د يويشتمې پېړۍ د پوهې د تندې خال علامه عبدالحی حبيبي

په 1341 ل کال بېرته هيواد ته راستون شو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام ورکړ، په 1344 ل کال يې د کابل پوهنتون له خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه کړه، ورپسې د انجمن تاريخ د موسسې رئيس وټاکل شو، تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنګي سلاکار او وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي مشاور په توګه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله.

د رحمان بابا ژوندليک

هسي رنګ د دې عالمه تنها خوښ يم چې په شان لکه وحشي په صحرا خوښ يم د پورته بيتو څخه داسې څرګندېږي چې دی دي ډېر سپين ږېری وي او تر شپېتو کالو دي هم اوښتی وي، د رحمان بابا په دېوان کې ډېر ځايونه د شاجهان، اورنګزېب، د اراشکو او شاه عالم ذکر شوی دی، که چېري موږ د شاه عالم د اختيتام زمانه 1134 هـ وبولو او د هغه ژوند 65 کاله وبولو، د رحمان بابا د زېږېدو وخت د شاه جهان د پاچاهۍ اخير ته رسېږي چې د پټې خزانې تاريخ سره سمون يا نږدې والی لري