د ننګرهار مشران او سپين ږيري د متحده ايالتونو د هوايي بريدونو دعاملينو مجازات غواړي

 

 

افغان قومي مشران د هوايي بريد له امله د واده د مراسمو د ګډون كوونكو د پوپنا كېدو په اړه د عدالت غوښتنه كوي.

 

 

په ننګرهار او كابل كې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو، عزت الله ځواب او حفيظ الله ګردش ليكنه

 

ريحان له ډېرې غوسې څخه د لړزېدو په حال كې وويل: ((كرزى بايد قاتلين زموږ په لاس راكړي، چې موږ يي وځړوو. كه نه،  نو هغه دې استعفا وكړي. كه هغه له دې كارونو څخه يو هم نه وكړي، نوبيا به موږ خپل كورونه پرېږدو او څه چې مو خوښه وي، هغه به وكړو.))

 

ريحان د ننګرهار ولايت د هسكې مينې د ولسوالۍ اوسيدونكي د يو شمېر خلكو په استازيتوب خبرې كولې، چې د جولاى په شپږمه د متحده ايالتونو په هوايي بمبارۍ كې په كنډوالو اوښتې ده. د ځايي خلكود وينا له مخې د ناوې  په ګډون د واده د مراسمو تر ۵۰  تنو پورې  ګډون كوونكي چى ډيري  يي ښځينه او ماشومان و وژل شوي دي.

 

هغوى اوس له ولسمشر حامد كرزي څخه غواړي، چې د هغوى له دود سره سم دې د هغوى په هكله عدالت تر سره شي.

 

دا پېښه د خيټۍ  په كلي كې د يو واده په مراسمو كې په داسې حال كې تر سره شوه، چې خلك د ناوې كور ته روان و.

 

د افغانانو د ودونو د مراسمو له مخې د ناوې په راوړلو پسې يوه لويه ډله خلك ځي تر څو هغه د پلار له كوره د زوم كور ته راولي. دا مراسم د ((ورا)) په نامه ياديږي.  په ورا  كې زياتره د دواړو كورنيو ښځې اوماشومان راټوليږي.

 

د سهار په شپږ نيمو بجو ددې لپاره چې د ننګرهار له سختې ګرمۍ يي ځانونه ژغورلي وي، دې ډلې څه ناڅه درې ساعته لاره وهلې وه.

 

هغوى په لاره كې سندرې ويلې او خپل د پېړيو زوړ دود يي پرځا ىكاوه. خو يو ناڅاپه د هغوى د سندرو اوازونه د چاودونو له غږونو سره چوپ شول.

 

د خاورو او دوړو له كېناستو وروسته ولېدل شول، چې د واده د كورنۍ د لږ ترلږه ۴۴ تنو غړو دناوې ( روحمينې ) په گډون مړه پراته وه.

 

د زوم پلار، لال زرين، چې لور يي هم د وژل شوو خلكو په ډله كې وه، وويل: ((كله چې هغه ځاى ته ورسېدم، نو د لمسې زگېروي مې تر غوږه شول. هغه ويل، بابا، مرسته راسره وكړه! زه ښه يم، خو بند پاتې شوى يم.  د تيګو له ډېرۍ مې راوباسه. خو ما هيڅ هم نه شو كولاى. زه پوهېدم، چې هغه ژوندى نه پاتې كيږي. ما څه سوي كالي د هغه ترسر لاندې كړل او په خداى مې وسپارلو.))

 

د لال زرين ورور، ملك زرين د خپل كور په يوې كوچنۍ كوټې كې تلولى ګرځېده او اوښكې يې پر مخ بهېدې.

 

هغه وويل: ((يوازې موږ د خپل كور ۱۵ تنه غړي له لاسه وركړل. د ناوې د كاله اته تنه غړي مړه شول او ۲۲ تنه نور خپلوان شهيدان شول. زما وراره  عتيق الله خپل عقل له لاسه وركړى دى.))

 

زوم،عتيق الله مازې پنځلس كلن دى.  د هغه پلار د خپلې مېرمنې له مړه كېدو وروسته دهغه په واده تادي او بيړه وكړه. لال زرين د عتيق الله د واده لپاره خپله مشره لور په بدل كې وركړه. په هغو سيمو كې چې ودونه زيات ګران بيه او د خلكو له وسې وتلې وي، لوڼې په بدل كي وركول كيږي.

 

څرنګه چې د لال زرين په كاله كې كوم ښځينه غړي پاتې نه شو، نو د اخلي پخلي او د كور د نورو كارونو د سمبالولو لپاره هغوى يوچا ته اړتيا درلود.   

 

كله چې د آى ډ بليو پي آر خبريال له عتيق الله سره وكتل، نو په يوه توره كوټه كې پروت و. له ځان سره يي پس پسكې كولې او ښايي له غمه يي په څه شي ځان بوختولو.

 

هغه وويل: ((نن زما واده دى، زما ورونه او خويندې د ناوې كور ته په هغې (ناوې) پسې تللي دي. هغوى په لاره دي. كله چې راستانه شول، نو مباركي راته راكړه.))

 

د ځايي استوګنو د وينا له مخې په دېرشو دقيقو كې د عتيق الله د واده خلك پوپنا شول او هيڅوك پاتې نه شو.

 

لال زرين وويل: ((كله چې هلته ورسېدم هرې خوا ته مې د بدن ټوټې وليدې. آن پېژندلاى مې نه شوې، چې كومه ټوټه د كوم بدن ده. بس هر ځاى  مازې غوښې پرتې وې.))

 

د خيټۍ د كلي اوسيدونكي وايي، د مړو د پېژندلو هيڅ امكان نه و، له دې امله يي ۴۵ مړي په ۲۸ قبرونوكې ښخ كړل.

 

د سترګوليدلو شاهدانو وويل، پر ۴۵ تنو وژل شوو خلكو برسېره لس تنه نور ټپيان شوي و. ددې رپوټ د ليكلو پر مهال د مړو شمېره تر پنځوسو تنو پورې رسېدلې وه.

 

افغان حكومت تحقيق او پلټنه پيل كړې او د خلكو د ادعاوو د سپيناوي لپاره يي يو كميسون سيمې ته لېږلى دى.

 

د كميسون يو غړي، ډاكټر برهان الله شينواري آى ډبليو پي آر ته وويل، چې وژل شوي خلك ټول بېګناه وګړي وو.

 

هغه وويل: ((موږ د پېښې ځاى وليد. هلته پوځي كسان نه و.))

 

شينواري د عدالت په اړوند د مشرانو غوښتنه غبرګه كړه.

 

هغه وويل: ((مجرمين بايد محمكې ته راكښل شي او نورو ته د عبرت لپاره بايد محاكمه شي.  د خلكو زغم سرته رسېدلى دى. له دې زيات نور څه نه شي زغملاى.))

 

په افغانستان كې د متحده ايالتونو ترمشرۍ لاندې د ايتلافي ځواكونو وياند، ډګرمن ناتن پيرې آى ډبليو پي آر ته وويل، اردو ولسي خلكو ته د زيان د رسولو د مخنيوي لپاره هر راز هلې ځلې كوي.  دا ادعاګانې به په جدي توګه وڅيړي.

 

هغه په يوې تليفوني مركې كې وويل: ((موږ خپلې څېړنې كوو.))

 

خو هغه لكه دمخكې په څېر دا ونه ويل، چې وژل شوي خلك ټول مخالف جګړه ماران وو.

 

هغه وويل: ((زموږ څېړنه روانه ده. زيات معلومات راټولوو. دا به عدلانه قضاوت نه وي، چې كه ووايو، چې له خپلو مخكنيو بيانونو څخه اوښتي يو.))

 

په افغانستان كې ولسي خلكو ته د بهرنيو پوځونو له خوا زيان اوښتل يوه ډېره حساسه موضوع ده او ولسمشر كرزى يي دې ته اړ ايستلى، چې خپلو لويديځوالو متحدينو ته ډېر سخت اخطارونه وركړي.

 

ننګرهار نورې غميزي هم ګاللې وي. د ۲۰۰۷ كال په مارچ كې د امريكا د متحده ايالتونو سمندري ځواك په ډزو كې ۱۹ ولسي خلك ووژل شول. د متحده ايالتونو نوموړي واحد ته له افغانستان څخه د وتلو امر وشو. پوځ د پېښې په اړه  سرسري (معلومات راټول او تحقيقات) يي تر سره كړل. ددې تحقيقاتو پايلې د خلكو غوږونو ته ونه رسول شوې. 

 

يوازې  د واده د مراسمو له پيښې څخه  ۴۸ ساعته دمخه د متحده ايالتونو الوتكو د نورستان په ختيځ ولايت كې په يو كاروان باندې ډزې وكړې.

 

د نورستان والي تميم نورستاني وويل، په دې بريد كې نژدې  ۳۰ تنه ولسي كسان ووژل شول. ايتلافي ځواكونو په سيمې باندې د بمونو د اچولو په اړه له الوتكو څخه اخطاري پاڼې اچولې وې. ځايي اوسيدونكي وايي بمباري شوي موټرې د ناحكومتي موسسو اونورو غير پوځي خلكو وې، چې د اخطار له خبرېدلو وروسته له سيمې څخه وتل.

 

وروستنيو بريدونو هغه كركه يو ځل بيا تازه كړه، چې د بهرنيانو په وړاندې د ننګرهاريانو په زړونو كې پرته وه.

 

د هسكې مېنې په ولسوالۍ كې يو حكومتي چارواكي وويل: ((ايتلاف په خپل سر عمليات كوي. هغوى له حكومت څخه پوښتنه نه كوي. دا ځكه د طالبانو او القاعدې پر ځاى د واده په مراسمو باندې بريدونه كوي.))

 

په ننګرهار كې ولايتي شورا د درې ورځني ماتم اعلان وكړ او خپلې دروازې يې وتړلې. د سيمه ييزې شورا غړي د عدالت غوښتونكو له مخ پر زياتېدونكو ډلو سره يوځاى شول.

 

د ننګرهار د شورا مرستيال عبدالعزيز خيرخواه وويل: ((دا يو لاسي (عمدي) كار و. كه حكومت نه شي كولاى ددې راز پېښومخه ونيسي، بيا به نوموږ د هغى په وړاندې راپاڅيږو.))

 

د افغانستان د دفاع وزارت وياند، جنرال ظاهر عظيمي تبصره ونه كړه. د ولسمشر كرزي دفتر په عمومي توګه په هېواد كې د بهرنيو پوځونو څخه خپله ننګه يو ځل بيا تكرار كړه. سره له دې چې د ولسمشر وياند، همايون حميد زاده په ننګرهار كې د پېښې په اړوند په مستقيم ډول څه ونه ويل.  خو په يو ډول نه يو ډول يي ولسي خلكو ته د زيان رسېدا ومنله.

 

هغه د جولاى په ۱۵ په كابل كې خبريالانو ته وويل: ((موږ ددې خبرې پخلى كوو، چې په پوځي عملياتو كې ولسي خلك وژل كيږي. خودا په تصادفي توګه وي.  بهرني پوځونه زموږ ملګري او انډيوالان دي. خو له هغې سره سره بيا هم ولسي خلكو ته د زيان رسيدل غندو.))

 

د ملګرو ملتونو د يو وروستي رپوټ له مخې د ۲۰۰۸ كال په لومړيو شپږو مياشتو كې ولسي خلكو ته رسيدلى زيان د تېر كال د ورته مودې په پرتله په سلو كې ۶۰ زيات دى. په رسمي شمېرنو كې د وژل شوو خلكو شمېره ۷۰۰ تنو ته رسيدلې ده.   بشري مرستندويه موسسې په خصوصي توګه وايي چې په دې شمېر كې د كتنې وړ زياتوالى راغلى دى. ځكه زياتره قربانيان د (ياغيانو) په توګه بلل شوي، چې په حقيقت كې غير پوځيان وو.

 

په ۲۰۰۷ كال كې د ولسي خلكو او د دولت د مخالفو پوځونو وژل شوې شمېره نژدې اتو زرو تنوز ته رسېدلې وه.   

 

په افغانستان كې ولسي خلكو ته زيان له ډېر سخت غبرګون سره مخامخ كيږي.  په مشرانو جرګې كې د سناتورانو په وينا د خلكو او د بهرنيو پوځونو ترمنځ واټن له يوې ورځې څخه بلې ته مخ په پراخېدو دى.

 

د جولاى په شپږمه په كابل كې په يو مطبوعاتي كنفرانسن كې سناتور عبدالله حقيقي وويل: ((كه دا پوځونه خپله تګلاره بدله نه كړي او خپلسري عمليات ونه دروي  نو ښايي چې خلك پاڅون وكړي.))   

 

د پارلمان يو بل تن غړي، انجنير احمد زي د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا باندې غږ وكړ، چې په افغاسنتان كې بهرنيوځواكونوته قانوني محدوديت وضع  كړي.

 

هغه وويل: ((د ايتلافي ځواكونو له خوا دا بې سره عملياتونه د مرګ او بېځايه كيدنې لامل كيږي.))

 

په ننګرهار كې د خپګان څپې مخ په زياتېدو دى.

 

يو مشر په بمبارۍ كې په وينوككړو جامو، بوټانو او د وژل شوو خلكو نورو اړوندو توكو ته په ګوتې نيولو وويل: ((دا حامد كرزي ته يوسه. ورته وويه، دا د هغو ښځو سوغاتونه دي، چې له خطر سره سره په لوڅو پښو او تشه ګېډه د ټاكنو ځايونو ته راغلې او تا ته يي رايه دركړې ده. او ته هغوى ته، د ستا د بهرنيو ملګرو په درناوى،  د سوغات پر ځاى بمونه راليږې.))

 

د واقع شوې پېښې په ځاى كې د اوغز د سيمې يو قومي مشر، ملك جبارخان آى ډبليو پي آر ته وويل، دا قتلونه به خلك د طالبانو ليكو ته ورولي.

 

هغه وويل: ((موږ افغانان دومره تابعدار شوي يو، چې په خپله خاوره كې له بهرنيانو څخه تاوان نه شو اخيستلاى. هغه چا چې دا جرم سرته رسولى دى كه موږ ته ونه سپارل شي، نو له مخالفينو سره به يوځاى شو. لږ ترلږه هغوى زموږ ښځې او ماشومان نه وژني.))

 

په اوغز كې يو بل قومي مشر، ملك زرباز ګوته وڅنډله، چې دا بمبارۍ به د افغانستان دې برخې ته ډېرې ناوړې پايلې ولري، چې له پاكستان سره په پوله پروت دى. په داسې حال كې چې د اوغز په سيمې كې په پرتله ييز ډول امنيت بسيا دى، خو د پولې په پاتې برخې كې له پاكستان څخه د راتېرېدونكو ياغيانو د بريدونو له امله نارامه ده.

ملك زرباز وويل: ((كه ددې جرم مجرمين موږ ته تسليم نه كړاى شي، يا محاكمه نشي، نو موږ به له دې وروسته افغانان نه يو. موږ ددې پولې امنيت ساتلى دى.  خو په دې توګه به يي له دې وروسته ونه ساتو.))