پاپ بينيډ يکټ ١٦ دبش په خد مت کې

پاپ بينيډ يکټ ١٦ دبش په خد مت کې   خپروونکى: اصلاح انلاين.نت    سه شنبه, 18 November 2008 08:48

 د خپل واک په دوران کې هغه داروپا پر پايتختونو په دې هيله وګرځېد چې ملاتړ راټول کړي . هغه دا ژمنه وکړه چې ويشلې کليسا به سره يو ځاى کوي

ليکنه: Uri Avner
له هغه راهيسې چې د رومي امپراتورانو مسيحيان زمريوته اچول . د کليسا  دچارواکو او امپراتورانو ترمينځ اړيکو کې گڼ شمير بدلونونه رامنځ ته شول .
لوى قسطنيطين چا چې ١٧٠٠ کاله وړاندې په ٣٠٦ م کال کې د چارو واګې تر ﻻسه کړې . د فلسطين په گډون په ټوله امپراتورۍ کې د عيسويت پلې کولو ته وده ورکړه . پيړۍ وروسته کليسا په ختيځې ارتوډوکس او لويديځې کاتوليک برخو وويشل شوه . په لوديځه کليساکې دروم بيشپ(Bishop) دپاپ لقب ﻻسته راوړه او ورسره يې غوښتنه وکړه چې امپراتوار  بايد د هغه فوقيت ومني . د امپراتورانو او پاپانو ترمنځ سيالۍ د اروپا په تاريخ کې ستره ونډه واخيسته .او د هغه ځاى د خلکو دبيلتون او ډلې ډلې کېدو ﻻمل وګرځيده . د دوى تر منځ اړيکې کله د لوړتيا او کله د ځوړتيا په لور تلې. ځينو امپراتورانو پاپ گوښه ياوشاړه او ځنې پاپانو پر امپراتور د کفر ټاپه ولگوله ، يو امپراتور پښې لوڅى ولاړوو تر دې چې پاپ د هغه دتکفير فتوىَ لغوه کړه . ليکن داسې وختونه هم تير شوي چې پاپ او امپراتور به يوله بل سره په سولې کې اوسيدل . هغه ډول حالت نن ورځ هم په سترگو گورو. اوسنى پاپ شپاړسم بينيډکټ له اوسنى امپراتور جورج ډبليو بوش سره  په يوټغرناست دى . د پاپ د سپتمبر څرگندونو داسلامي فاشيستانو په وړاندې د بوش صيلبي جگړې ته چې د تمدنونود ټکر ترنامه  ﻻندې تر سره کيږي ډاډ ور وباښه. يو جرمني پوهنتون کې د وينا پر مهال ٢٦٥ م پاپ څرگنده کړه چې دده په اند د اسلام او مسيحيت تر منځ څرگند توپير دادى چې مسيحيت په استدﻻل گروهمن دى او اسلام له دې نه په انکار ، مسيحيت د خداى په کارونو کې مفهوم او حکمت  ته قايل دى او اسلام ددې له منلو سر غړوي. د يو يهودي ملحد په توگه زه نه غواړ م چې دې بحث کې ځان ښکيل کړم او  دا زماله وړتيا څخه هم پورته ده چې دپاپ د دريځ او مفهوم په وړاندې ودريږم خو دا هم نه شم زغملى چې له هغه څه نه چې ما په چورت کې غورځوي سرسري تېر شم ځکه چې زه هم ديو  اسرائيلي په توګه  د تمدنونو د جگړې پولې سره نژدې اوسيږم .
ددې له پاره چې پاپ په  اسلام کې د استدﻻل او منطق نشتوالى ثابت کړي پاپ د عوى لري چې حضرت محمد(ص)  خپلو پيروانوته د تورې په زور د مذهب د خپراولو امر کړى دى . دپاپ د وينا له مخې دا د عقل خلاف ده ځکه چې عقيده له روحه پيداشوې نه له جسمه  او څنگه کيداى شي چې توره  په روح اغيزه وکړي ؟ ددې لپاره چې خپله رايه ﻻغښتلې کړي د يو بيزانطين امپراتور، چې له ختيځې کليسا پورې اړه درلوده خبرې رانقلوي . د څوارلسمې پيړۍ په پاى کې امپراتور  دوهم مانويل(Manuel_2 Palaeologus)له يو نامعلوم فارسي مسلمان عالم سره د يو (شکمن) بحث په جريان کې ( د هغه د وينا په اساس ) خپل غليم ته د استدﻻ ل په توگه  په لاندې ډول وويل :
  ما ته فقط د ا وښايه چې محمد(ص) څه شى نوي راوړل ؟ د هغه په ښونو کې به يواځې له بدو  او غير انساني شيانو سره مخ شۍ لکه د هغه  داخبر ه چې د هغه عقيده د تورى په زورخپره کړۍ.
 داټکي درې پوښتنى راولاړوي:
١. امپراتور ولې دا خبره وکړه ؟
٢. ايا د امپراتور څرگندونې سمې دي ؟
 ٣. اوسني پاپ ولې هغه رانقل کړې؟ 
امپراتور ولې دا خبره کوله ؟
کله چې دوهم مانويل خپله مقاله ليکله ، هغه د يوې  مرگي حاله  امپر اتورۍ مشروو. هغه په ١٣٩١ م کال کې په داسې وخت کې واک تر ﻻسه کړ چې د يو وخت مشهورې امپراتورۍ يواځې يو څو ولايتونه  پاتې وو او هغه هم د ترکانو تر تهديد ﻻندې .
هغه مهال عثماني ترکان د دانيوب تر غاړو رسيدلي ؤو . هغوى بلغاريا او ديونان شمال نيولى ؤو او د اروپا مدافع پوځ ته يې چې غوښتل يې ختيځه امپراتوري وژغوري دوه ځلې ماتې ورکړې وه.
 د هغه له مرگه يواځې يو څو کاله وروسته په ١٤٥٣ م کال د مۍ په نهه ويشتمه قسطنطنيه  يا اوسنى استانبول د هغه پايتخت د تر کانو په ﻻس کې ولويد .او له دې سره يې هغې امپراتورۍ ته دپاى ټکى کېښود چې تر زر کاله يې زيات دوام کړى وو .
د خپل واک په دوران کې هغه داروپا پر پايتختونو په دې هيله وګرځېد چې ملاتړ راټول کړي . هغه دا ژمنه وکړه چې ويشلې کليسا به سره يو ځاى کوي . په دې کې هيڅ شک نشته چې هغه خپله ديني رساله  ددې لپاره وليکله  تر څو مسيحي هيوادونه دترکانو په مقابل کې ديو نوي صليبي جنګ دپيل کولو لپاره وهڅوي.  د خپل هدف د پلي کولو په منظور يې دين د سياست په دربار کې نوکر کړى  وو.   د هغه د خبرو ټکي په ټکي رانقلول هم د اوسني امپراتور جورج ډبليو بوش د اهدافو  د خدمت لپاره  تر سره شوى . هغه  هم غواړي چې مسيحي نړۍ د مسلمانانو ((د شيطاني محور!! )) په وړاندې سره يوه کړي . له بله پلوه ترکان بيا  د اروپا  دروازې ټکوي خو دا ځل د سولې له ﻻرې . دا په ډاګه ده چې پاپ دهغو ملاتړ کوي څوک چې په اروپايي ټولنه کې د ترکيې په گډون نيوکه لري .
 ايا مانويل رښتيا  ويلي  وو؟
پاپ چې کله دا خبرې کولې که وکتل شي ضد او نقيض وې . هغه له يو لورى د مانويل خبرې رانقلوي او له بل لورى دقران کريم  البقرې د سورت ٢٥٦م ايت ته اشاره کوي (پاپ په خپله وينا کې ٢٥٧ م ايت يادوي ) چې په هغه کې په زور سره د عقيد ې خپرول منع اعلان شوي . سړى په دې نا انډوله وينا څرنگه سترگې پټې کړي ؟ پاپ خو د ا اختلاف ډير سطحي انگيري او استدﻻل کوي چې ((حضرت محمد(ص) )) داحکم دخپل ماموريت په لومړيو  وختونو کې کړى وو ځکه چې هغه کمزورى اوبې څوکه وو ليکن وروسته چې کله وسي شونو په تورې سره يې د عقيدې د خپرولو امر ورکړ . دا ډول حکم په قران کې وجود نه لري . دا خبره هم په ځاى ده چې د خپل دولت جوړلولپاره هغه له عربى قبايلو سره په جګړې کې د عيسايانو ، يهوديانو او نورو پر ضد له تورې څخه کار واخيسته . مگر دايو سياسي عمل وو نه يو مذهبي عمل او که ژور وکتل شي د سيمې د نيولو لپاره وو نه د عقيدې د خپرولو لپاره .
عيسى(ع) ويلي: ((تاسې به هغوى له خپلو مېوو څخه پيژنۍ )) په همدې ډول له نورو  مذهبونو سره د اسلام سلوک هم  ديوې ساده ازموينې په واسطه معلومولى شۍ او هغه دا چې : وگورۍ مسلمانو واکمنانو په  خپل زرکلن دوران کې ( چې کوﻻى يې شول د تورې په زور عقيدې ته خدمت وکړي ) څه وکړل  . هغوى داسې هيڅ گام پورته نه کړ. هغوى څو پيړۍ  پر يونان حکومت وکړ . خو ايا  يونانيان مسلمانان شول ؟ ايا يو چا هم ددي هڅه وکړه چې هغوى مسلمانان کړي ؟ بلکه عيسوي يونانيانو په عثماني ادارې کې په لوړو چوکيو دندې سرته رسولي . بلغاريان . سربيان ، رومانيان، هنگريان او نور اروپايي قومونه په يو نه يو وخت کې دعثمانيانو ترواک ﻻندې اوسيدلي مگر له دي سره  سره هم په مسيحيت ولاړ پاتې شوي .  هيچا هم ددي هڅه نه ده کړې چې هغوى مسلمانيدو ته اړکړي او ټول په خپله خوښه عيسويان پاتې شول.  په دې هم سترگې نه شي پټيداى چې البانيان او بوسنيايان مسلمانان شول . هو هغوى مسلمانان شول ، خو هيڅوک به دا  زباد نه کړي چې پر هغوى دى زور شوى وي . هغوى ددى لپاره اسلام راووړ چې د حکومت خواخوږي ﻻسته راوړي او له گټو يې برخمن شې. په ١٠٩٩ ( يو زر او نهه نويم) ميلادي کال کې چې  کله صليبيانو بيت المقدس ونيوو نو دهغه ځاى مسلمان او يهودي استوگن يې په ډله ايزه توگه ووژل او هغه هم د حليم عيسى په نامه .
له هغه وخته مخکې څلورسوه کاله فلسطين د مسلمانانو ترواک ﻻندې وو او عيسويانو د هيواد د اوسيدونکو ډيره برخه  جوړوله. په دي دومره اوږدې مودې کې هيچا هم ددې کوښښ و نه کړ چې اسلام په زور په چاومني .  يواځې د صليبيانو تر ايستلو وروسته گڼ شمير خلکو  د اسلامي عقيدې او عربي ژبې د خپلولو په لور مخه کړه او هغوى د ډيرو نـننيو  فلسطينيانونيکونه وو. په همدې توگه داهم څوک نشي  زبادولى چې پريهوديانو دى داسلام د بارولو کومه هڅه شوي وي . او دا هم د لمر په څير څرگنده  ده چې پر هسپانيې د مسلمانانو د حکومت په موده کې يهوديان له داسې ښيرازۍ  برخمن وو چې ان  زمونږ  تر وخته هغوى بل چيرته هغه ډول خوند پيدانه شو کړاى. 
د يهوداحليوي او ستر ميمونيد په څير شاعرانو په عربي ليکنې وکړې . په اسلامي اندلس کې يهوديان  وزيران ، ليکواﻻن او ساينسپوهان وو.
 په اسلامي توليدو ( د ځاى نوم دى )  کې عيسويانو، يهوديانو او مسلمانو پوهانو په گډه  دپخوانۍ يوناني فلسفې او ساينس په ژباړه کې کار وکړ. هغه په رښتيا يو زرين دور وو .  څنگه ممکنه ده چې پيغمبر دې  د تورې په زور د عقيدې د خپرولو امر ورکړى وي.  مگر هغه څه چې له دې وروسته پيښ شول خبره ﻻ په ډاگه کوي. کله چې کاتوليکانو  اندلس بيرته ونيوو نو د مذهبي تر هگريو حکومت يې جوړکړ.مسلمانانو او يهوديانوته يواځې دوه ﻻرې پاتې شوې.يا بايد عيسويت قبول کړي او يا مرگ او جلا وطني . او هغه  په سل گونو زره يهوديان چې نه يي غوښتل له خپلې عقيدې واوړي چيرته وتښتيدل ؟ نژدې ټولو ته يې په اسلامي هيوادونو کې په خلاصه غيږه پنا ورکړل شوه .  په لويديځ کې له مراکشه ، په ختيځ کې تر عراقه ، په شمال کې له بلغاريا ( چې بيا وروسته د عثماني امپراتورۍ برخه  وگرځيده ) څخه نيولې په جنوب کې تر سوډان د ټولې اسلامي نړۍ دروازى يي پر مخ خلاصې وې، هيچيري هم هغوى ونه ځورول شول.  هغوى د تفتيش د محکمو په څير تعذيب نه کړاى شول، هغوى په  اورونو کې وانه چول شول . هغوى په ډله ايزه توگه ونه وژل شول او بالاخره د عيسوي هيوادونو له خوا د ډله ايزې جلا وطنۍ څخه نيولې ترډله ايزې وژنې (Holocaust) پورې شوى مسيحي سلوک ورسره ونه شو. ولى؟
دا ځکه چې اسلام د اهل کتابو ځورول په څرگندو ټکو کې حرام کړى . په اسلامي ټولنې کې د مسيحيانو او يهوديانو لپاره  يوه ځانگړى ځاى شتون درلود . که څه هم هغوى د مسلمانانو په څير کټ مټ حقوق نه لرل . مگر نژدى ورته حقوق خو يې خا مخا لرل . پريهوديانو د جزيي ورکول ﻻزم وو خو پرځاى يې هغوى له پوځي خدمت څخه معاف شوي وو چې دا د يهوديانولپاره يو نيک زيرى وو داسې ويل کيږي چې  مسلمانو واکمنانو به په دې خبره هم تندى تريواوو چې چابه ان په نرمه ژبه د يهوديانو د مسلمانيدو لپار منډې ترړې وهلې ځکه چې دې کار د جزيو په عايد کې هم کموالى راووست . هر باديانته  يهودي څوک چې د خپل   اولس په تاريخ پوهيږي د زړه له کومي له اسلام څخه مننه کوى چاچې يهوديان تر پنځو سوو نسلونو خوندي وساتل په داسې حال کې چې عيسوي نړۍ  تل هغوى ازارکړي . او ډير ځلې يي د توري په زور د عقيدې پريښودو ته هڅولي. د تورې په زور د دين او گروهې خپرول يوه شيطاني قيصه ده چې د مسلمانانو پرضد د  اروپا د لويو جنگونو ( د هسپانيې نيول ، د صليبي جگړې )او د ترکانو په شاتمبول چې نژدې وو ويانا هم ونيسي ) له منځ څخه يې تيغ وهلى . پردى خبرې مې زړه اوبه نه څښي چې گوندې جرمني پاپ به په دې نکلونو د زړه له کومي باور وي . که داسې وي نو دا معنى لري چې د کاتوليکي نړۍ روحاني مشر ځان ته ددى تکليف نه دى ورکړى چې د نورو مذهبونو تاريخ ولولي.
پاپ داخبرې  ولې  اوس او ولې دعامو خلکو په مخکې وکړې؟
له دې پرته چې دبوش او دهغه د انجيلي ملاتړود صيلبي جگړو له زاويې ورته وګورو بل ځواب نه شو پيداکولى. ځکه چې ټول  له يوې مخې داسلامې فاشيزم اودترهگرۍپرضددنړيوالې جگړې شعارونه زمزمه کوي په داسې حال کې چې ترهگري دمسلمانانو له پاره ديوې مترادفې کليمې په توگه دود شوې.
دبوش دملاتړو له پاره دادبشري ښېگڼو چوره خلاف ده چه دتيلو په چينو دې دمسلمانانوبرلاسي اوواک تاييدکړي.
دا په تاريخ کې لومړى وارنه دى چې اقتصادي بربنډو گټو دمذهب کالي اغوستي اوهم په تاريخ کې کومه نوې خبره نه ده چه دداړه مارانو يرغل په صيلبيي جگړې بدليږي.
دپاپ له خبرو خو همداسې څرگنديږي.
نوريې دشومو پايلو په اړه سړى وړاندې له وړاندې څه نه شي ويلى.