ښځې بايد خپل حق واخلي
2008-06-06 00:12:40
انسانانو د بشري ټولنو د بېلابېلو اړخونو د تکامل مختلفې مرحلې تر ځان شا ته پرې ايښې دي، د انسان په وسيله پر انسان د ظلم او د هغه له قوت، انرژۍ او استعداد نه د بل چا له خوا د ځان په ګټه استفاده د غلامۍ له دورې نه راپيل شوه. بورژوازي مناسبات که څه هم د فيوډالي مناسباتو په نس کې رازېږي مګر د فيوډالي مناسباتو په پرتله د اقتصادي، سياسي، اجتماعي او فرهنگي پلوه پرمختللي دي، په دغه مرحله کې چې تر اوسه يې د بقا او پايښت موده مخ پر زياتېدو درومي د فيوډالي مناسباتو په پرتله يې له ځان سره د ولسونو او خوارو انسانانو په مقابل کې د ظلم، استثمار، ښکېلاک، زبېښاک ډېر مغلق او پېچلي اصول او ميتودونه له ځان سره راوړي دي. د همدغو پېچلو اقتصادي مناسباتو پر اساس پانگوال د کارګرو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه په ګټې اخيستنې سره زياتې سرمايې په لاس راوړې دي.
پردېس پېژنئ ؟
2008-05-16 06:48:34
که هر ځل ورسره و وينې هر مرو به دي وخندوي ـ دلاور پرديس په يوه ډيره غريبه او ناتوانه کورنۍ کي زيږيدلى دى محتر م پرديس د خداى بخښلي عبدالرحمن زوى او د خداى بخښلي بهاؤالدين لمسى نوموړى په ١٣٦٦لمريز ليږديز کال په خپل پلرني ټاټوبي فراه چين ولسوالۍ کي زيږيدلى دى ــ