پر کابل تر ټولو سخت بر يدونه
2010-02-07 00:05:50
پر حکومتي ودانيو باندې ګډو عملياتوښار ساړه سره مخ کړ.
په کابل کې د آۍ ډبليوپي آر د مشرې، جين ميکنزۍ ليکنه
د پلازمينې پرمرکز د يو لړ بريدونو وروسته، چې د ښار د شاوخوا له ټينګ امنيت سره سره رامنځته شول، کابل د جنورۍ په اتلسمه د دوشنبې په ورځ چوپ اوناکرار و.
د سهار له نهه نيمو بجو لږ څه وروسته کابل چاودنو ولړزاوه.د عدليې، ماليې، دفاع اوکانو اوصنايعو پر وزارتونو د ګډو بريدونو په ځوابي کې بريدونو کې د سپکو وسلو ډزې تر غوږو کېدې.
ښار له هغې څخه په راوروستنيو دريو ساعتونو کې په ډار او وحشت کې ډوب و. له هره ځايه د پښتونستان له څلور لارې څخه د تورو لوګو لوخړې ليدل کېدې. رسنيو په څو ودانيو کې د اورو د لګېدو رپوټونه خپرول، د ولسمشر ماڼۍ تر بريد لاندې وه او آن پر مرکزي بانک يرغل شوى و.
د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد ګوته څنډلې وه چې شل تنه ځانمرګي بريد کوونکي ښار ته ننوتي دي او هوډ يې کړى چې تر مرګه جنګيږي.
بانکونه او هټۍ تړل شوې او سفارتونو هم خپلې دروازې تړلې وې. ښار نژدې بيخي له خلکو خالي شوى و.
د ماسپښين په يوه بجه وضعه ښه شوه. افغان پوليسو وکړاى شول يو ځل بيا کنترول تر لاسه کړي او د پلازمينې نبض بېرته ورو ورو په خوځيدو شو.
د دوشنبې ترماښامه پورې لا د مړو اوټپيانو په اړه سم او کره معلومات نه وو. څوتنه امنيتي کارکوونکي دفاع وزارت ته نژدې د يوې مغازې مخې ته له چاودېدونکو توکو څخه د يو ډک امبولانس د چاودېدلو له امله ووژل شول.
د سرينا هوټل يه دوو کلونو کې د درېم ځل لپاره تر بريد لاندې راغى او په باغ کې يې لاسي بمونه ولويدل.
آى ډبليو پي آر د دې ناکرارۍ په بهير کې د ژورناليزم دوه ورکشاپونه جوړ کړي وو. د جګړې له اغېز څخه د ليرو درې مرکزي ولايتونو خبريالان په يوې درې ورځنې غونډې کې راټول شوي وو، چې خپلې وړتياوې لوړې کړي.
د وردګو ولايت يو خبريال په موسکا وويل: "موږ ناوړه (حالت) وليد."
دا بريدونه په کابل کې تر دې دمه تر ټولو ستر بريدونه وو چې د تېرو دولسو مياشتو په بهير کې يې د ياغيانو له يو شمېر بريدونو سره مخامخ شوى و.
د ٢٠٠٩ کال د فبرورۍ په مياشت کې د بريدونو ورته لړيو په کابل کې شل تنه ووژل. په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو پر ميلمستون باندې بريدونو شپږ تنه ووژل او له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو د زياتره کارکوونکو د ايستلو لامل شول.
ځانمرګي بريدونه، چې يو مهال په کابل کې ډېر لږ تر سره کېدل، اوس د اوونۍ خبره ګرځېدلې ده.
په داسې حال کې چې د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشري هڅه وکړه چې د جنورۍد اتلسمې بريدونه د طالبانو د کمزورۍ يوه نښه وبولي، خو خبره په څرګنده د هغې برخلاف ده. له ډېرو کلونو راهيسې ياغيانو کابل ته لاره نه درلوده، ځکه د تالاشۍ زياتې پوستې موجودې وې او ښار ته ننوتونکي ټولې موټرې لټول کېدې
استوګن وايي، ښايې دا بريدونه د حيرانيتا خبره نه وي. په تېرو پنځو، شپږو ورځو کې امنيت په غيرعادي ډول ټينګ شوى و، په هرڅلورلاري کې پوليس ولاړ وو، موټرې يې درولې او تر شک لاندې هر موټر يې لټولې.
داسې بريښي د کابل اوسيدونکي، چې له وړاندوينې پرته تاوتريخوالي سره عادي دي، له دې پيښې ډارېدلي وي. هغوى تر بل هر څه د هټيو په تړلو خورا غمجن دي.
د کابل په مرکزي برخه کې د افغان نړيوال بانک د تړلو دروازو مخې ته يو ولاړ ځوان وغړومبېد: "زه بايد پيسې راوباسم."
خو سره له دې هم د بريدونو د کچې او پېچلتيا له امله هيښ او حيران و.
د کابل په لويديځ کې د ذبيح الله په نامه يو ګارد وويل: "نن ډېره خطرناکه ورځ ده."
د دوشنبې د ورځې تاوتريخوالى په داسې يو وخت کې رامنځته کيږي چې ولسمشر، حامدکرزى زيار باسي نړيواله ټولنه له طالبانو سره د پخلاينې مفکورې ته راماته کړي.
هغه په وار، وار پر ياغيانو باندې له سولې سره ديوځاى کېدو غږونه کړي دي او هلې ځلې يې کړي دي چې د طالب مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له "تور لست" څخه وباسي. دا لست د بنسټپالو په تګ راتگ بنديز لګوي او د هغوى شته مني کنګلوي.
په پام کې وه چې هغه (حامد کرزى) د جنورۍ په اته ويشتمه د لندن په کېدونکي کنفرانس کې له خپل دې پلان څخه پرده پورته کړي.
خو طالبان، چې په دومره ډاګه او برالا د جګړو دوام ته خپله اراده څرګندوي، ښايي د سولې خبرو ته لا يو څه وخت پاتې وي.