په جهارکهنډ کي په زهرو ککړو شيدو څښلو له امله ٦ ماشومان ووژل سوه
2008-11-16 01:38:52
وايس اف امريکه
ژباړه الفت
الفت : د جمعې په ورځ د هندستان د يو ښار رانجي څخه ٤٥ کيلوميتره لري ، جهاړ ګهنډ کي ، د ماشومانو د ملي ورځي د لمانځني په مراسيمو کي په يوه ښونځى کي ماشومانو باندي شيدې وويشل سوې چي له امله يې ٦ ماشومان د ژوند څخه بې برخي سوه
ګمان کيږي چي په دې شيدو کي زهر ګډ سوي وه ، چي په رسمي ډول يې د حقيقت څرګندلو په موخه څيړني پيل سوي دي
ويل کيږي چي د نورو ٨ ماشومانو حالت د انديښنې وړ دى ، هغوى دا مهال د را جندر په يوه روغتون کي تر درملني لاندي دي .
د شنني مطابق ، د جهار ګهند په يوه ښونځۍ کي د ماشومانو د ورځي په مناسبت ماشومانو ته د څښلو لپاره شېدې چي ګمان کيږي زهر پکي ګډ سوي وه ورکول سوې چي د څښلو سم وروسته د سلو څخه ډير ماشومان بې هوشه سوه ، چي سم دستي يوه روغتون ته ورسول سوه په هغوى کي ٦ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ .
د جهاړ ګهنډ والي چي دا حيرانونکى خبر واوريدى نو روغتون ته ورغى او د مړو ماشومانو مشرانو ته يې د يو يو لک روپو ورکولو اعلان وکړ . ددې تر څنګ د ټولو ښونځيو مديران او ټول کارکونکي ونيول سوه .
هغوى وويل چي موږ به ژوره څيړنه کوو چي شيدو ته زهر له کومه راغله چي له امله يې مظلوم ماشومان ووژل سوه ، د هغوى وينا ده که چيري اړتيا وي نو دوسيه به ستره محکمې ته وليږي او عاميلينو ته به يې ترخه سزا ورکړي .
د والي شيبهو سورن وينا ده چي دا کسان به و نه بخښل سي .
بل اړخ ته ددې پيښي اوريدو سره سم په ټول ښآر کي د هړ تال اعلان وسو او لاريونونه را ووتل