د يويشتمې پېړۍ د پوهې د تندې خال علامه عبدالحی حبيبي

 

د علامه حبيب الله کندهاري (حبو اخندزاده) د درنې کورنۍ پر اسمان تر ټولو روڼ او ځلاند ستوری ارواښاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبي دی، چې زموږ د هيواد د معاصر فرهنګي بهير د "سرلاري" وياړ يې ګټلی دی.

علامه عبدالحی حبيبي د عبدالحق اخندزاده زوی د عبدالرحيم اخندزاده شهيد لمسی د علامه حبيب الله کندهاري کړوسی د ملا فيض الله کاکړ کوسی او د ملا بابړ کودی دی، چې د 1328 هـ ق کال د ربيع الثاني پر 17 د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار د باميز په کوڅه کې زېږېدلی و، د عبدالحق اخندزاده درې اولادونه پاته شوي دي.

مشر زوی يې عبدالباقي نومېد چې په ځواني کې د استسقا په ناروغۍ مړ شوی دی.

علامه عبدالحی حبيبي يې دويم زوی او يوه لور يې (بي بي صاحبه) وه (بي بي صاحبه د کندهار د منلي علمي شخصيت ارواښاد محمد رسول پښتون بارکزي مېرمن وه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی او د هيواد هنرمند خطاط او څېړونکي ښاغلي نصير هنرپښتون د دغې پښتنې مېرمنې زوی دی) چې روزنه يې مور پر غاړه اخيستې وه، علامه مرحوم له وړکيني څخه د علم او پوهې لېوال و، د ده د وړکيني زمانه د اعليحضرت امير امان الله خان له روښانه دورې سره برابره وه او په دغه روښانه دوره کې چې کندهار ته هم د پوهې او معارف لمن اوږده شوه، ښوونځي او مکاتب جوړ شول، علامه يې له لومړنيو زده کوونکو څخه و او په (1299ل) د کندهار په مکتب تجار کې شامل شو چې له فارغېدو وروسته يې په پنځلس کلنۍ کې د کندهار په يوه لومړني ښوونځي کې د ښوونکي په توګه وظيفه وموندله.

علامه مرحوم پر ښوونځي سربېره د خپلې کورنۍ په علمي محيط کې هم درس وايه او خپل د اکا زوی مولوي عبدالواسع اخندزاده شهيد ته پر درس کښېناست.

علامه مرحوم د خپلو استادانو په لړ کې د مولوي ابوالوفا کندهاري نوم اخلي او ليکي چې دغه مولوي مرحوم د دوی په کورني مسجد کې اوسېدی او ده ورڅخه "ادبيات او د قرات علم او نور کتابونه ولوستل" علامه حبيبي مرحوم د احاديثو په علم کې مولوي عبدالواسع او مولوي ابوالوفا دواړه د ځان استادان بولي، دغه راز د خپل ژوند په وروستي اثر "جنبش مشروطيت در افغانستان" کې ارواښاد شهيد عبدالرحمان خان لودين هم په خپلو استادانو کې شمېري.

علامه مرحوم په 17 کلنۍ کې (1306 ل) د طلوع افغان جريدې د مرستيال په توګه وټاکل شو او څلور کاله وروسته د هماغې جريدې مديرۍ ته ورسېد، په همدغه وخت کې يې انګرېزي او اردو ژبې تر يوې اندازې زده کړلې، دومره چې د دغو دواړو ژبو کتابونه په ولوستلای شي.

علامه مرحوم په اردو ژبه د ژباړې صالحيت درلود او د (چهار مقاله برفردوسي وشاهنامه) نومی کتاب يې له اردو څخه په فارسي ژباړلی دی، دا کتاب د هندوستان پښتانه پروفيسر مرحوم محمودخان شېراني په اردو ليکلی او زموږ لوی استاد هغه په فارسي اړولی دی.

علامه مرحوم نهه کاله طلوع افغان اخبار په پښتو ژبه وچلاوه، په دغه نهه کلنه موده کې استاد د پښتو ژبې او ادب پر ډګر پاخه بنسټونه کښېښوول، په 1319 ل کال چې په کابل کې پښتو ټولنه تاسيس شوه، علامه حبيبي مرحوم يې د رئيس په توګه وټاکل شو او پر څنګ يې د مطبوعاتو د مستقل رياست د مرستيالۍ وظيفه هم پر غاړه اخيستې وه، يو کال وروسته د معارفو په وزارت کې د مشاور (سلاکار) په توګه وټاکل شو او درې کاله وروسته يې په هيواد کې د لومړي ځل لپاره د ادبياتو پوهنځی تاسيس کړ چې په پوهنځي کې يې د پښتو ادبياتو د تاريخ تدريس په خپله کاوه، دوه کاله وروسته کندهار ته د معارفو د رئيس په توګه ولېږل شو، پر 1326 ل کال له علمي او فرهنګي وغيفو څخه ګوښه کړه شو او په چمن کې د افغاني سوداګرو د "وکيل" په توګه يې کار پيل کړ، پر 1327 ل د کندهار خلکو په غيابت کې د هيواد پارلمان (د ملي شورا اوومې دورې) ته د خپل نماينده په توګه وټاکه.

درې کاله يې د هيواد په ملي شورا کې له نورو ملي مبارزينو سره څنګ پر څنګ په هيواد کې د عدالت او مساوات لپاره فعاليت وکړ او د همدغو مبارزو له امله په 1330 ل کال له هيواد څخه وتلو ته مجبور کړه شو، لس کاله يې په پاکستان کې د هجرت ترخې شپې تېرې کړې.

په 1341 ل کال بېرته هيواد ته راستون شو او خپلو علمي او تحقيقي فعاليتونو ته يې دوام ورکړ، په 1344 ل کال يې د کابل پوهنتون له خوا د پوهاندۍ عليم رتبه تر لاسه کړه، ورپسې د انجمن تاريخ د موسسې رئيس وټاکل شو، تر دې وروسته يې د صدرات د فرهنګي سلاکار او وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي مشاور په توګه وظايف درلودل او دغې وظيفې يې تر مړينې ادامه وموندله.

علامه مرحوم د خپل څه د پاسه نيمه پېړۍ فرهنګي فعاليت په ترڅ کې خورا ډېرې نوښتګرې هڅې کړې دي، د ګوتو د ستړيا کلمه يې د ژوند په قاموس کې نه وه او د همدغې پرکارۍ محصول يې د ده تر قد واوښت.

علامه مرحوم په نړيواله سطح يو پېژندل شوی عالم و، د يونسکو د نړيوالې موسسې نښان يې د کور پر دروازه نصب شوی و چې دا وياړ د هيواد د بل پوه په برخه نه و.

د پښتو ادب تاريخليکنه ده پيل کړه.

د پښتو ادب تاريخليکنې لومړۍ خښته د علامه مرحوم په لاس په طلوع افغان کې د "تاريخچه شعر پښتو" تر نامه لاندې کښېښووله شوه.

استاد حبيبي نه يوازې په افغانستان کې د پښتو ادبي تاريخليکنې بنسټ ايښوونکی دی بلکې د پښتنو په نورو فرهنګي حوزو لکه پېښور او کوټه کې هم تر ده دمخه چا ادبي تاريخ ليکلو ته اقدم نه و کړی.

علامه حبيبي چې کله له دې ناځوانې نړۍ سترګې پټې کړې نو پښتو ادب يې هم په وير کې ژوند له لاسه ورکړ.

د ادب ډېوه مړه شوه

ته يو ګل وې د عرفان ورژېدلې

ته غمخور د دې ولس وکوچېدلې

تا ټول عمر و وقف کړی و ولس ته

د دې خلکو په غمو کې ربړېدلې

ستا وه هيله چې ټول خلک فهميده شي

شپه او ورځ د دوی لپاره کړېدلې

تا د مرګ په ساعت هم فراغت نه کړ

تا پر وخت د زکندن پاڼي ليکلې

د هيواد د علم تاج د ادب ګل وې

ته خوارانو ته د جهل لوی درمل وې

ته د دې مينې وتلی علامه وې

د دې سيمې د تيارو بله ډېوه وې

تا د علم تږي ډېر دي اوبه کړي

ته د پوهې د سحرونو مجموعه وې

تا په علم باندې پوه ډېر ناپوهان کړل

د دې خاورې د اسمان رڼه شغله وې

د افغان د سيمې لوی عالم پښتون وې

پښتونخوا کې ته سپېدې د سباوون وې

ته ډېوه د فضيلت وې د دې خاورې

هم سينا هم بېروني وې ټول دې واوري

ها چې نيم قرن يې خدمت کړ و دې ملک ته

د هغه په ياد به نن لا اسمان ژاړي

ها د علم تاج چې نن ولاړی په ګور شو

د هغه په لوړ نامه به افغان وياړي

ستر استاد پښتو ژبې حبيبي ولاړ

لوی ليکوال او پوخ څېړونکی د دري ولاړ