كرزى او ګيلاني د توپېرونو د كوشېرولو لپاره هلې ځلې كوي
2008-08-23 00:54:07
داچې د دپلوماتيكو اړيكو د خرابېدو لامل هر څه وي، وي به،خو افغانستان او پاكستان يوتربله سره خورانژدې تړاو لري.
په كابل كې د آى ډبليو پي آر د خبريال،حفيظ الله ګردش ليكنه
دا يوازې يوه تشريفاتي غونډه نه وه، بلكې لږ تر لږه د پاكستان او افغانستان د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو بيا پيل و.
افغان ولسمشر كرزي د جولاى په نيمايي كې په كابل كې د هند په سفارت باندې د يو بمي بريد له امله پرپاکستان باندې سخته نيوکه وکړه او هغه هيواد يي پدې پېښه کې په لاس لرلو تورن کړ له همدې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيكې سړې شوې. افغان ولسشمر حامد كرزي د اګست په درېمه نېټه دپاكستان له صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني سره د سبا ناري پر مهال يوه غونډه درلوده، ترڅو د ترهګرۍ او بنسټپالۍ په وړاندې مبارزه لا پسې همغږې كړي.
دوى دواړو د سويلي اسيا د سيمه ييزې همكارۍ SAARC په ۱۵ نوبتي
غونډې كې په كولمبو كې سره وكتل. په دې غونډې كې سيمه ييز مشران راغوڼديږي، چې د دپلوماسۍ پرځاى د راكړې وركړې او ګډو مرستو لارې چارې ولټول شي.
د سريلانكا په پلازمېنې كې د پاكستان اوهند په دوامدارې اوزړې ډرامې باندې هم خبرې اترې وشوې، چې تر منځ سيالي يې اوس بهر په افغانستان كې هم را برسېره كيږي.
په كابل كې د جولاى د اوومې نېټې بمي بريد د هند سفارت په نښه كړ ، له ۵۰ تنو څخه زيات يې مړه او له ۱۵۰ څخه زيات يې ټپيان كړل. دوه هندي دپليوماتان هم د مړو شوو خلكو په كتا ركې وو.
افغانستان له ځنډ پرته د ملامتۍ ګوته د پاكستان پوځي استخباراتو (آى آيس آى) ته ونيوه، چې د كابل په وينا له ډېر پخوا څخه په افغاسنتان كې ترهګرۍ ته لمن وهي. دا پلا د خبرو لهجه خورا تونده اوترخه وه، چې د جون د مياشتې په نيمايي كې كرزي ګواښ كړى و، كه د هغوى ختيځ ګاونډى پاكستان د ناڅرګندې پولې په اوږدو كې د بنسټپالۍ د بندولو لپاره په خلاص زړه ګام پورته نه كړي، نو بريد به ورباندې وكړي.
هند هم د خپل سفارت په مخ كې د بمي بريد پړه په پاكستان واړوله او د اګست د مياشتې په لومړۍ د امريكا متحده ايالتونه هم په دې ډله كې ورګډ شول. د امريكا استخباراتي مامورينو د نيويارك ټايمز ورځپاڼې ته وويل، هغوى داسې لاسوندي په لاس كې لري، چې د آى ايس آى مامورينو بم اولوځونكو ته مرسته او لارښوونه چمتو كړې وه او داسې ګومان كيږي، چې دغه ډله په جلال الدين حقانې پورې تړلې وه. حقاني په پاكستان كې د پټېدو خوندي ځاى لري.
د جولاى په ۱۴ د افغانستان كابينې پرېكړه وكړه، چې له پاكستان سره ټولې خبرې وځنډوي. مخكينۍ پلان شوې غونډې دې ترهغه پورې وځنډول شي، تر څو (دوه اړخيز باور) بېرته اعاده شوى نه وي.
د ولسمشر وياند، همايون حميد زاده د جولاى په نيمايي كې يوې خبري غونډې ته وويل: ((موږ له پاكستان سره خپلې ټولې اړيكې نه دې پرې كړي. پرېكړه داسې شوې وه، چې په راتلونكې څو اوونيو كې به (خبرې نه كوو). موږ هيله لرو متقابل لورى په خپله رښتينولي څرګنده كړي.))
پاكستان په بريد كې هرډول لاس لرل رد كړي دي. ګيلاني په كولمبو كې له خپل هندي سيال، من موهن سنګهـ سره په خبرو كې وويل، د هغه حكومت به ددې پېښې په اړوند خپله څېړنه سرته ورسوي، خو د دپاکستان د اطلاعاتو وزير رحمن رسنيو ته وويل په آى ايس آى كې يوشمېر افرادشته، چې له طالبانو سره همدردي لري.
تر يوې كچې دا د كرزي لپاره بس وه، چې له ګيلاني سره په كولمبو كې كينې او په خپل منځي توپيرونو باندې خبرې اترې وكړي. توپير نه كوي، چې د هغوى دپلوماتيكې اړيكې په څه شي خرابې شوې، دا دواړه هېوادونه يو له بل سره له ډېرو خواوو تړ ل شوي دي او د كرزي مخ په زياتېدونكي دښمنانه څرګندونې دې ته ورته كيږي، چې يو څوك د چا پوزه د بل چا په مخ باندې كيږدي.
افغان سياسي شنونكي احمد سعيدي وويل: ((په پاكستان باندې شفاهي او د الفاظو بريد يا د اړيكو پرې كول كومه ګټه نه لري. وزيرانو بايد د خپلې پرېكړې سياسي او اقتصادي پايلو ته پام كړى واى. زما په اند ښايي زياتره وزيران به په دې نه پوهېدل چې موخه څه ده. هغوى مازې خپل لاسونه پورته كړي وو.))
سعيدي وويل، د افغانستان په سلو كې اتيا خواړه له پاكستان څخه راځي. ((حكومت بايد له خبرو سره له بايكاټ دمخه په متبادلو لارو غور كړى واى. البته موږ كولاى شو له پاكستان څخه يو شمېر مالونه رانه وړو، خونه شو كولاى خولې وګنډو او هيڅ شى ونه خورو.))
هغه وويل البته پاكستان هم له خطر سره مخامخ دى، چې له افغانستان سره د اړيكو په پرې كولو يو موجود بازار له لاسه وركوي. هغه وويل: ((پاكستان د خپلو ټيټ كيفيته محصولاتو لپاره بل بازار نه لري. پاكستان به هم زيان وگوري.))
افغانستان له ډېرې مودې راهيسي د هغو هېوادونو ترمنځ د لوبو ډګر دى، چې د خپلو توپيرونو د هوارولو لپاره جنګيږي. د پېړيو په اوږدو كې د روسيې او لويې برتانيې او هند تر منځ (په ۱۹۸۰ كلونو كې) د (سترې لوبې) ډګر و. د امريكا د متحده ايالتونو او روسيې ترمنځ د جنګ ميدا ن و. اوس هند او پاكستان ته وار رسيدلى، چې مركزي اسيا هېوادونو ته د رسېدو لپاره ځانونه د شطرنج په سياسي لوبې كې ښكېل دي.
هند د كرزي حكومت سره د پاكستان په اند په مركزي اسيا كې د يوې واحدې اسلامي جبهې په وړاندې د يو قوي ديوال په توګه د زړه له خلاصه ملاتړ كوي.
له بلې خوا پاكستان په خپل وار په سيمې كې د هند د مينې او علاقې په اړه ژوره اندېښنه لري او په دودېز ډول يي په افغانستان كې له اسلامي راديكالو عناصرو سره پرله پسې مرسته كوي. پاكستان له هغو درېو دولتونو څخه و، چې د طالبانو رژيم يي په رسميت پېژندلى و.
افغان ولسمشر دا ثابته كړې ده، چې په خبرو اترو كې هغومره څرګند نه دى او لامل يي دادى، چې په خپل كور كې له پوره ملاتړ څخه برخمن نه دى.
سياسي شنونكي او د ارادې د ورځپاڼې چلوونكي، فضل الرحمن اوريا وويل: ((د كرزي حكومت پاتې راغلى دى. دا خبره اوس د كور دننه او بهر هر چا ته څرګنده ده. اوس كرزى غواړي په خپلو ټولو ستونزو باندې د پردې اچولو لپاره د خلكو پام په پاكستان باندې بريد كولو ته واړوي. افغانان د پاكستان حكومت نه خوښوي، په دې توګه كرزى هڅه كوي د رايي وركوونكو تمايل ځانته راواړوي.))
په پام كې ده، چې په افغانستان كې ټولټاكنې په راتلونكي كال كې تر سره شي. سياسي هوا له وړاندې توده شوې ده. اوريا وويل، له پاكستان سره د غونډو فسخ كول يو عجيب كار و، په تېره بيا چې لا له وړاندې پاكستان په يو اړخيز ډول له افغان حكومت سره غونډې فسخ كړي دي.
نوموړي زياته كړه، پرېكړه پوځي او امنيتي پايلې لري، چې كېداى شي افغانستان ته زيانمنې وي. هغه وويل: ((پاكستان له افغانستان سره په پوله خپل سرتيري ځاى په ځاى كړي دي او آى ايس آى له عراق څخه القاعده افغانستان ته رااړوي.))
هغه وويل، په دې كاواكه وخت كې دا عاقلانه نه وه، چې د همكارۍ پرځاى تقابل ته لاس واچول شي
د سوداګرۍ د خونو غړي، حميدالله فاروقي د پرېكړې هركلى وكړ.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((حكومت د اړتيا له مخې دا ګام پورته كړى دى. د پاكستان پوځي او استخباراتي حلقې دومره غښتلي لاسوهنه كوي، چې افغان حكومت بله لاره نه لري.))
هغه وويل، د اړيكو پرېكړه به د پولې دواړو خواوو كې پرتو خلكو ته اقتصادي زيانونه او ستونزې رامنځته كړي.
هغه وويل: ((افغانستان يو استهلاكي هېواد دى. په سلو كې مو اتيا واردات پاكستاني دى. كه پولې وتړل شي، موږ ښايي وكړاى شو، چې خپل اكمالات له شمال يا لويديځ څخه چمتو كړو. پاكستان هركال له افغانستان سره په سوداګرۍ كې د كال دوه مليارډه ډالره ګټه كوي. كه هغوى دا ګټه له لاسه وركړي، نو دهغوى په مخ به يوه څپېړه وي.))
افغانسنتان ته د سوداګري راتلونكې ليكې په پاكستان كې زياتره له بې قانونه سيمو څخه تېرېږي. دا سيمې قبايلي سيمې دي او مركزي حكومت په هغې باندې هيڅ كنترول نه لري.
د رسنيو رپوټونه څرګندوي، د قبايلي سيمو بنسټپالو، چې په افغانستان كې يې د بهرنيو پوځونو په وړاندې د جهاد په اړه د خپلو ژمنو پخلى كړى دى، ايتلافي پوځونو ته د مالونو د وړلو راوړلو په اړه اخطار وركړى دى. په تېرو څو اوونيو كې په پاكستان سره پولې ته څېرمه د افغانستان په ختيزه برخه كې څو ټانكرونه چې نړيوالو پوځونو ته يي تيل لېږدول، تربرېد لاندې راغلل.
افغان سوداګر محمد صديق وويل، ده او دده انډيوالانو ته اخطارونه وركړ شوي دي. زيات شمېر چلوونكو له دې امله د مالونو له راوړلو څخه ډډه كړې. ددې كار دوام د زياتو پيسو غوښتنه كوي.
هغه لكه د خپلو نورو ډېرو هېوادوالو په څېر په دې پېښه كې د آى ايس آى لاس ګوري او په كرزي باندې د فشار له امله پړه اچوي.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((په پوره ډاډ ويلى شم، چې طالبانو دا اخطار د آى ايس آى په لمسه وركړى. هغوى غواړي افغان حكومت ته ووايي ’ښه، تاسوموږ ته ګواښونه كوئ، موږ په تاسو خواړه بندوو. موږ په تېرو شپږو كلونوكې د كرزي له تګلارو څخه ښه ورځ نه ده ليدلي. كه زور نه لري، نو چيغې ولې وهې؟))
د مؤمن خان په نوم يو ښوونكي دا خبره مني.
هغه وويل: ((په پاكستان باندې د كرزي شفاهي بريدونه او د (غنډو د فسخ كولو) په هكله د كابېنې پرېكړه د ماشومانو لوبو ته پاتې كيږي. ماشومان يوه شېبه له يو بل سره جنګ كوي، خو بله شېبه بيا سره لوبې كوي. كرزي ته زما مشوره داده چې ’غلى اوسي او ډېرې خبرې دې نه كوي. ستا خبرې يوازې زيانونه راوړي.))