د ځمکو پرسر لانجې د افغانانو تر منځ د توکميز تاوتريخوالي سپرغۍ شيندي
2008-10-26 01:47:11
د راستنو شوو دوه اتياوو کورنيو د ژوند حالت په زياتيدونکي توگه خورا له ستونزو ډک دى، ځکه له شپږو اوونيو راهيسې د تخار په زاړه محبس کې شپې او ورځې سبا کوي. له خواړو او د څښلو له پاکو اوبو او مناسب پناځي پرته تر شين اسمان لاندې اوسيږي. هغوى ډېر نهيلي دي.
پنځه څلوېښت کلنه شاهو، چې له يوې مياشتې څخه زياته موده يې د بنديخانې په ودانۍ کې تېره کړې، وايي: ((عسکر له بازار څخه شيان راوړي او د عادي بيې په پرتله يې څلور برابره زيات راباندې پلوري. که پاتې پيسې ځينې وغواړې، نو وايي چوپ شه، گوندې خوله دې درماتوم.))
شاهو او د تخار ولايت نور ٥٠٠ تنه پخواني اوسيدونکي په پاکستان کې له کلونو، کلونوکډوالۍ او مهاجرت وروسته تخار ولايت ته راستانه شوي دي.
دا خلک د افغانستان د ډېره کيو پښتنو په توکم پورې مربوط دي، چې د شوروي د پېر د جگړې پر مهال له خپل ټاټوبي څخه تښتېدلي وو. اوس له دوو لسيزو زيات مهاجرت څخه وروسته د خپلو کورونو او ځمکو د ترلاسه کولو لپاره راغلي دي.
خو ځايي اوسيدونکو، چې زياتره يې ازبک توکمه دي، د هغوى له تېښتې سره سم د هغوى متروکه شتمني تر لاس لاندې کړې وه.
چارواکي وايي، چې د لانجو او نښتو د مخنيوي په موخه يې پښتانه د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين د يو زاړه زندان په ودانۍکې ځاى په ځاى کړي دي. دا زندان، چې په اصل کې د نولس سوه نوي يمو کلونو په نيمايي کې د جهادي قوماندان، احمد شاه مسعود له خوا د طالب جنگياليو د بندي کولو لپاره هلته جوړ شوى و اوس د راستنو شوو کورنيو لپاره په يو نامساعد پنډغالي اوښتى دى.
شاهو شکايت وکړ او ويې ويل: ((ماشومان مې ناروغه دي. هغوى تبې نيولي، نس ناستى لري او کانگي کوي. هيچېرته يي د درملنې لپاره وړلاى نه شم. پرون مو د يو گاونډي ماشوم مړ شو. آن د هغه عادي جنازه مو ونه شوه کړاى. وسله والو سړيو تر هديري پورې بدرگه کړو.))
ستونزه څو اوونۍ دمخه هغه مهال پيل شوه، چې د ٥٧٥ کسيزو پښتنو دوه اتيا کورنۍ د خواجه بهاوالدين د ولسوالۍ د لاله گذر سيمې ته راغلې. هغوى د هغو کورنو او ځمکو سندونه په لاس کې لري، چې دمخه يې د جگړې له امله پريښي وو. له ١٩٨٥ کال راهيسې نوموړې کورنۍ له پولې هاخوا د پاکستان په بلوچستان کې اوسيږې. اوس هغوى غواړي بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي.
د لاله گذر د سيمې ازبک اوسيدونکي د پښتنوکورنيو په راتگ خوشحاله نه وو. هغوى د راستنو شوو کورنيو مخه ډب کړه او پرې يې نه ښودل، چې خپل مالونه له لاريو څخه راکښته کړي.
د لاله گذر يو ازبک استوگن وويل: ((ولې خپله ١٠٢ جريبه ځمکه دې خلکو ته ورکړم؟))
تر لانجې لاندې ځمکه اوږده او کړکيچنه مخينه لري. په لاله گذر کې د يو ازبک مشر، حاجي جمشيد د وينا له مخې دا ساحه اصلا د ازبکانو وه.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ ٨٠ کلن زاړه سندونه لرو، چې دا زموږ د پلرونه ځمکه وه او په دې ځمکو کې يې کار کاوه. دوه پنځوس کاله دمخه ځکومت راغى، ځمکه يې له موږ څخه واخيسته او پښتنو ته يې ورکړه. وروسته هغوى راغلل او په دې ځمکو کې يې کار پيل کړ. خو موږ به دې قاتلينو او القاعده ترهگرو ته د بېرته راتگ اجازه ورنکړو.))
زياتره افغانان د طالبانو د زور زياتي له امله په پښتنو ډيرکيو باندې پړه اچوي. طالبان په عمومي توگه پښتانه وو او په ټولو خلکو باندې يې د هغوى د خوښې پر خلاف د اسلام ډېر سخت دريځ پلى کړ.
د راستنو شوو کډوالو يو نفر وويل: ((موږ له هيڅ ډلې سره تړاو نه درلود. موږ يوازې د جگړې قربانيان يو. د (پښتنو) په توکم پورې د تړاو له امله تر (شک) لاندې يو.))
د خواجه بهاوالدين ولسوال، حاجي اکرم انوري وويل، د سيمه ييزې سيالۍ له مخې داسې بريښي، حکومت به لږ چانس ولري، چې پښتانه بېرته پخواني حالت ته وروگرځوي.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((راستانه شوي پښتانه قانوني اسناد لري. خو که چېرته مستقيما خپلوکورنو ته لاړ شي، نو د ازبک ملېشو تر بريد لاندې به راشي.))
هغه وويل: ((راستانه شوي خلک بنديان نه دي. د اوسيدو دا ځاى د هغوى لپاره تر ټول خوندي ځاى دى.))
داسې بريښي چې د هغه ډار په ځاى وي.
حاجي جمشېد وويل: ((موږ دې راستنو شوو کورنيو ته په کمين کې ناست وو. که حکومت يې مخه نه واى نيولى او د بنديخانې ودانۍ ته يې نه واى وړى، نو موږ به ورباندې بريد کړى او مړه کړي به مو وو.))
راستانه شوي پښتانه وايي، کومه ځمکه چې هغوى ته پنځوس کاله مخه د حکومت له خوا ورکړ شوې وه، شاړه وه. دهغوى پلرونو اونيکونو هغه پاکه کړه او تر کرکيلې لاندې يې راوسته. د هغه وخت د نافذه قانونو له مخې د حکومت له خوا شاړه او بې حاصله ځمکه له دېرشو کلونو کار او کروندې وروسته د هغوى مال او ملکيت گرځېده.
د راستنو شوو خلکو له ډلې څخه د عبدالجبار په نوم يو تن وويل: ((موږ ته دا ځمکه په ١٩٥٧ کال کې حکومت راکړې ده. موږ ته بايد په ١٩٨٧ کال کې د هغې سند راکړ شوى واى، خو موږ په ١٩٨٥ کال کې د جگړو له امله وتلو ته اړ شو. آيا دا زموږ گناه وه؟))
هغه ازبکان چې د پښتنو په پرېښودل شوو ځمکو اوسيږي، نه پوهيږي، چې دا ځمکې اصلا د چا دي.
خال محمد وويل: ((د پنځلسو کلونو راپه دې خوا په دې ولسوالۍ کې اوسيږم. زه دلته د کورنۍ جگړې پرمهال راغلى يم، په مهاجر قشلاق کې مې کور جوړ کړى او همدلته اوسيږم. نه پوهيږم، چې څوک ددې ځمکې سند لري او که نه. زه پخپله يې نه لرم.))
يوبل ازبک استوگن، چې نه يې غوښتل ونومول شي، آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه ته دا موضوع ښه څرگنده ده. هغه وويل: ((دا ځمکه د هغه چا ده، چې له پاکستان څخه راغلې دي.))
د هغه معلومات دادي، چې دا ځمکې د ١٩٩٠ کلونو په نيمايي کې د کورنۍ جگړې په کلونو کې ورکړ شوي دي.
هغه وويل: ((دا ځمکه د محمد کبير مرزبان له خوا، چې هغه مهال د تخار والي و، نورو خلکو ته ورکړ شوه. خو زما په اند راستانه شوي خلک د ځمکې حق لري او بايد هغوى ته ورکړ شي.))
د تخار د والي وياند، فيض محمد توحيدي وويل، که چېرته راستنو شوو پښتنو حکومت ته له خپل راتگ څخه دمخه خبر ورکړى واى، نو ښه لاره به ورته سنجول شوې واى.
راستانه شوي خلک له حکومت څخه د اوسېدو ځايونه، نه غواړي. هغوى خپل کورونه او ځمکې غواړي.
شاهو وويل: ((زه دلته اوسېدم او د شورويانو له لاسه مې خپل کور پرېښود. دې ته اړتيا نه وينم، چې د بېرته راتگ لپاره دې له حکومت څخه اجازه واخلم.دې خلکو زما کور برمته کړى دى. حکومت بايد هغوى وباسي.))
حکومت ډېر ورو روان دى. دا موضوع په هېواد کې د بېلا بېلو قومونو تر منځ د اوږده تاوتريخوالى له امله مهمه ده. ولسمشر د پلټنې لپاره سيمې ته يو پلاوى لېږلى دى. خو موضوع دومره پېچلې ده، چې نه شي کېداى ژر ورته د حل کومه لاره وموندل شي.
د دولتي پلاوي مشر، وحيدالله سباوون وويل: ((له دواړو لورو سره تر خبرو اترو وروسته موږ وغوښتل، چې د يوې مياشتې په دننه کې موضوع ته د حل لاره پيدا کړو. موږ ولسمشر ته دوه وړانديزونه وکړل. يا دې موضوع محکمې ته محول کړي او يا دې ځمکه د يوفرمان له لارې راستنو شوو کورنيو ته ورکړي. هغه په دې وړاندېزونو غور کوي.))
د پلاوي غړي او د پارلمان استازى عبدالجبار شولگره يي وويل: ((موږ ونه شو کړاى، چې ستونزه هواره کړو. د قضيې تر شا سياسي لاسونه دي. هغوى په لاس کې د سيمې د اخيستلو په موخه ازبکان د پښتنو په وړاندې لمسوي.))
هغه په ډاگه نه کړه، چې مسؤول څوک دى.
پلاوى د دوېم ځل لپاره د ستونزې د هوارولو هڅه وکړه، خو لانجه لاپسې توده شوه.
د مشرانو جرگې د شکايتونو د اورېدولو د کميسون مشر، دوکتور زلمي آى ډبليو پي آر ته وويل، د اعتصاب د اور سپرغۍ يو شمېر سياستوالو شيندلې دي.
دکتور زلمي، چې د زياترو افغانانو په څېر يو نوم لري، وويل: ((کبير مرزبان او انجنير راز محمد ددې پېښې تر شا دي او د يوې ځانگړې توکميزې ډلې ملاتړ کوي.تر هغه چې دا دواړه بنديان شوي نه وي، تر هغه به خواجه بهاوالدين ته کراري رانشي.))
خو کبير مرزبان، چې پخوا د تخار والي او اوس سناتور دى، په پېښې کې د ښکيلتيا خبره ردوي.
هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((ددې خلکو راتگ په ما پورې هيڅ اړه نه لري. دا د حکومت مسؤوليت دى، چې هغوى ته بېرته خپل جايداد ورکړي.))
انجنير راز محمد، چې په پارلمان کې د تخار استازى دى، د تبصرې لپاره لاس ته رانغى.
د حکومت يو شمېر غړي زيار باسي ترڅو موضوع په يوې عملي بڼې هواره کړي او له سياسي کېدو څخه يې وباسي.
د افغانستان د کډوالو او د راستنيدونکو د چارو وزير، شير محمد اعتباري د موضوع په اړه د څرگندتياوو اومعلوماتو د ورکولو لپاره پارلمان ته احضار شو.
هغه تاييد کړه: ((دا خلک (پښتانه) د هغه ځاى اوسيدونکي دي. آن د ازبکو مشران دا خبره تاييدوي. هغوى وايي له دې راستنو شوو خلکو سره ظالمانه چال چلن کيږي. (يو شمېر خلک) د حکومت له کمزورتيا څخه ګته اخلي.))
اعتباري وويل حکومت بايد په دې هکله د قانوني اسنادو له مخې قضاوت وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((که حکومت په سيمې کې له خپل واک څخه کار واخلي او د اسنادو له مخې عمل وکړي... نو دا موضوع په يوه ورځ کې هوارېداى شي. خو که چېرته سياسي شي، نو ښايي مياشتې ونيسي.))
دمګړۍ پښتانه کورونه په ډېرو سختو شرايطو کې ژوند کوي.
دېرش کلن عبدالظاهر، چې د زندان د دېوال سيوري ته ناست و، وويل: ((موږ ٢٩ کورنۍ د بنديخاني په انګړ کې اوسيږو. پنځه دېرش کورنۍ د بل زندان په څلورو کوټو کې اوسيږي. نورې اتلس کورنۍ د عمومي بنديخانې په بلاک کې اوسيږي، چې خونې يې دوه په يو متر کې پراخوالى لري. هره کورنۍ يوه خونه لري.))
بنديخانه د کورنيو د خونديتوب اوامنيت په پلمه د پوليسو له خوا څارل کيږي. خو د بند دننه کورنۍ ځانونه بنديان بولي، نه ميلمانه. هغوى لږ خواړه لري. اوبه نشته. زياتره کورنۍ د دښتو شنه بوټي ايشوي او خوري يې.
د يوې لس کسيزې کورنۍ مشر عبدالحکيم وويل: ((زموږ يو شمېر خلک د درملو د نشتوالي له امله ناروغان او مړه شوي. ماشومان مو بهر نه نشي تللى. هغه څوک چې له موږ سره مرسته کوي، ځايي جنګ سالاران يې وهي او ټکوي. ډوډۍ پخوونکو ته ويل شوي، چې په موږ ډوډۍ ونه پلوري. آن روسان دومره ظالمان نه وو. دا خلک ځانونه مسلمانان او مجاهدين بولي؟))
د کډوالو د ولايتي څانګې مشر، سيد اقبال آى ډبليو پي آر ته وويل، چې د هغوى څانګې له کډوالو سره لږه مرسته کړې ده.
هغه وويل: ((د تخار د کډوالو رياست تش په نامه دي. زه د هغې رئيس يم. ماته د مياشتې درې زره افغانۍ (٦٠ ډالره) معاش راکول کيږي. که دولتي ميلمانه راشي، نو له خپل جب څخه ورته چاى او کولچې ورکوم. له دې راستنو شووخلکو سره به په څه ډول مرسته وکړاى شم؟))
د راستنو شوو خلکو استازى، انجنير منان کابل ته له حکومت سره د خبرو لپاره تللى، خو هغه هم څه تر لاسه نه کړل. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((له بده مرغه حکومت د کار د کولو جوګه نه دى.))
منان وويل د حامد کرزي حکومت د ټولټاکنو د کمپاين په پيل کې، چې پخپله پښتون دى، نه غوښتل چې په شمال کې په څرګند ډول د پښتنو ملاتړ وکړي.
هغه وويل: ((دا ځمکه زموږ ده. هرڅوک په دې پوهيږي، چې هغه زموږده. موږ معتبر اسناد لرو. خو حکومت پټه خوله دى. هغه د ټولټاکنو په کمپاين بوخت دى، ترڅو د ځايي خلکو رايې تر لاسه کړي. هغوى غواړي دا وښيي، چې حکومت د پښتنو پلوي نه کوي. پرځاى يې هغه د يو شمېر ځايي جنګ سالارانو پلوي دى.))
هغه وويل د ژمې په رادبره کېدو به د راستنو شوو کورنيو وضعه تر دې هم ناوړه شي. ((خو که موږ تر باران او واورو لاندې ومرو او يا به له لوږي هلاک شو، خپلې ځمکې به پرې نه ږدو.))