دمسجد اداب

الحمدلله وحده والصلوۀ والسلام علی من لانبي بعدۀ

مسجد( جومات)

دحضرت رسول کريم (ص) ويناده چې جومات

الف:                دالله کور دی .

ب  :              دآخرت کور دی

ج   :             دجنت باغ دی

له دې کبله په هرمسلمان لازمه ده چې دالله (ج ) دکور درناوی وکړې دجوماتونواخترام او درناوی په دې پورې تړلی ترڅوله جوماتونوڅخه دهغه څه لپاره ګټه واخلې دڅه لپاره چې جوړشوې دې پرته لدې چې جوماتونه دهيڅ راز دنيايې کارونولپاره وکاره وي  اوددې کار منعه هم راغلې ، دمثال په ډول، يوه ورځ  ديوه صحابې وزه ورکه شوي وه هغه په مسجدکې خلکوته وويل چې زما وزه ورکه شوي ده که چاته معلومات وي، نورسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل چې الله دې درته نه پيداکوي معني داچې يوله دنيايې کارونوڅخه داهم دې چې په جومات کې دکوم ورک شوي شي اعلان وشي .

دجوماتونوروښانه کول لکه نن ورځ چې لېدل کېږې کوم شرعې جواز نه لرې . دجوماتونوښلکې کول دجوماتونوله وقف شوومالونوبالکل جوازنه لرې اوکه چېرې څوک له خپل جېب اوحلال مال څخه داکار کوي اسراف بلل کېږې .

دجوماتونورتبې

درتبواوموقف له پلوه دنړۍ دترټولوجوماتونونه دمسجدالحرام رتبه اودرجه لوړه ده .

پدې جومات کې ديوه لمونځ اداکولوثواب دنوروجوماتونوپه پرتله سل زره (١٠٠٠٠٠) ځلې زيات دی له دې وروسته مسجدنبوې (ص ) مسجداقصی اوبيت المقدس دي چې لمونځ کول پکې دنورومسجدنوپه نسبت دپنځوس زرو(٥٠٠٠٠) لمونځونوبرابرثواب لري، اودې درې واړو جوماتونوته سفرکول جايزدي، چې وروسته بيادښارونواوکليوجوماتونوراځي چې لمونځ کول پکې دپنځه سوو اوپنځه ويشتو(٢٥) لمونځونوثواب لري .

دمسجداداب

په  مسجدکې بايدهغه اعمال ترسره شي دکومولپاره چې جومات جوړشوي دی هغه څوک چې مسجدته دتلونيت کوي بايد په اوداسه مسجدته ولاړشي مسجدته بايدسړی په ډيروقار ، ارام طبيعت اوپه متوسط تګ روان شي ځکه هرڅوک چې مسجدته دلمانځه اوعبادت لپاره ځي په هرقدم کې يې دلسونيکيومستحق کيږې بل داچې مسجد ته سړی يواځي دلوی رب دعبادت لپاره ورځي نومسجدته له ننوتلووروسته سمدستې اومخکې له دې چې کېنې په عبادت مشغول شي اوپه مسجدکې بايدله ناروا، مکروه کارونواو بيهوده خبرو څخه ډډه وشي دوه رکعته تحيۀ المسجدلمونځ دې اداکړې په دې شرط چې مکروه وخت نه وي اوجماعت هم نه وي ولاړ. مسجدته د داخلېدو او وتلو په مهال دالاندې دعاوې بايدوويل شي :

مسجدته دننوتلودعا.

اللهم افتح لی ابواب رحمتک

ژباړه : ای الله ماته دې خپلې درحمت دروازې پرانيزه :

دمسجدڅخه دتوودعا.

اللهم انی اسالک من فضلک

ژباړه : ای الله (ج ) ستادفضل غوښتونکی يم  .