هلمنديان د طالبانو د کنترول له ټينګېدو څخه ډاريږي
2008-10-26 01:41:15
د هلمند اوسيدونکي داسې انګيري چې ګوندې ياغيان د ولايت بشپړه نيولو ته نژدې شوي دي، خو چارواکي په شا باندې د هغوى د تمبولو ادعا کوي.
په هلمند كې د آى ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالانو ليکنه
داسې بريښي د هلمند چارواکي او نړيوال کارکوونکي زيار باسي ترڅو د طالبانو د وروستيو بريو په اړه په ځايي ډار باندې برغولى کښيږدي، چې ويل کيږي د ولايتي مرکز څنډو ته رسيدلي دي.
تېره مياشت لښکرګاه ته نژدې پرتې ولسوالۍ کې د نښتو له امله تښتېدلي افغانان وايي، چې د طالبانو حلقه له ولايتي مرکز څخه ګرچاپېره ټينګه راتاوه شوې ده. زياترو خلکو په ښار کې پنا اخيستې، چې د نورو سيمو په پرتله يې امنيت خوندي دى.
جګړې نورې د هلمند په ليرو پرتو سيمو پورې محدودې نه دي او د طالبانو بريدونه د ولايتي مرکز څو کيلومترۍ ته رسيدلي دي. لښکرګاه ته نژدې د هلمند سيند اوس له طالبانو سره د جګړې لومړۍ ليکه جوړوي.
د رپوټونو له مخې په وروستيو نښتو پسې وروسته طالبان د نادعلي ولسوالۍ ښايسته زياته برخه په لاس کې لري، چې د اګست په وروستيو ورځو کې يي د هغه ولايت مرکز د يوې لنډې مودې لپاره نيولى او يو شمېر زيات اوسيدونکي يي تېښتې ته اړ ايستلي وو.
ځايي مامورين او د برتانوي اردو استازي، چې د ولايت د حمايت د نده ورته په غاړه ده، زيار باسي ترڅو د امنيت د خرابوالي خبره بابېزه وبولي او په شا باندې د طالبانو د تمبولو ټينګار کوي.
د افغانستان په سويل کې د هلمند ولايت، چې په يوازې سر د نړۍ په سلو کې ايتا هيرويين توليدوي له دوو کلونو راهيسې د تاوتريخوالي مرکز دى. اوس د جګړه ځپلو کورنيو د وينا له مخې طالبانو د ولايت د بشپړه نيولو لپاره متې بډ وهلي دي.
.
پخوا داسې انګېرل کېدل، د نادعلي ولسوالۍ چې له لښکرګاه څخه مازې لس کيلومتره وړاندې پرته ده، له ياغيانو پاکه ده. اوس هغه خلک چې کورونه يې پريښي دي وايي، چې طالبان په بشپړ ډول سيمې ته ننوتلي دي او کله ناکله سختې جګړې تر سره کيږي. د زياترو خلکو د وينا له مخې د درېو اوونيو راهيسې بشپړ سقوط ته نژدې شوې ده.
د نادعلي يومشهور قومي مشر، عبدالاحد هلمندوال وويل، چې د ولسوالۍ مرکز د اګست په ٢٢ تر بريد لاندې راغى او مارجې ته څېرمه د پوليسو دوه پرتې پوستې له منځه لاړې. د سترګو لېدلې شاهدان وايي چې طالبان د ولسوالۍ په بازار کې د هټيو په بامونو باندې ولاړ او د ولسوالۍ په ودانۍ باندې يې ډزې کولې، په داسې حال کې چې پوليسو په ولسوالۍ کې خوار خوار کتل او د تېښتې وسه يي نه لرله.
هلمندوال د جمعې په ورځ د اګست په ٢٢ په يوې تليفوني مرکې کې آى ډبليو پي آر ته وويل: ((نن سهار په نادعلي کې جګړه پيل شوه. ورو، ورو د ولسوالۍ په مرکز باندې کړۍ تنګه شوه. په پاى کې طالبانو د مرکز په ٤٠٠ مترۍ کې توقف وکړ او ويې نه شو کړاى، چې مخکې لاړ شي.))
نوموړي زياته کړه: ((د ولسوالۍ مرکز له مارجې او همدارنګه د ولسوالۍ د تالاشۍ له نورو پوستو څخه له راتښتېدلو پوليسو ډک و، چې نادعلي ته د جګړې د مقابلې لپاره راغلي وو.))
لږ وروسته د ماسپښين په يوې بجې ځايي خلکو آى ډبليو پي آر ته تليفونونه پيل کړل او ويل يې چې جګړه ډېره خونړۍ شوې ده.
د نادعلي د ولسوالۍ د شين کلي يو اوسيدونکي، عبدالحکيم وويل: ((زموږ په حال تاسف دى. په لسګونو کورنۍ له خپلو کورونو څخه تښتېدلي دي. نه پوهيږم، څومره خلک به وژل شوي وي، خو يو زيات شمېر څاروي مړه شوي دي. په هرځاى کې د خلکو په کورونو کې پوچې ګولۍ پرتې دي))
د ماسپښين په دوو بجو طالبانو د نادعلي د ولسوالۍ د بشپړه نيولو ادعا وکړه.
د ملاعزت په نامه د طالبانو يوځايي قوماندان آى ډبليو پي آر ته د خپل بري د څرګندولو په اړه تليفون وکړ او ويې ويل: ((موږ د ولسوالۍ له مرکز پرته نوره ټوله ولسوالۍ په بشړ ډول نيولې ده.))
په ولسوالۍ کې بند پوليس مرستې ته سترګې له لار ه وو، خو هغوى ژر راونه رسيدل.
يو چارواکي د نوم د نه ښوولو په اړه وويل: ((د ايساف مرسته ونه رسېده. يوازې ماښام ناوخته راغلل او محاصره يې ماته کړه.))
دا خبره د حکومتي چارواکو او نړيوالو امنيتي مرستندويو ځواکونو، ايساف، له څرګندونو سره ډېر توپير لري. هغوى د وضعې د دومره خرابوالي خبره نه مني.
د نادعلي ولسوال، حبيب الله د اګست په ٢٢ ماښام له آى ډبليو پي آر سره په يوې تليفوني مرکې کې وويل: ((نادعلي محاصره نه دى. خو جګړه لا هلته تر اوسه روانه ده. پوليس او افغان ملي اردو له طالبانو سره په جګړې کې ښکېل دي. موږ له بهرنيانو سره مستقيمې اړيکې نه دې نيولي. موږ د امنيې له قوماندان څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.))
د امنيي قوماندان، حسين انډيوال هم جګړه بابېزه وبلله او ويې ويل حالت تر کنترول لاندې دى.
انډيوال د اګست په ٢٣ ورځې سهار د تليفون له لارې آى ډبليو پي آر ته وويل ((د پرون راهيسې عمليات روان دي. پوليسو او د ملي اردو سرتېرو ته تر اوسه د سر زيان نه دى رسېدلى. طالبانو ته د زيان په اړه معلومات نه لرم.خو په ولايت کې هر څه سم دي.))
هغه د مارجې د سقوط خبره رد کړه.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((ټوله مارجه د طالبانو تر کنترول لاندې نه ده. يوازې د پوليسو دوه پوستې بل ځاى ته تللي دي، چې د طالبانو تر پرله پسې بريد لاندې وې. موږ اوس بېرته د هغوى د نيولو لپاره کار کوو.))
انډيوال وويل، چې وضعه خطرناکه نه ده.
هغه وويل: ((مارجه يوه کوچنۍ سيمه ده. هغه ډېره شنه او ښايسته وه. يوه ليسه يې درلوده، خو اوس طالبانو خاورې ايرې کړې ده.))
د امنيې قوماندان ومنله، چې پوليسو له ايساف څخه مرسته نه وه غوښتې.
هغه وويل د هلمند اوسيدونکي د هغو اوازو قرباني شوي، چې پخپله طالبانو خپرې کړې دي ((موږ فکر نه کولو چې د ايساف د ښکېلتيا لپاره به اړتيا وي.)).
انډيوال آى ډبليو پي آر ته وويل: ((د نن ورځې دښمن د اوازو په خپرولو کې ډېر ښه دي.))
په هلمند کې د برتانوي پوځ وياند، ډګروال ديويد رينالدس آى ډبليو پي آر ته وويل،که له برتانويانو څخه د مرستې غوښتنه شوى واى، نو موږ مرستې ته چمتو وو.
:هغه وويل: ((موږ هيڅکله د (مرستې) غوښتنې ته د (نه) ځواب نه دى ويلى. خو په هلمند کې نوې اداره غواړي پوځي عمليات تر ډېرې کچې پورې په يوازې سر پر مخ يوسي.))
د هلمند والي، ګلاب منګل د اګست په ٢٣ اخبار والاوو ته د خبرو پرمهال د وضعې ډېر
خراب انځور وړاندې کړ.
هغه خبريالانو ته وويل: ((زه دا تاييدوم، چې اوس په مارجې او د نادعلي په نوره برخه کې وضعه ښه نه ده. ناکراري زياته ده. خو دا سمه نه ده، چې بهرنيان له موږ سره مرسته نه کوي. په زياترو ځايونو کې موږ په پوځي عملياتو کې د بهرنيو ځواکونو د ښکېلتيا چانس کموو. که کومه بده پېښه وشي او يا بمباري وشي، نو منفي اغېز به وکړي. له دې امله موږ د بهرنيانو ښکېلتيا نه غواړو.))
د وروستيو هوايي بمباريو له امله ولسي خلکو ته زيانونه ورسېدل، چې خلک يې راوپارول او د طالبانو ملاتړ او ننګې ته يې لاره هواره کړه.
د طالبانو له بريد ٢٤ ساعته وروسته د ولسوالي مرکز بېرته د حکومت لاس ته ورغى، خو د اوسيدونکو او د يو حکومتي چارواکي د وينا له مخې، چې نه يې غوښتل ونومول شي، مارجه لا تر اوسه د طالبانو په لاس کې ده. .
له کورونو څخه تېښتې ته اړ شوې کورنۍ د حکومت له غلطۍ څخه په غوسه دي، چې د هغوى کلي يې ونه شو ساتلاى.
محمد ابراهيم چې له خپلې کورنۍ سره لښکرګاه ته تښتېدلى، وايي: ((ژوند په مارجې کې ډېر سخت شوى. هلته ډېر طالبان دي. هغوى نه يوازې ځايي طالبان دي، بلکې بهرنيان هم په کې شته. هغوى سمه پښتو هم نه شي ويلاى. زموږ په کلي کې له لسو کورنيو څخه زيات څوک پاتې نه دي. هغوى ټول له طالبانو سره يوځاى شوي دي.))
د مارجې يو بل اوسيدونکى، محمد رسول د بهرنيو جنګياليو د شتون خبره تاييد کړه.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((په مارجه کې به پخوا هيڅ طالبان نه وو. اوس د هر هېواد (طالب) په کې موندل کيږي. هلته زيات شمېر افغانان دى، خو بلوچان او پنجابيان هم په کې شته. هلته دومره زياته وسله او دومره زيات شمېر طالبان دي، چې حکومت يي د ماتولو وسه نه لري.))
خو ډګروال رينالدس په کلکه ردوي، چې طالبان دې په مارجې کې کومه سيمه په لاس کې ولري.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((په مارجې کې د ګوتو په شمېر طالبان وو، چې ستونزې يې راولاړولي. هغوى ډېر ژر له منځه لاړل. د مارجې کنترول د (د امنيي قوماندان) جنرال انډيوال او (د ملي اردو مشر) جنرال محى الدين په لاسونو کې دى.))
دا د هغو خلکو لپاره د خوند خبره نه وه، چې د جګړې له امله بېځايه شوي دي.
حاجي قسيم په مارجې کې خپل کور پريښى او په لښکرګاه کې يي په يوې هټۍ کې
اړولي دي، چې دروا زه هم نه لري.
هغه وويل: ((ما بايد کور پرېښى واى. زه د جګړې په منځ کې اوسيدم. طالبانو زموږ د کور له خوا څخه ډزې کولې. وروسته برتانويان راغلل او زموږ په کور يې بريد وکړ. هغوى په موږ باندې د مېزايلو ډزې وکړې. زما يو ورور او د هغه کوچنۍ لور يې ووژله. له هغې وروسته به برتانويان هره ورځ راتلل او زموږ کور به يې تالاشي کولو. تاسې پوهيږئ، چې دا څومره د نه منلو خبره ده.))
((دا وضعه مې له دې زياته نه شوه زغملاى. له دې امله مو ځانونه وايستل.))
برتانوي پوځونه د تېرو څو اوونيو راهيسې په نادعلي کې له طالبانو سره ښکېل دي. خو د آى ډبليو پي آر د زياتې څېړنې له مخې د قسيم ادعا په خپلواک ډول تاييد نه شوه.
د طالبانو د کنترول له امله اوسيدونکي ډاريږي، چې ښايي نادعلي ډېر ژر سقوط وکړي.
جان محمد د نادعلي د ولسوالۍ د چاه انجير له کلي څخه لښکرګاه ته راکډه شوى دى. هغه د موټرو د ترميم ورکشاپ پرېښود، چې ډېره ګټه يي کوله. هغه اوس په لښکرګاه کې وزګار دى،خو هلته هم د امنيتي وضعې له امله اندېښمن و.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((طالبان زموږ د کلي شاوخوا ته ډلې ډلې ګرځي. دا ځاى له لښکرګاه څخه ١٣ کيلومتره ليرې پروت دى.هغوى نوي سپکې او درنې وسلې لري. هغوى وايي، چې تر پايه جنګيږي.)) .
په نادعلي کې د کاواکه وضعې له امله خلک په مرکزي حکومت باندې په غوسه دي.
د نادعلي د لوى منډه اوسيدونکي، ګل خان وويل: ((که کرزى زور لري، نو بايد يو څه وکړي. که زور نه لري، نو د(پاکستان پخوانى ولسمشر) (پرويز) مشرف په څېر دې له کاره ګوښه شي.))
((هغه د لويو دېوالونو تر شا په ارامۍ کې ژوند کوي. ما په لوى منډه کې ځمکه او کور درلود، خو جګړې په کې محشر راوستى. ما خپله کورنۍ لښکرګاه ته راوستې او په يوې خيمې کې اوسيږو. کوچني ماشومان مې له ګرمۍ کړيږي. دا څه ډول حکومت دى؟))
چارواکي له مارجې او نادعلي څخه د زيات شمېر کورنيو د وتلو رپوټونه نه مني.
د هلمند ولايت د کډوالو رئيس عبدالستار مظهري وايي: ((د زيات شمېر کورنيو د بېځايه کېدو خبره سمه نه ده. يو شمېر کورنيو خپل کورونه پرېښي دي او د يوې لنډې مودې لپاره د خپلو خپلوانو کورنو ته تللي دي. که خداى کول دا خلک به ډېر ژر بېرته خپلو کورنو ته راستانه شي.))
هلمند زيات هيله من نه ښکاري. يو شمېر خلک ددې برعکس وايي، هغوى له دې ډاريږي، چې ښايي ثبات ډېر ژر په لښکرګاه کې د بهرنيانو په استوګنځي، د ولايتي ييا رغاونې د ډلې شاوخواته په کوچنۍ سيمې، پورې محدود پاتې شي.
يو قومي مشر د نوم د نه څرګندولو په شرط وويل: ((داسې يوه ورځ به راشي، چې د هلمند ټوله اداره د ولايتي بيارغاونې په مرکز کې راايساره شي. له ولايتي بيارغاونې بهر به هر څه د طالبانو په لاس کې وي.))
خو ډګروال رينالدس د وضعې په ښه کېدو ټينګار کوي.
هغه وويل: ((کله چې په ٢٠٠٦ کال کې ايساف دلته راغى، سويلي افغانستان د طالبانو وروستى مورچل و. طالبانو په سيمه کې ډېر ناقانونه کارونه کول او د نيشه يي توکو له لارې يې حکومت کولو. دا ډله اوس ډېره کمزورې شوې ده. هغه ډېره کوچنۍ شوې ده. په لښکرګاه کې مو نوى هوايي ډګر او يو صنعتي پارک جوړ کړى دى..موږ د افغانانو د مرستې لپاره ډېرې پروژې جوړې کړي دي. ددې خاورې اصلي بچيان هغه څه کوي چې غواړي يې. عادي ژوند ته راګرځي او له خپلې کلتوري ديموکراسۍ خوند اخلي.))