنګوالى له چا سره نشته.

 

د افغانستان په شمال كې د ملګرو ملتونو د خوراك او كرنې د نړيوال پروګرام مشر، مير شفيع الدين ميرزاد وايي: ((سږكال بېړنى حالت دى. خو د لازمې بودجې د نشتوالي له امله كومه سروې نه ده شوې. له دې امله ټولې شمېرې اټكلي دي.)) 

 

هغه وويل، د سروې د رښتينو شمېرو نشتوالي ستونزې راولاړې كړي دي. دا كار د مرستو د اندازې او د هغوى د ډول د معلومولو كار ګرانوي.

 

ميرزاد وويل: ((موږ سم نه پوهيږو، چې خلك له كوم جدي ګواښ سره مخامخ دي. له دې امله كېداى شي، دا كار خطرونه راولاړ كړي. موږ په مرسته كوونكو (هېوادونو)  ټينګار كوو، چې دې حالت ته پام واړوي.))

 

لاس ته راغلې شمېرې اندېښمنوونكي دي.

 

د فارياب د والي عبدالحق شفق د وينا له مخې په نوموړي شمال لويديځ ولايت كې له سلو زرو څخه زياتې كورنۍ له خطر سره لاس او ګرېوان دي.

 

هغه وويل: ((په فارياب كې په سلو كې نه نوي كرونده او څاروي اغېزمن شوي دي. كه چېرته ډېر ژر مرستې ونه رسيږي، نو يو بشري ناتار به رامنځته شي.))

 

هغه وويل، هره ورځ په سلګونو خلك د هغه د فترته د مرستې لپاره ورځي، خو د هغه په لاس كې څه شى نه شته، چې ور يي كړي.

 

نوموړي والي وويل: ((موږ دمګړى له لوږې څخه د خلكو د ژغورولو لپاره ۱۲۰متريك ټنو اوړو ته اړتيا لرو.))

 

د فارياب ختيځ ته د سرپل په ولايت كې چارواكي ډاريږي، چې څوك د خوراكي توكو د نشتوالي له امله اعتصاب ونه كړي.

 

د سرپل والي سيد اقبال منيب وويل: ((خلك ډېر وږي دي. هغوى خپلې ولسوالۍ د خوړو په لټه پرېږدي. زه ډاريږم يوه ورځ به هغوى له كلو څخه راوزي او حكومتي دفترونه به لوټ كړي. وضعه ډېره خطرناكه ده.))

 

د ولسي جرګې د يوې غړې، ازيتا رفعت د وينا له مخې لوېديځ لوري ته د بادغيس پروت ولايت هم ځپل شوى دى. هغې وويل، د وچكالۍ له امله ټول څاروي او كروندې تباه شوي دي.

 

هغې وويل: ((هره ورځ له دوو سوو څخه زياتې كورنۍ له بادغيس څخه وځي. هغوى نورو ولايتونو ته ځي او يا په ناقانونه توګه ايران ته اوړي.))

 

د سږني كال د جون په وروستيو كې د ملګروملتونو د بشري چارو او بېړنيو مرستو همغږه كوونكى، سر جان هولمز په كابل كې خبري رسنيو ته د پېښېدونكي ناتار په هكله معلومات وركړل. هغه وويل: ((ډېره جدي بېړ نۍ ستونزه په نړيوالې كچې د خوراكي توكو د بيې لوړېدل  ... او په افغانستان باندې د هغې اغېز دى، چې ملګري ملتونه او بشري ټولنه له هغې سره لاس او ګرېوان ده.))

 

نوموړي زياته كړه: ((له همدې امله موږ د افغانستان له حكومت سره په ګډه د سږكال په جنورۍ كې د ۸۱ مليونو ډالرو بسپنې غوښتنه وكړه. دې غوښتنې ته سم غبرګون وښوول شو او موږ ته ېې ددې وسه راكړه، چې دوه نيمو مليونو خلكو، په تېره بيا بېوزلو هغو ته، د اړتيا وړ مرستې چمتو كړو.))

 

هغه وويل: ((موږ وپوهېدو، چې دا اندازه پېسې بس نه دي. له دې امله د افغانستان له حكومت سره په ګډه كار كوو، ترڅو په راتلونكي كې د اړتياوو د پوره كولو لپاره تر دې زياته غوښتنه وكړو او همدارنګه په هېواد كې د كركيلې په وړاندې پرتې ستونزې هم له منځه يوسو.))

 

د افغانستان د كرنې وزارت يو بيړنى پلان تر لاس لاندې نيولى، چې اغېزمنو شوو ولايتونو ته يو څه مرسته ورسوي.

 

د كرنې وزارت د خوراكي تاميناتو رئيس، صدرالدين صافي وويل: ((موږ له نړيوالې ټولنې څخه د ۸۹ زرو متريك ټنو خوراكي توكو غوښتنه كړې ده.))  د صافي د وينا له مخې يي تر اوسه د ۸۳ زرو متريك ټنو ژمنه تر لاسه كړې. په دې معانا چې نوموړى وزارت به د ناتار مخه ونيولاى شي.

 

نوموړي وويل: ((دا مرسته به وچكالۍ ځپلو ولايتونوكې يا د كار په وړاندې او يا هم په وړيا توګه ووېشل شي. د چين هېواد د ۴۳۸۰ متريك ټنو ژمنه كړې، چې د اوولسو ولايتونو په بېوزلو كورنيو به ووېشل شي.))

 

صافي وويل، پر دې برسېره د كرنې وزارت له پاكستان څخه ۵۰۰ متريك ټنه غنم پېرودلي دي، چې په ټيټه بيه به وپلورل شي.

 

نوموړي وويل: ((موږ د يو جلا پروګرام  له لارې له نړيوالې ټولنې څخه د نورو مرستو غوښتنه هم كړې، چې ددې كال تر پايه به راورسيږي. موږ به د ۲۰۰۸ كال په بهير كې شپږ نيم مليونه تنه تر پوښښ لاندې راولو، چې په دې كار به د ناتار مخه ونيول شي.))

 

خو د مرستو دا خبرې د وچكالۍ ځپلو په غوږونو هغسې انګازې لګيږي. د سمنګانو د ولايت د دره صوف د ولسوالۍ كروندګر، ۵۴ كلن اكرام الدين وويل: ((زما ټوله كرونده وچه شوې ده. د غنمو بوټي مې خراب شوي دي. څاروي مې مړه شوي دي. هيڅ شى راته نه دى پاتې. له دې امله مې زړه دى، چې د كار لپاره ايران ته لاړ شم او د ژمې د توښې لپاره كور ته څه راوليږم.))

 

د اكرام الدين په څېر نورو كروندګرو هم په حكومت باندې باور له لاسه وركړى دى.

 

هغه وويل: ((د مرستې كوم خبر نشته. زه ايران ته ځم، ځكه چې نور انتظار نه شم ايستلاى.))

 

د سرپل يو كروند، عبدالغني د اكرام الدين خبرې غبرګې  كړې.

 

هغه وويل: ((حكومت تل ژمنې كوي. خو مرستې به يوازې هغه مهال راورسيږي، چې موږ له لوږې څخه مړه شوي يو. زموږ مړي به هغو مرستو څه وكړي. موږ له حكومت غواړو له موږ سره، مخكې تر دې چې مړه شو، مرسته وكړي.))

 

                                          د افغانستان په هكله د اوباما پلانونو پوښِتنې راپورته كړي دي

 

شنونكي وايي چې په هېواد كې د ثبات راوستل يوه ښه خبره ده، خو له يو څه احتمالي ستونزو څخه خالي نه ده.

 

په لندن كې د جنيفر كونز ليكنه

 

 

كه ولسمشرۍ ته د دموكرات ګوند كانديد، بارك اوباما د  راتلونكي مني په  ټولټاكنو كې بريالى شي، ښايي چې د متحده ايالتونو بهرنۍ پاليسي په سويلي اسيا كې په ترهګرۍ باندې متمركزه كړي. د هغه د پاليسۍ د امكان او شونتيا په هكله پوښتنې ددې موضوع په ګډون لا پرخپل ځاى پاتې دي، چې امريكا به څنګه وكړاى شي ځان په عراق كې له لومې څخه خلاص كړي او آيا وكړاى شي افغانستان ته زيات سرتېرې وليږي.

 

د جولاى په ۱۵ د اليونس د ايالت سناتور په واشنګټن ډي سي كې د خپلې بهرنۍ تګلارې په څرګندولو كې د خپل رياست په لومړيو ۱۶ مياشتو كې له عراق څخه د خپلو سرتېرو د كمولو او افغانستان ته لږ ترلږه د دوو نورو غونډونو يا د لسو زرو په شاوخوا كې امريكايي سرتېرو د لېږلو په هكله خپل پلانونه په ډاګه كړل.

 

شنونكي په داسې حال كې په عراق كې د سرتېرو د لږولو د ګټې په هكله سره ويشلي دي، چې په عراق كې د تاوتريخوالي راټيټيدل د امريكايي دېرشو زرو سرتېرو په استولو پورې اړوند بولي.

 

د ستراتيژيكو مطالعاتو په نړيوال انستيوت كې د منځني ختيځ يو مشر څېړونكى،  توبي دوژ وويل: ((له عراق څخه د سرتېرو ايستل بيخي غير واقعبينانه دى. په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ كلونو كې بوش هڅه وكړه په عراق كې د سرتېرو شمېر راټيټ كړي او هغوى ته د زيان رسېدل محدود كړي، خو نژدې و، چې هغه هېواد د كورنۍ جګړې كندې ته ورګوزار كړي.))

 

هغه د چا خبره د امريكايي سرتېرو څپه ددې مياشتې په وروستيوكې پاى ته ورسېده او په عراق كې مشر امريكايي قوماندان، جنرال ديوېد پټرويس مخكې تر دې چې د سپتمبر په مياشت كې د كانګرس په وړاندې خپل رپوټ وړاندې كړي، راتلونكې ۴۵ ورځې به امنيتي حالت وارزوي.

 

په واشتنګټن ډي سي كې د ستراتيژيكو اونړيوالو مطالعاتو په مركز كې د امنيت شنونكي، سام برانين وويل: ((زه په دې شك لرم، چې ګوندې اوباما ځان دې كچې ته ورسوي، چې په عراق كې يي وړانديز كړى و.  زه تر اوسه د عراق د موضوع په هكله سم نه پوهيږم، ځكه پرمختګ ډېر ورو دى نو له دې امله به زما نه پوهېدنه  همداسې پاتې وي.))

 

برانين وويل، هغه د سرتېرو د شمېر د كمولو پلان تر پوښتنې لاندې نيولى دى. په داسې حال كې چې راتلونكې پېښې ښايي د هغوى د شتون غوښتنه وكړي ترڅو په هېواد كې دوامداره امنيت خوندي وساتي.

 

هغه وويل: ((د راتلونكو ولايتي ټاكنو او ورپسې ملي ټولټاكنو او د متحده ايالتونو د اشغال موضوع، چې اوس د (عراق د صدراعظم، نورى المالكي) په ملاتړ په يوې كورنى سياسي موضوع بدله شوې، د (امريكا) لپاره به د سرتېرو لېږدول ستونزمن كړي او ښايي په عراق كې له يو ډېر سخت حالت سره مخامخ شي.))

 

هيله ده، چې دعراق ولايتي ټولټاكنې ددې كال تر پايه پورې وشي. ملي ټولټاكنې د ۲۰۰۹ كال په پاى كې په پام كې نيول شوي دي. د اوباما د پلان له مخې به متحده ايالتونه د هغه (اوباما) د دندې له پيل څخه د ۲۰۱۰ كال تر اوړې پورې سرتېري په تدريجې توګه له هغه خاورې څخه راوباسي.

 

اوباما د خپلې ستراتيژۍ د پلي كولو لپاره د تدريجي وتلو په هكله د مالكي پلان يو ((ښه فرصت)) بللى دى.

 

خو دوژ د يو بل كال لپاره د امريكايي سرتېرو د پاتې كېدو په اړه په روانو خبرو اترو كې د يو پياوړي دريځ د لاس ته راوړلو په موخه د مالكي وينا يو سياسي نيرنګ وباله.

 

دوژ وويل: ((مالكي ځكه د سرتېرو د وتلو په اړه دا يوازينى دريځ په ډاګه كوي، چې هغه د بوش له ادارې سره په خبرو اترو لګيا دى او هڅه كوي څرګنده كړي، چې په خپل حكومت باندې د زيات واك ترلاسه كول غواړي. په حقيقت كې مالكي په دې پوهيږي، چې د امريكايي سرتېرو شتون له هغه پرمختګ سره مرسته كړې، چې هغه يي اوس كرېديت اخلي.))

 

خو هرڅوك دا وړاندوينه نه كوي، چې د سرتېرو د ايستلو په اړه به د اوباما ستراتيژي د نوې بې امنيتۍ د رامنځته كېدو لامل شي.

په IISS كې له انتلانتيك د بهرنيو د چارو يو مسؤول وويل: ((زه له هغه چا سره په دې موافق نه يم، چې وايي د سرتېرو تدريجي ايستل به د پرمختګ د لارې خنډ شي. تاسې يو بيخي له هر لوري جوړ عراق لاسته راوړلاى نه شئ. همدا بايد زموږ موخه وي. كه چېرته په خوندي، ډاډمن او مسؤولانه ډول ووتلاى شو، نو دا به د برياليتوب د تر لاسه كولو لپاره يو ډېر ښه چانس وي.))

 

له عراق څخه د سرتېرو ايستل او افغانستان ته لېږل په سيمې كې له زياتيدونكو طالبانو او القاعدې سره د جګړې لپاره د ديموكرات سناتور د دوه اړخېز پلان يوه برخه جوړوي: په هېواد كې د بيا رغاونې د يوې چټكې هڅې لپاره د پوځي شتون پياوړي كول او په ډراماتيك ډول د بهرنيو مرستو زياتول.

 

په داسې حال كې چې د اوباما د كمپاين ډلې د امنيتي لاملونو له مخې د (افغانستان ته) د هغه (سفر) د پلان جزئيات په ډاګه كړي نه دي، سناتور په پام كې لري ددې اوونۍ په پيل كې افغانستان ته سفر وكړي. دا سفر متحده ايالتونو او د هغوى د متحدوسرتېرو ته په يو ډېر ترخه او سخت اوړي كې تر سره كيږي. له ۲۰۰۵ كال راوروسته په يو مرګونې بريد كې نه تنه امريكايي سرتېرې د جولاى په ۱۳هغه مهال ووژل شول، چې د پاكستان پولې ته څېرمه په ختيځ افغانستان كې يو پوځې مركز تر اور لاندې ونيول شو.

 

تېره مياشت د ايتلاف ۲۸ تنه سرتېرې په افغاسنتان كې د جګړو پرمهال وژل شوي دي.

 

د امريكايي پوځونو قوامندان تورن جنرال جيفري شليوسر د جون په مياشت كې  په يو تيليفوني كنفرانس كې خبريالانو ته وويل، په سيمې كې موجود قوماندانان د مخ په زياتېدونكي تاوتريخوالي لامل د طالبانو او د هغوى د ملګرو په بيا پياوړتيا او همدارنګه د افغان پاكستان ترمنځ د ۲۴۰۰ كيلومتره اوږدي پولې كې د امنيت په نشتوالي پورې اړوند بولي. په روان  کال كې د افغانستان په ختيځو ولايتونو كې د تاوتريخوالي كچه په سلو كې ۴۰ پورته شوې ده.


په واشنګټن ډي سي كې د بروكنز دانيستيتوت اوسنى غړى او د سي آى اى پخواني كاركوونكي، بروس ريدل وويل: ((اوباما اوس د دوو كلونو لپاره د اضافي سرتېرو غوښتنه كوي او لكه څنګه چې هغه په خپله بيانيه كې (د جولاى په ۱۵) وويل، ددې ادارې تمركز او تقريبا د همدې ادارې په جريان كې سناتور مك كين د عراق په جګړه كې د افغانستان جګړه له ياده وتلې په يوې جګړې بدله كړه. له همدې امله هلته وضعه له بد څخه بدتره شوه.))

ريدل، چې د افغانستان اوسويلي اسيا لپاره د اوباما وړيا سلاكار دى، وويل، اضافي سرتيري به په سيمې كې يو شمېر دندې سرته ورسوي. تر هر څه لومړى د هېواد په سويلي برخې كې چې د ناتو قوماندانان په كې ((د سيمې د امنيت د تامين لپاره پوره سرتيري نه لري.))

 

رېدل وويل: ((اضافي سرتېري به خامخا د پولې څارنه نه كوي. بلكې د كندهار او هلمند په ولايتونو كې به د برتانوي سرتېرو په ګډون له شتو سرتېرو سره د مرستې لپاره ترې كار اخيستل كيږي.))

 

د برانين په اند ښايي د سرتېرو زياتوب په لومړي سر كې يو څه ګټه ولري، خو د اوږدې مودې بيه به يي تر هغه څه زياته وي، چې اوباما يي ارزوي.   

 

هغه وويل: ((د افغانستان پاكستان تر منځ د پولو په اوږدو كې د اضافي سرتېرو ځاى په ځاى كول ښايي په لومړي سر كې د طالبانو ځواك كمزورى كړي، چې له پاكستان څخه د پولو په اوږدو كې افغانستان ته اوړي. دا يوه اوږده پوله ده او له سختو او غرنيو لارو څخه تيريږي. طالبان به خپل فعاليتونه له هغه ځايه پيل كړي، چې امريكايي سرتېرې په كې نه وي. د پولو د ساتنې ماموريت هيچېرې اسانه كار نه دى. د جګړې سيمه خو لا په خپل ځاى پرېږده.))

 

هغه زياته كړه، د سرتېرو زياتوالى به امريكايانو ته زيات زيانونه هم واړوي.

 

برانين وويل: ((دا هيڅ معنا نه لري، چې زيات سرتېري به زيات احتمالي هدفونه وي او يا دې د طالبانو د مورچو د نيولو، يا د برلاسو چاوديدونكو توكو او نورو تاكتيكونو له امله متحده ايالتونو ته زيات زيان ورسيږي، چې په عموي ډول د تېرو څو كلونو په څېر به د زيانونو كچه لوړه كړي.

 

ددې ګواښ ځواب د پاكستان چارواكو په ارادې پورې تړلى دى، ترڅو د طالبانو او القاعدې په عملياتو باندې بنديز ولګوي، چې د هغه هېواد پولو ته څېرمه يي خوندي ځايونه جوړ كړي دي. 

 

پاكستاني چارواكي په قبيلوي سيمو كې له ملېشو سره د خبرو كولو پرمهال د بوش د ادارې د متحدينو له خوا ترډزو لاندې راغلل. واشنګټن اصرار كوي، چې د پولې په اوږدو كې د متحده ايالتونو او ناتو په سرتېرو باندې د بريدونو د زياتوالي لامل شول.  

 

ريدل وويل: ((جګړه په افغانستان كې له پاكستان سره په يوې نوې ستراتيژۍ باندې له معاملې كولو پرته نه شي ګټل كيداى. دا د پاكستان او افغانستان د اقتصادي حالت د ښه كولو لپاره د اوباما د ډېر پراخ پلان يوه برخه ده.))

 

نوموړي دموكرات سناتور ژمنه كړې، چې د هغه حكومت به په پاكستان باندې د (ګازري او لرګي) د ميتود له لارې فشار راوړي، ترڅو د ملېشو جرړې وباسي. ددې كار لپاره به ورته په بهرنيو مرستو كې ډېر  زياتوالى راولي.

 

اوباما د جولاى په ۱۵ وويل: ((موږ بايد د پاكستان له حكومت څخه ډېر څه وغواړو. خو په بدل كې يي بايد (ولسمشر پرويز مشرف) ته د يو سپين چك په پرتله  زيات څه وركړو، چې د خلكو باور يي له لاسه وركړى. اوس ددې مهال رارسيدلى، چې د پاكستان د خلكو د الهام لپاره ټينګ ګامونه واخلو.))

 

هغه په روانه اوونۍ كې د راتلونكو پنځو كلونو لپاره پاكستان ته د اووه نيمو ميليارډو ډالرو غير پوځي مرستو په اړه د  سنا  له پرېكړې څخه خپل ملاتړ اعلان كړ.

 

زياته اقتصادي مرسته په افغانستان كې د ثبات د ټينګولو لپاره هم د اوباما د پلان مركزي ټكى جوړوي، په تېره بيا به د هغوى په هېواد كې د لويديځ د مخ پر زياتېدونكي شتون له امله د افغانانو په قهر او خپګان باندې اوبه تويې كړي.  د هېواد په سويل كې د لويديځو سرتېرو شتون له طالبانو سره د خواخوږۍ احساس ژوندى كړى، چې له امله يي ځوانان په ليكو كې يوځاى كيږي.    

 

برينين وويل: ((وخت روان دى تېريږي او كه موږ د افغانانو توقع او هيلې پوره نه كړو، نو هغه به دې كار ته ورته وي، چې ښايي موږ كومه ناڅرګنده او پټه اجندا ولرو. ځكه څنګه كېداى شي، چې د نړۍ پر مخ يو تر ټولو بډاى ولس خپل ټول سرتېري استولى شي، خو د بيارغاونې په اړه بيا دومره ناكاره دي.))

 

د نړيوالو مطالعاتو او پروګرامونو د مركز رئيس او د نبراسكا په پوهنتون كې د افغانستان د مطالعاتو د مركز مشر، توماس اي ګوتي  وويل: ((تر ټولو ښه لاره هغه ده، چې اغېزمنه وي، ښه تنطيم شوي وې، په ولايتونو او پولې ته  په څېرمه كليو كې د بيارغاونې او پراختيا پروګرامونه د خلكو او ټولنو پر بنسټ ولاړ وي .))

 

ګوټي، چې په يو كال كې يي د بيارغاونې د هڅو د څارلو لپاره څو څو ځلې له افغانستان څخه ليدنه كړې، وويل، د ودانولو په پروژو كې د ځايي خلكو ښكېلول به د طالب ملېشو غوښتنه راټيټه كړي، چې په خپلو ليكو كې د ناراضو افغانانو د را جلبولو په لټه كې دي.

 

هغه وويل: ((موږ د افغانستان لوى دېوال نه شو جوړولاى. تقويه شوى امنيت او د بيارغاونو همغږې او اغېزمنې هڅې چې د هر يو افغان او د هغه د كورنۍ د ژوند حالت په څرګند ډول ښه كړي، يو رښتينى ګډون رامنځته كوي او د لنډې او اوږدې مودې لپاره به سودمن واقع شي.))

 

خو دا بايد وليدل شي، چې آيا امريكايي ولس به د داسې يو پلان ملاتړ وكړي، چې له عراق څخه يوازې ددې لپاره سرتېري راستانه كړي، چې بيا يي بېرته افغانستان ته وليږي.

 

برينين وويل، اوسمهال امريكايان د افغانستان جګړې ته د (يوې ښې جګړې) په سترګه ګوري او ((په جګړې ارزي.))

 

هغه وويل: ((بد خلك ډېر څرګند دى. ماموريت ډېر څرګند دى. دا هغه ځاى دى، چې د راديكال اسلام ترهګري ترې خپريږي. هغه له منځني ختيځ څخه نه راځي. هغه د شوروي افغان جګړې، د طالبانو له واكمنۍ او د القاعدې له شتون څخه راوځي.))

 

له هغې سره سره يو شمېر شنونكي وايي، هغه سيمې ته د اوږدې مودې پوځي استخدام، زيات تلفات او زيانونه او بهرنۍ مرسته، چې لا تر اوسه يو زيات شمېر امريكايان ورسره نا اشنا دي، د كور دننه به د اوباما د ادارې په ګټه پاى ته ونه رسيږي.

 

په واشنګټن ډي سي كې د جان هفكنز د پوهنتون د سياسي او بهرنيو اړيكو د مركز مشر، رابرت ګوتمن وويل: ((زياتره امريكايان په دې اند دي،  چې موږ په ۲۰۰۱ كال كې (د افغانستان) جګړه ګټلې ده. دا بايد همداسې وي. كه كارونه خطا شي  او موږ نور زيات شمېر سرتېري له لاسه وركړو، نو هغوى (امريكايان) به حيران شي او بايد د شاته تګ توقع وكړو.))