وايرس، دوه نيم لکه ډالره جايزه

 

وايرس، دوه نيم لکه ډالره جايزه

 

الفت :مائيکروسافت په کمپوټرونو کي د يو ډول وايرس خورونکي کس د پيژندلو پر سر دوه نيم لګه ډالره جايزه وټاکله

د کونفيکر ډاون ايډپ په نوم دا وايرس د تير اکتوبر را هيسي په کمپوټرونو کي په خوريدو دى او د يوې اندازې پربڼسټ نژدې يو ميليون کمپوټرونه ددې وايرس څخه متاثيره سوه .

مائيکروسافت په دې اند دئ چي د کونفيکر وايرس په زريعه ناوړه کارونه تر سره کيږي .

د مائيکرو سافت يوه کارکونکي جارج استيتهيکپلوس وويل کوم کسان چي دا وئرس خوروي د هغوى پيدا کول ډير اړين دي .

هغه وويل : (( موږ خپل ګډون کوونکو ته دا پيغام وړاندي کوو چي ددې کسانو د موندلو لپاره هره ممکنه وصيله په کار واچوي ))

کونفيکر وائرس تر اوسه پوري يو کروړ او شل لکه کمپوټرونه ځپلي دي هغه کمپيوترونه چي سکيورټي اپډيټ نلري د دې وايرس څخه متاثره کيږي .

کونفيکر وائرس هغه کمپوټرونه ځپي چي انټر نيټ ته وصل وي او دا وائرس د يوايس بي په زريعه هم خوريږي .

خطرناکه خبره خو دا ده چي دا ويرس خپل مثل موندلاى سي او د کارونکي يوزر اى ډي او پاسورډ لوستلاى سي . د سکيورتي مامورينو ويناده چي  کاروونکي دي خوندي پاس ورډ و کاروي .

______________________________________________________

<!-- /* Font Definitions */ @font-face {font-family:"Afghantype \{Aino\}"; panose-1:0 0 4 0 0 0 0 0 0 0; mso-font-charset:178; mso-generic-font-family:auto; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:24577 0 0 0 64 0;} @font-face {font-family:Tahoma; panose-1:2 11 6 4 3 5 4 4 2 4; mso-font-charset:0; mso-generic-font-family:swiss; mso-font-pitch:variable; mso-font-signature:553679495 -2147483648 8 0 66047 0;} /* Style Definitions */ p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal {mso-style-parent:""; margin:0in; margin-bottom:.0001pt; text-align:right; mso-pagination:widow-orphan; direction:rtl; unicode-bidi:embed; font-size:12.0pt; mso-bidi-font-size:14.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-font-family:"Times New Roman"; mso-bidi-font-family:"Afghantype \{Aino\}"; mso-bidi-font-weight:bold;} @page Section1 {size:8.5in 11.0in; margin:1.0in 1.25in 1.0in 1.25in; mso-header-margin:.5in; mso-footer-margin:.5in; mso-paper-source:0;} div.Section1 {page:Section1;} -->

نصرت

ډېر په زړه پوري ژباړه ده، او پاته شوه د واروس خبره ما اورېدلي دي، چي دغه وايروس جوړول او خپرول څه محضي خبره نده، بلکي د لويو - لويو انجينرانو له لوري په خاصو فارمولونو او کوډونو سره جوړيږي چي بڼه يې د اېکسل فارمولاوو ته ورته ده او ډېر وخت په ((if ($name=... ,die(); )) سره شروع کيږي او ډېر وخت دا کار دغه د کمپيوټر لو - لو شرکتونه د يو او بل په وړاندي تر سره کوي، خدا دي يوه داسي ورځ هم راولي چي افغاني ساينس پوهان او انجينران هم د کمپيوټر او ساينس و دې ناپايه درياب ته ور ګډ شي او د ټوپک پر ځا نور پر دښمن يو کمپيوټري وايروس و ازمويي چي د مرګژوبلي کچه پرې را کمه شي !