ميرمن صفيه حليم په پيښور کي زيږيدلې او زده کړي يې هم په پيښور کي کړي دي او هم هلته د يوې ښونځۍ ښوونکې وه .
صفيه وايي ما پښتو په ښونځۍ کي نده زده کړېما ته مي خپل پلار را ښودلې ده .
اغلي د انګليسي ژبپوهني ماسټري په سکاټلين کي تر لاسه کړې دهد څو لسيزو را هيسي د بي بي سي سره کار کوي صفيه لومړۍ ښځه وه چي د بي بي سي د پښتو څانکي څخه يې اواز خپور سو په دې وروستيو کلونو کي يې د بي بي سي پښتو څانګي مشري هم په غاړه اخستې وه .
صفيه دا مهال د بي بي سي پر ځينو ځانګړو پروګرامونو کار کوي د هغو څخه يو يې ( تاريخ او ژوند ) دى د بي بي سي ( پښتانه په هند کي ) پروګرام غواړي په ليکلې بڼه چاپ کړي .
اغلې د پښتو ژبي تکړه ليکواله هم ده چي تر دا مهاله يې شپږ اثره چاپ سوي دي ميرمن حليم په پښتو ژبه لنډي کيسې او يو ناول کښلى دى د لنډو کيسو يې دوې ټولګي چاپ سوي دي د ( سند باد ) په نامه يې د ماشو مانو لپاره د فلکلوريکو کيسو يوه ژباړههم چاپ کړې ده، د (ښکلي کتاب ) په نامه يې د ښکلو نثرونو مجموعه څو کاله وړاندي چاپ سوه اوس مهال يې د پښتو په ګڼو خپرونو کي ګڼي ليکني خپريږي
نور تاسو په تمه کي نه پريږدم دا هم تاسو او دا هم د ميرمن صفيه حليم مرکه چي په لندن کي عزيز احمد تسل ورسره کړې ده .
ځواب : زما خيال دى ښځه او نر دواړه که غواړې چي ليکواله شي نو د ليکوالۍ نه وړاندي مطالعه ډيره ضروري ده زما خيال دى دا د خداى پاک له طرف نه يو استعداد هم وي نو کله چي ته مطالعه کوي کتابونه لولې د هغې سره يو خو ژبه ښه کيږي او بل ته ګورې چي ياني نورو خلکو څه شى ليکلى دى په کومو شيانو په کوم ډګر کي کوم خيالات خلکو پر کاغر باندي ليکلي دي زما خپل ژوند داسي دى چي ماشومتوب نهزموږ خپل کور کي کتابونه ډير وو پلار به مي کتابونه لوستل زموږ لپاره به يې مجلې را وړلې که څه هم هغه به يا په اوردو ژبه کي وې يا به انګريزي ژبه کي وې ولي چي زه په پيښور کي زيږيدلې يمه په پيښور کي پښتو ژبه په سکولونو کي درسي ژبه نده ، نو موږ کور ته پښتو زده کړې ده نو هر قسم کتابونه وو زموږ لپاره کور کي نو هغه کتابونه چي به موږ را اخستل پوهيدلو به هم نه يوازي عکسونه به مو کتل نو رو رو دې سره زه عادته سومه او مطالعه مي شروع کړه زما کيسې ډيري خوښېدې بس ماشوموالي نه به مي کيسې لوستلې هر کتاب کي چي به کيسه وه هغه به مي را اخستل نو دا ډيره ضرور ده چي خلک دي اول مطالعه وکړي که څوک غواړي چي مثلاً لنډي کيسې وليکي ځکه ما لنډي کيسې ډيري ليکلي دي نو کيسې دي ولولي و دي ګوري چي نورو خلکو څه شى ليکلي دي کوم شى يې خوښيږي کومي کيسې چي ما ماشومتوب کي لوستي دي هغه دومره ښه کيسه ما لوستې ده چي اوسه پوري زما نه هيرږي اوس مي هم ياد ده .
نو کيسه ډير يو قوي ميډيم دى چي هغه د انسان په ژوند بآندي د هغه په ذهن باندي ډير تاثير کوي ځکه زما کيسې ډير خوښيږي موږ په ژورناليزم کي هم کيسې وايو نه ( سټوري ) چي ورته وايي کنه ! نيوز سټوري چي ورته وايي
ځواب : ښځينه ليکوالاني زموږ په ژبه کي خو ډيري کمي دي خو چي کومي مي کتلي دي هغوى ډيري ښې ليکني کوي او کوم چي نوي ځواناني ديژبه ورسره ډيره ښه ژبه وي ځکه ښځي ژبه ساتي کليو کي چي ښځي کومه ژبه وايي هغه ښار کي ته نه اورې نو د کليو هغه ساده ژبه چي وي هغه ډير اثر کوياو ماته چي اکثر نوې ليکواله راشي چي زه څنګه وليکمه ؟ نو زه وايمه چي څنګه ژبه وايي هغسي وليکه هغه ډير سوچه ژبه ده ښآري ژبه مه ليکه زموږ يو مشکل دادى چي خلک داسي فکر کوي که چيري زه ادبي ټکي پکي وليکم يا ګران ټکي پکي وليکم خلک به وايي چي ددې علم ډير دى حلانکه د هغې برعکس خبره ده خلک ساده ژبه خوښوي کوم شى چي عادي ژبه کي ليکل سوى وي هغه زړه باندي هم اثر کوي او خلک وربآندي پوهيږي .
نو زما خيال دى چي زه ښځو ته به هم دغه ووايم چي د هغوى ژبه ډيره خوږه ژبه ده ډيره روانه ژبه ده هم هغه شي دي و ليکي ډيري پيچلي کيسې دي نه ليکلي زه پخپله هم کله کله دا کار کوم چي کيسه شروع کړمه بيا نه ختميږي نو ددې نه ښه ده هغه کيسه چي پيچلې شي هغه دي ناول کي اوږده کيسه خو لنډه کيسه نده لڼده کيسه ډيره لنډه وي
او دريمه خبره چي ده د انسان چي خپل فطرت چي کوم دى د هغه خپل سوچ چي کوم دى هغه ضرور په کيسه کي راځي نو ښځي چي بيا دي هغوى د خپل هغه احساس د پټولو کوشش کوي نو کله چي ته کوم شى غواړى وليکې او هغه نه ليکې نو بيا کيسه خرابيږي نو کوم انسان چي په ډير اخلاص سره سوچ کوي يا احساس کويهغه دي وليکي دغه ټکي دي .
پوښتنه : زياتره انجوني ښځيغواړي د ځان نه ليکوالي جوړي کړي ، واى زه بايد شاعره سمه ستاسو اندڅنګه دى شروع کول د شعر ياني دا لازمي دي او کنه هغه هم يو زوق دى ؟
ځواب : نه نه ما نه چي څو ځلي خلکو پوښتنه کړې چي ته شعر ولي نه ليکې زه شعر ډير په تکليف ليکم ليکلى يې شمه خو زه يې نه ليکمه ځکه چي شعر زماپه خيال چي داشي استعداد دى چي هر څوک يې نه لري زما په شان که هر څوک و هم غواړي هغه شاعر کيدى نه شي ما شعر ليکلى دى خو ډير خراب شعر مي ليکلى دى ځکه يې نه ليکمه ( د خبرو منځ کي خندا) نو د شعر استعداد بيل دى هغه بيل شى دى اودا چي کيسې دي ښځي ډيرې ښې کيسې ليکي ځکه ښځو سره کيسې ډير وي زه کليو کي اکثر ګورمه چي د يو ښځي سره کښينمه او هغه راته شروع شي د ورځي حال چي راته وايي دومره ښکلې هغه کيسه راته بيا ن کړې چي زه وايم کاش چي دې سبق ويلى واى دا کيسه به يې ليکلې واى ځکه ښځي ډير کيسه ماري وي کنه! ډيري ښې کيسې کئ نو شعر استعداد دىهغه هر څوک نشي کولاى .
ځواب : په ځينو کورونو کي ما ليدلي دي چي سړي لوستي وي وروڼه يې سبق وايي ما داسي انجوني ليدلي دي چي د وروڼو کتابونه را اخلي او هغه لولي دا سي هم نده چي په دې يويشتمه پيړۍ کي به چا کاغر نه وي ليدلى يا به يې کتاب نه وي ليدلى او بله خبره داده چي زموږ خلک ډير مذهبي خلک دي د قران لوستل خو کورونو کي کيږي د قران لوستل چي دي ډيره مرسته کوي د مطالعې سره ما خپله چي قران مي شورع کى زه د ٦ يا ٧ کالو ومه چي ماته يې اول ځل سپاره را کړه( اليف بې ) او زه يې و ليږلمه استاذي ته چي کښينه سپاره ووايه ( قاعده بغدادي ) يې راته راکړله نو ما عربي نه شروع کړله نو هغه بيا دادى چي ته قران لولې کنه ؟ پوهيږو خو موږ ورباندي نه ځکه عربى کي يې لولو خو دادى چي د هغې سره ستا د هغه لوست استعداد زياتيږي ، ته بيا بله ژبه لوستلى شي زموږ ژبه هم عربي توري دي کنه ؟ نو هغه بيا ته لوستلى سې .
ما په کليو کي داسي جنکۍ ليدلي دي چي هغوى هيڅ بهر هم نه وي وتلي او هغوى لوست کولي شي پښتو کتابونه لوستلى شي او هغوى وايي چي موږ قران لوستى دى نو پښتو کتاب هم لوستلى شو ، نو امکانات پخپله ځان ته برابرييکه شوق ولري يو خو دادى د شوق خبره ده او که شوق و نه لري نو بيا نشي کولاى هغه که بيا سکول ته هم و ليږې نو هلته درس نشي ويلاى ( لڼده خندا ) .
پوښتنه : يعني جامعه په سړي باندي تاثيرنه کوي که سړۍ لندن او افغانستان سره پرتله کړي ، که يو څوک په کلي کي ناست وي هغه به ښه ليکوال جوړ شي او کنه څوک داسي پرمختللى نړۍ کي ناست وي تاسو غوندي ؟
ځواب : دا خو زما خيال دى يو خو د شوق خبره ده ، يو د استعداد خبره ده او يو د امکاناتو خبره ده بعضي خلک امکانات ورته نوي برابر خو بيا هم ځان يو نه يو ځاى ته ورسوي او بعضي خلک بيا که امکانات هم ورته برابر نه وي که اسعتداد هم لري نو هغه بيا څه نشي کولاى ، په کليو کي داسي ډيري جنکۍ دي چي ښه با استعداده جنکۍ وي خو امکان ورته نوي د هغوى د ژوند شرايط داسي دي چي نشي کولاى ، خو بيا هم شعور پکې وي خو دې کي بيا زه د سړو رول ډير مهم ګڼمه چي هغوى مثلاً ورسره مرسته کولاى شي او ښځي چي هغه ځاى ته رسيدلي دي چي مثلاً ليکوالاني سوې نو هغوى سره سړو ډيره مرسته کړې ده زما سره زما پلار ډيره مرسته کړې ده وروڼو مي ډيره مرسته کړې ده ځکه هغوى زه تشويقولم نو بيا د سړو رول ډير مهم دى .
ځواب : ما وويل په هغه ځايو کي چي مکتب نشته دى يا کتاب نشته دى او يا نور امکانات نشته دى ، نو بيا ريډيو يو ډير ښه معلم دىتعليم لپاره، مثلاً ريډيو کي که څوک يو سياسي پروګرام هم اوري يا يو خبر هم اوري نو هغې کي هم يو تعليم دى_ دنيا کي څه روان دي ؟ دا د دنيا ټول خبرونه خو په ريډيو کي دي کنه؟ موږ چي ماشومان وو موږ به ريډيو اوريده بعضي خلک وايي سندري زه وايم هغه سندرو کي هم ژبه شته دى ، شريعت شته دى پکي موسقي شته دى پکي . نو د ماشوم په ژوند باندي د ماشوم په ذهن باندي ريډيو ډير اثر کئ که هر شى هغه اوري که تلاوت اوري يا مثلاً سندري اوري ياتعلمي پروګرام اوري يا ډرامه اوريموږ چي واړه وو په هغه وخت کي ټلي ويژن نه وو چي د ريډيو ډرامې به موږ ډيري په شوق اوريدلې هغې کي نو بيا هغه خبره ده چي کسې به راوتلې او کيسې به موږ اوريدلې چي دې ډرامه کي دا کيسه ده . نو ريډيو يوه ديره قوي وسيله ده .
پوښتنه : صفيه حليم ! ستاسو زياتره اثرونه ما ليدلي دي لنډو کيسو سره مو زه اشنا يمه څو کتابونه مو چاپ کړي دي په دې اړه را ته وواياست ؟
ځواب پنځه شپږ کتابونه چاپ سوي دي دوه ناولونه دي او اوس زه ريسرچ کومه زه هندستان ته تلې ومه د هندستان د پښتنو په اړه مي يو ريسرچ کړى وو ، هغې ته اوس کتابي شکل ورکومه يو ټوک د هغه تيار دى چي د ګوپال پښتانه دي اوس پنجاب کي يو وړوکى غوندي رياست دى (ماليرکوټله )هلته پښتانه د بهلول لودي په وخت کي تلي وواو هلته ميشت شوي وو هغلته زه لا ړمه نو اوس هغه باندي لګيا يمه سرچ کومه او( يو پي ، بيهار او پټنه او د شيرشا سوري ) هغه به وروستو راځي .
زما اول کتاب چي چاپ سوى دى هغه په انګريزي ژبه کي هم دلته په برتاينه کي چاپ سوى دى هغه هم دژبپوهني په اړه وو .
پوښتنه : دغه لار مو ولي و نيوله ؟
ځواب : تاريخ کيسه ده ګوره ما درته وويل چي زې زې ابازو له به رازې زما کيسه ډيره خوښه ده نو تاريخ خو کيسه دهماشوموالي نه چي به ما کيسې لوستلې هغې کي به تاريخي کتابونه هم راغلل هغه تاريخ چي به ما لوستو هغه به ډير خوند را کاوه ځکه تاريخ خو کيسه وه ، د مغلو تاريخ وو ، د لوديانو تاريخ وو موږ خو دا ټول تاريخونه لوستي دي نو تاريخ مي ډير خوښيدى تاريخ هميشه زما مضمون پاته سوى دى سکول کي هم او کالج کي هم . نو بيا چي زه ولاړم ريسرچ مي شروع کړ او مطالعه به مي هم ورسره کوله کتابونه به مي لوستل ما ته خلکو وويل چي لاړلې هلته نو کتاب وليکه ځکه ما رپوټ ليکلى وو ريسرچ چي يو واري سړى شورع کړي نو بيا ته په کي عرق يې اوس هغې نه را وتل نشته دى ځکه دا هم يوه کيسه ده کيسې په شکل يې ليکمه ځکه تاريخ هم يو کيسه ده چي په ښه طريقه وويل شي
ځواب : نو زه خو نيمه تلې هلمند ته ډير مي ارمان دى چي لاړه شمه او وګورمه دا تا ريخي سيمه ځکه د هلمند په اړه مي ډيره مطالعه کړې ده ډير شيان مي لوستي دي هغه تاريخي ځايونه چي يوازي کتابونو کي مي د هغه ذکر اوريدلى دى .
نو هلمندوالو ته به هم دغه ووايمه چي دعا وکړئ چي زه درشمه نژدې نه هلمند وګورمه او دهلمند خلک وګورمه . او خداى دي ارامي راولي زموږ سيمه چي ده بدبختانه د جنګونو له وجي داسي حالات جوړ سوي دي چي خپله خپل خلک هلته نشي تلاى دا سيمي زموږ دي او زه ورته نشمه تلاى نو زما بس دغه ارمان دى چي ارامي راشي او زه لاړه شمه او دغه ځايونه وګورم .