د ٨٤ کلن سړي ٨٦ ميرمني

په نايجريا کي  ٨٤ کلن محمد بيلو ابوبکر دا وخت ٨٤ښځي لري د ٨٦ ښځو د لرلو سره سره بيا هم نارينوو ته هم دا يوه مشوره ورکوي چي د هغه واده دي د مثال په توګه نه کاروي داسي هم نده چي هغه خپل ٨٦ ودونو پښيمانه دى .

محمد بيل ابوبکر د ٨٦ ښځو څخه ١٧٠ اولادونه لري د هغه سره په نايجريا کي اوسيږي .

ابو بکر واىى ((د الله تعالي په فضل سره زه د خپلو ټولو ميرمنو سره خوشحاله او په امن کي اوسم )) هغه زياتوي که چيري يو کس لس ودونه وکړي د هغه ژوند ستونزمن کيږي ليکن الله تعالي ماته دومره توان راکړى دى چي زه ٨٦ ښځي پالم هغه وويل زما په لاس د ناروغيو څخه د خلاصون وروسته دده ښځو دده سره واده کړى دى هغه وويل (( زه هيڅکله د ښځو په پلټنه پسي نه يم تللى هغوى ماته راځي .

ليکن د نايجريا اسلامي مشرانو د هغه ددې خبري څخه انکار وکړ  د هغه د زياترو ميرمنو عمرونه د ٢٥ کاله څخه کښته دي او د ابوبکر ميرمنو ويلي دي چي دوى ابو بکر ته د خپلي ناروغۍ د تداوي لپاره راغلى وې او دهغه د تداوي سره دوى صحت موندلى دى د هغه يوې ميرمني شريفت بيلو وويل (( زما د سر درد نه ورکيدى ليکن څه وخت چي زه هغه ته راغلم زما د سر درد په ورکيدو سو او الله تعالي ماته په زړه کي واچول چي  د هغه سره د واده کولو وخت راغلى دى ))د واده په وخت کي د شريفت عمر ٢٥ کاله او د ابوبکر عمر ٧٤ کاله وو .

د ابو بکر ميرمني نه کومه وضيفه لري او نه هم د معاش کومه اسره ،   ديوه وخت د ډوډۍ خوړلو لپاره دوى د ١٢ کيلو ورجو درې خلتې استعمالوي او د هري ورځي د خوراک لګښت يې ٩١٥ ډالره کيږي