په ٢٠٢٠ کي به د سګريټو څکلو له امله د مړينو په شميره کي دوه برابره زياتوالى راسي

په ٢٠٢٠ کي به د سګريټو څکلو له امله د مړينو په شميره کي دوه برابره زياتوالى راسي

وايس اف امريکه

ژباړه احمد شاه پاڅون

د روغتيا د نړۍوالي ادارې د وړاندويني سره سم  د تمباکو د استعمال له امله د پېښېدونکي مړيني کچه به تر ٢٠٢٠ کاله پوري دوه برابره زياته سي ، په داسي حال کي چي په امريکا کي هر کال د حکومتي ، خيريه او نورو ادارو لخوا چي کومي هڅي کيږي نوي  ( ٩٠) سلنه په تمباکو روږد کسان ددې حالت څخه د وتو کوشش کوي ، د اغاخان پوهنتون له لوري تر سره سوې سروې ښئي چي په پاکستان کي په تمباکو روږدو کسانو شميره ورځ په ورځ زياتيږي .

د ملي او بين المللي ادارو د ټينګار په نتيجه کي د سګريټو پر قطعۍ بآندي ليکل سوو  اخطاريه جملو ايا په پاکستان کي  په تمباکو د روږدو کسانو په مخنوي کي کوم رول لوبولى دى ؟ مختلفي شميرې وايي چي يا . د اغا خان پوهنتون په مټ تر سره سوي سروې سره سم څلويښت سلنه پاکستانيان نارينه او اته سلنه ښځينه په تمباکو څکلو روږد دي . د افسوس خبره داده د هغو کسانو سره  چي  غواړي ددې عمل څخه لاس په سر سي هيڅ ډول اړينه مرسته نه کيږي .

د تمباکو څلکولو عادت څخه ځان ژغول دومره ساده خبره نده ، څومره چي په ظاهره ښکاري ،د تمباکو څکلولو څخه ځان ژغورونکي په دې هر څه ډير ښه پوهيږي ، هغوى د څو ورځو يا څو اونيو لپاره دا عادت پرېږدي خو بيرته ورته مخ اړوي .

د سګريټ د کشولو څخه پنځه سانيې وروسته د نيکوټين اثرات تر دماغ پوري رسيږي . نيکوټين يوه ډيره نشه راوړونکې ماده ده . ليکن په امريکا کي د تمباکو د عادت پرېښوولو لپاره ځني نوي مصنوعي الې موندل کيږي ، د بيلګي په توګه په بېټرۍ باندي چليدونکى سګريټ ( سموک ليس ) په هغه کي که څه هم نيکوټين خو سته مګر تمباګو نسته .

   خو د  ( سموک ليس ) په مقابله کي به ډير ژر  نيکوټين ويکسين را مخ ته سي  ، دا ويکسين د دماغ په مرسته  وجود ته ددې ويلو څخه د ژغورني لپاره دى چي د نيکوټين استعمال د هغوى لپاره ارام راوړونکى دى .