زيات کمپوټر استعمالونکي کسان بايد خپلو سترګو ته مناسب ارام ورکړي !
2008-11-13 01:51:19
سنډې ټايمز
ژباړه :احمدشاه پاڅون
الفت : پوهانو کمپوټر کارونکو کسانو باندي ږغ کړى دى ، هغه کسان چي روزانه د ٦ څخه تر ٨ ساعته پوري کمپوټر کاروي بايد د هر ساعت وروسته خپلو سترګو ته
مناسب ارام ورکړي کنه نو د ليد د کمزورۍ او نورو ناروغيو نښانې به ښکاره سي .
د پوهانو په وينا کله چي د کمپوټر استعمالونکو سترګي سرې کيږي ، خارښ کوي او وچوالى (خشکي ) پکي محسوسيږي نو پوه سئ چي ستاسو سترګو د کمپوټر منفي تاثرات منلي دي
په عادي حالت کي سترګي په يوه دقيقه کي د ٥ څخه تر ٢٠ ځله رپيږي ، خو د کمپيوټر په وړاندي دا شمير له ٣٠ څخه تر ٤٠ پوري پورته کيږي .
اما پوهانو هغه کسانو ته چي زيات کمپوټر استعمالوي په هرو دريو مياشتو کي د معاينې لار ښونه هم کړې ده .