راشئ چي پښتو ليكنه ....ګلبدین حکمتیار

بسم الله الرحمن الرحيم راشئ چي پښتو ليكنه تصحيح او معياري كړو!: ګلبدين "حکمتيار" د پښتو ليكدود په اړه پښتنو ليكوالو ته څو وړانديزونه لكه څنگه چي د پښتنو د هرې سيمي، قبيلي او حتى د هرې درې د اوسېدونكو ژبه له نورو توپير لري، همدا راز پښتو واحد او ټولو پښتنو ته منلى ليك دود هم نه لري، دلايل ئې روښانه دي چي دلته ئې د څېړلو ځاى نه دئ، د مشرقي ساحې ليك دود د جنوبي او جنوب غربي ساحو له ليك دوده توپيرونه لري، د دې اختلاف د ختمولو يا راكمولو لپاره هغو پښتنو ليكوالو ته څو وړانديزونه لرم چې د يووالي او وحدت هڅه كوي او غواړي چې د پښتو ليك دود متفق عليه او ټولو ته د منلو وړ شي. زما وړانديزونه دا دي: د پښتو او فارسي حروف له عربي اخيستل شوي، فارسي څلور حروف( پ، چ، ژ او گ) پرې علاوه كړي او (ة) ئې ترې ايستلې، او په پښتو كي په دې څلورو برسېره دا حروف هم اضافه شوي: (ټ، چ، ځ،څ، ډ، ړ، ژ، ږ، ښ، گ، ڼ، ې، ۍ)

د "ى" د اقسامو پيژندل

په پښتو کې د "ى" ليکل دا شکلونه لري: الف: معروفه ) ى) لکه خپلوى، ورورګلوى ، دا "ى" بې له کومه نښې ليکله کيږي ب: مجهوله (ې)

په پښتو کښې د يې ګانو ډولونه

په پښتو کښې د يې ګانو ډولونه 1- مجهوله يې ( پسته يې) (ې) هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې خفيف زېر ولري. لکه: پېړ، تېر، شيدې، مستې، ادې 2- ملينه يې (ی) هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې زور ولري. لکه: سړَی، لېونَی، سپَی، خټکَی. 3- معروفه يې ( سخته يې) (ي) هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې زېر ولري. لکه: غوړِي، دوستِي، کالِي

ټکی او ليک نښې

ليكوال: گل پاچا ( الفت) بی له تورو نه ځيني ټکی او نښې شته چه د ليک په لوستلو کښي دخل لری او يو جمله يا کلمه له اشتباه او ا بهام څخه ژغوری يعنی د دغو نښو او ټکو په ليکلو سړی پوهيږي چه په کوم ټکی بايد سړې ودريږی او کومه جمله يا کلمه په بلی پوری وتړي . د تعجب ، پوښتنی ، خطاب او نور و کفياتو څر گندو نه په همد غونښو او ټکو کيږي چه په ليکلو کښی ډير اهميت لری او دلته يې په مختصر ډول ښيو.

دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنې

ليكوال: اروا ښاد صديق الله رښتين 1. د ( مې، دې، پرې، ترې ) اوداسې نورې کلمې چې په پای کې سپک زېر لري، تل په کوچنۍ (ی )) ليکل کيږی. د ( چه) توری هم د وينا له مخې ( چې ) ليکل په کار دی. 2. د ټولو پښتو کلمو سپک پېښ په ( واوګی ) ليکل کيږی. لکه : بوخت، لومړی، کوچنی، پوښتنه. 3. د پښتو( ښ ، ږ ) به په هغو کلمو کې ليکل کيږی، چې هلته په اول کې د ( خ، ش) او په دوهم کې د ( ګ،ژ) غږونه موجود دی، لکه: ( ښځه، پښتو، غاښ، غوږ، ږيره، ږمنځ او نور).