د بارک اوباما همڅيره

 

الفت : په انډونيشيا کي نن سبا عکس اخستونکي د يو (شرمناک ) ډير غوښتونکي دي ځکه چي د هغه څيره د اوباما سره يو شان ده
ايلهم انس چي عمر يې ٣٤ کاله دى  په جکارته کي يې د يو ستر شخصيت ځاى نيولى دى چيري چي باراک اوباما يو وخت د خپل ژوند څه وخت تير کړى وو

ليکن د هغه (شرمناک) شهرت لا هم مخ په ډيريدو دى .

هغه ته د انډونيشيا پريمئر ټي وي د ټاک شو لپاره بلنه ورکړې وه چي هغه پکي ګډون کړى وو ددې پرته هغه په يوه پوسټر کي اوباما جوړ سوى دى . او مختلفو تجارتي فابريکو هم هغه ته وړانديز کړى دى .

 

اصلي براک اوباما ياني د امريکا ولسمشر د ١٩٦٠ مي لسيزي په وروستيو کي د جکارته په يوه ښونځي کي زده کړي کولې

د اوباما همڅيره روئټرز خبري اژانس ته ولي دي (( زه د مليشيا د هوا ډګر په دننه برخه کي ولاړ وم  غوښتل مي چرته سفر وکړم يو کس ماته نژدې را غلى او هغه زما څخه و پوښتل (( ايا ته اوباما يې ؟ )) زما حيرانتيا هغه وخت نوره هم زياته سوه چي کله هغه کس زما سره عکس واخيست او ماته يې ډوډۍ هم را کړه ))

 

د اوباما د همڅيره په شهرت کي هغه وخت اضافه توب را غلى چي کله براک اوباما د اولسمشرۍ ټاکني وګټلې . د انس ملګرو په هغه مجله کي چي د ځوان په نوم چاپيږي د انيس يو داسي انځور چاپ کړ چي شاته يې د امريکا بيرغ وو او هغه توره دريشي او نيکټايي اوغوستې ده

هغه وايي : (( د براک اوبآما سره يو شى والى زما لپاره يو رحمت ګرځيدلى دى . زه چي به کله هم د هندارې مخي ته دريدم د ځان په اړه به مي هيڅ کله ښه فکر ذهن ته نه راته او يو منفي ثاتير به يې راباندي وکړ ))

خو اوس حالات داسي سول چي خلک د ( براک ثاني ) عکسونه اخلي او خپلو ملګرو ته يې استوي دا چي دا عکسونه ډير ژر انټر نيټ ته پورته کيږي بيا نو داسي وسول چي تلويزوني چينلونو او پوسټري ادارو زما سره اړيکه ټينګه کړه .

ښاغلى انس د خبري رسينو يوې ادارې اې ايف پي ته ويلي چي (د براک اوباما د همڅيره کيدو په نتيجه کي چي کوم چانسونه زما مخي ته راځي زه به د هغه لمن تر داسي وخته ټينګوم چي زما شخصي قدر او اخلاقي اصولو ته زيان وانه وړي

ښآغلى انس دا مني چي د امريکا د ولسمشر سره د هغه د څيرې يوشى والي هغه ته زياته ګټه رسولې ده