سوال او ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله الذي خلق لانسان وعلمه البيان واشهدان لااله الالله وحده لاشريک له شهاده ارجوبها الغفران وانجات من النيران وصلي الله  تعالی علی خيرخلقه وسيدرسله محمدبن عبدالله وصحبه ومن والاه وبعد:

١ - سوال : ځنې خلک داسې ګمان کوي چې که په نوي ياجديدکورکې دپسه يادکوم حلال مال وينه تويه نشي ،خيرات اوختم ونه شي پدغه کورکې پيريان يعنې جنيات ځای نيسي اودکور اوسيدونکوته تکليف اوضرر رسوي . داڅنګه ده حقيقت لري کنه ؟

ځواب : دغه عقيده هيڅ اساس نه لري ، اوغلطه ده چې څوک په نوي کورکې ذبحه اوياوينه توی نکړي جنيات ورته تکليف اوضرر رسوي ځکه ديته بدپالې وايې بدپالې په اسلام کې نشته . رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دی ( لاعدوا ولاطيرفي الاسلام )  ژباړه : په اسلامي عقيده کې ديومريض انسان څخه بل روغ انسان ته دمرض تګ اوبدپالي نشته پدي باره کې له خپلې خيټې حکم کول اوخلکوذهنونه خرابول غلط کار اونارواعمل دی پدې عقيده په نوي کورکې خيرات کول چې جنيات په کور کې ځای ونه نيسې ګناه ده ثواب نشته .

٢ سوال : خضرڅوک دی ؟ ايادی پيغمبر دی اوکه ولي ؟ ايادی تراوسه ژوندی دی اوکنه وفات شوی دی ؟

ځواب : خضرالله تعالی هغه نيک بنده دی چې الله تعالی په سورت کهف کې دهغه ذکرکړی چې موسی عليه السلا م دهغه سره ملګرتيااوله هغه څخه زدکړه کړې وه اوهغه په موسی عليه السلام دشرط ايښی وچې صبربه کړې اوبياخضرعليه السلام داسې ورته وايې چې څنګه به ته صبروکړې په داسې حال کې چې ستاعلم پري نشته .نوموسی عليه السلام به دهغه په هرکارباندې تعجب کاوه تردې چې دټولوکارونوتفسيريې ورته وکه اوپه اخر کې يې ورته وويل چې دغه کارونه ماله خپله ځانه ندې کړې بلکه دالله تعالی په امر مې کړې دي. له همدغه ايت څخه معلوميږې په سورت کهف کې ذکردی چې وايې ( ومافعلته عن امری ذالک تاويل مالم تسطع عليه صبرا) ژباړه : اومادغه کارونه له خپله ځانه ندي کړې مګر دالله تعالی په وحی مي کړي. دغه تفسيردهغه کارونودي چې تاپرې صبرنشوکولای . اوبله داچې خضرعيله السلام  تراوسه ژوندی دی اوکه وفات شوی ؟ صحيح خبره داده چې دخضرژوندې پاتي کېدوپه هکله په قرانکريم اواحاديثوکې هيڅ ذکرندی شوی بلکه دقرانکريم اواحاديثوڅخه دهغه يعنې دخضرعليه السلام دوفات کېدوثبوت شته اول داچې په سورت انبياکې (٣٤) ايت کې الله تعالی خپل پيغمبرمحمدصلی الله عليه وسلم ته خطاب کوی او ورته وايې . دايت  ژباړه  ( اوماهميشه لپاره ژوندون مخکې له تانه هيڅ بشرته ندی ورکړې ) نودغه ايت له مفهوم څخه څرګنديږې چې خضرعليه السلام وفات شوي ځکه چې هغه هم يوبشردی . اودبشرلپاره هيمشه والی نشته، له شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله څخه چاپوښتنه وکړه چې اياخضرعليه السلام  اوس هم ژوندی دی؟  هغه په ځواب کې ورته وويل که چيرې خضرعليه السلام ژوندی وي نوپه ده لازم ؤ چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته راغلی وای اودهغه دفرمان لاندې يې دالله په لار کې جهادکړی وای اودهغه نه يې زده کړه کړې وای اوپه تحقيق سره پيغمبراکرم صلی الله عليه وسلم دبدر دجنګ په ورځ وفرمايل ( يا الله که دمسلمانانودغه ټولګی هلاک کړې نوپه ځمکه باندې به څوک عبادت کونکې پاتې نشې، اوهغه ټولګی معلوم وچې درې سوه ديارلس کسان ؤ اونومونه يې په احاديثوکې ذکردي نوخضرعليه السلام په دغه وخت کې چيرته وه اوبل داچې پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي ( قسم په الله تعالی که چيرې موسی عليه السلام ژوندی وای نوزمامتابعت به يې کاوه اوخضرژوندی وای اومتابعت دنه کوي اوکه خضرولي وي نودابوبکرصديق څخه به بهترنه ؤچې هغه دپيغمبرصلی الله عليه وسلم اطاعت کوي اوخضردهغه متابعت نه کوي .

پوښتنه : اسلام ارکان څودي ؟

ځواب : داسلام ارکان پنځه دي ؟

پوښتنه : داسلام ارکان کوم دي ؟

ځواب :  داسلام ارکان پدې ډول دي . ١- پدې شاهدې ورکول چې له الله تعالي پرته بل هيڅ معبودنشته اومحمدصلي الله عليه وسلم دالله تعالی پيغمبر دی .

٢ – لمونځ اداکول له خپلوټولو ارکانو، شرطونواوادابوسره .

٣- زکات ورکول کله چې يومسلمان اويامسلمانه پنځه اتياګرامه سره زر اويادهغې معادل پيسې ولري ، اوپوره کال پري تېرشي همدارنګه عشرهم په زکات کې شامل اودزکات په شان حکم لري .

٤- دبيت الله شريف حج کول دهغه چالپاره چې دتګ اوبيرته کورته دراتګ خرڅی ولري اودغه نورشيان چې نن سبايې حاجيان خلکوته ورکوي لکه جای نماز ، څادر، دسمال ، تسپې اوداسې نورشيان ، داپه حج کې داخل ندي بلکه دا رواج دی اوپدې شيانوکې ثواب نشته داددي لپاره چې ورکول کيږې چې خلک يې صفت وکړې اوددغوشيانوپه وجه دډيرو خلکوڅخه دحج فريضه پاتې کېږې ډيرخلک داسې وايې چې مونږ سره دبيت الله شريف دتګ او راتګ لپاره خرڅی شته خودلته چې کوم شی خلکوته دتحفي په نامه ورکول کيږې هغه راسره نشته اووايي که حج ته لاړشم اوخلکوته تحفي په نامه جای نماز ورنه کړم  تربوران به راباندې خنداګانې کوي نوله همدې سببه دحج فريضه ورباندې پاتې شي. لکه چې يوکس کيسه کوله چې ديوه خان ځوی مړشوی ؤ دهغه په جنازه کې يې خلکوته ډيرې زياتې پيسې ورکړې يوطالب چې ډيرغريب ؤ دډيرو پيسوپه ليدلو په تعجب کې شواوپه مجلس کې ودريده او وويي ويل چې مړی دېته وايې هرڅوک پښې وغزوي چې زه مړيم نوددغسې معمولې خبروڅخه بياغټه لانجه جوړه شي چې په نتيجه کې دمسلمان څخه دينې فرض پاتې کېږې .

٥- درمضان دمبارکې مياشتې روژه نيول چې دخوراک، څښاک ، جماع، اوټولو هغوشيانوڅخه چې روژه پرې ماتېږې دسحرلمرختوڅخه دلمردلويدوپورې ځان ساتل دی اودادهغه مسلمان لپاره چې عاقل يعنې هوښيار وي په لېونې باندې روژه نشته بالغ وي په ماشوم باندې روژه نشته چې په کورکې وې په مسافرباندې روژه نشته بل داچې که ښځه دحيض اونفاس په حالت کې وي روژه به نه نيسې دمرض په حالت کې بلکه روژه به خورې اوبيابه قضايي روژې په همغه اندازه نيسې چې څومره يي په مرض اوياسفرکې خوړلې وي .

پوښتنه : دايمان ارکان څودي ؟

ځواب :   دايمان ارکان دادي ،

 ١- په الله تعالی ايمان اويقين لرل چې دالله تعالی دمقدس ذات په وجودپه حکم په عبادت کې دالله تعالی سره هيڅ شريک نشته .

٢- په ملايکوايمان راوړل يعنې پدې ايمان اويقين لرل چې پرښتې دالله تعالی له مخلوقاتوڅخه دي اوله نورڅخه پيداشوي دي اودالله دامرمنونکي دي .

٣- دالله په کتابونوايمان اويقين لرل چې هغه څلورغټ کتابونه دي اوسل صحيفې دي چې لس صحيفي  په ادم عليه السلام نازلې شوي اولس صحيفې يه ابراهيم عليه السلام او ديرش صحيفې په ادريس عليه السلام اوپنځوس صحيفې په شيش عليه السلام نازلې شوي اودانجيل کتاب په عيسی عليه السلام نازل شوی اوقرانکريم په محمدصلي عليه وسلم نازل شوی .

٤-  دالله تعالی په رسولانوايمان لرل چې الله تعالی دوي دانسانانودلارښوونې لپاره راليږلي دی همدارنګه ايمان لرل چې دبشردپلار ادم عليه السلام  لومړنی پيغمبر نوح عليه السلام  او وروستنی پيغمبرمحمدصلي الله عليه وسلم دي .

٥- دقيامت دورځي په راتګ ايمان اويقين کول چې دقيامت ورځ له خلکوسره دهغوي داعمالودحساب لپاره ټاکل شوې ده اوداوخت  پرته دالله تعالی څخه بل هيچاته معلوم  ندي .

٦- له اسبابوڅخه په ګټې اخيستلواوداسبابودلټولواوپه کاراچولوسره سره دشراوخيرپه قدر ايمان لرل چې دادواړه دالله تعالی له طرفه دي .

٧- پدې يقېن اوايمان درلودل چې ټول خلک به دمړه کېدوڅخه وروسته داعمالودحساب لپاره بياژوندې کيږې چې دهغې څخه وروسته بيامرګ نشته بياابدې ژونددی که څوک نيک بخته ؤ په دنياکې يې نيک عمل دايمان لرلو سره کړی وي هغه به جنت ته داخليږې اوکه څوک په دغواوو ارکانوايمان ونه لري اوياپه يورکن ايمان ونه لري دهغه نيک عمل هيڅ ګټه نه لري، اودوزخ ته به داخليږې الله تعالی دې ټولوانسانانوته لومړی ايمان اوبيادنيک عمل توفيق ورکړې امين .

پوښتنه :  څوک چې لمونځ کوي دهغوي په باره کې الله تعالی څه ويلي دي ؟

ځواب : څوک چې په خپل وخت لمونځ اداکوي په سورت المعارج په څلورديرشم اوپنځه ديرشم ايتونوکې الله تعالی دهغوي په هکله داسې وايې، ژباړه : اومؤمنان هغه کسان دي چې دخپلولمونځونوساتنه کوي داهغه کسان دي چې دوي ته په جنت کې عزت ورکولی شي،

دسورت عنکبوت په پنځه څلويښتم ايت کې فرمايلي ( لمونځ قايم کړه بيشکه لمونځ منع کوي له بې حيايې اوبدکارونوڅخه ) په لومړې سورت  دالمؤمنون کې فرمايلي ( په تحقيق سره کامياب اوبريالي دي مؤمنان هغه کسان چې دوی په خپلولمونځونوکې خشوع اوعاجزي کوي )

پوښتنه : دهغوکسانوپه باره کې چې په لمانځه کې سستې کوي الله تعالی څه ويلي دي ؟

ځواب : څوک چې په لمانځه کې سستې کوي دهغوي باره کې په سورت الماعون کې الله تعالی داسې فرمايلي ( افسوس دې وې ياهلاکت دې وې ياکنده ددوزخ دې وي لپاره دهغه کسانوچې هغوی په خپلولمونځونوکې بې پروايې کوي )

اوپه سورت مريم کې په نهه پنځوسم ايت کې فرمايلي (نوله دوی څخه وروسته داسې بدکاره اولاداو پيروان راغلل چې لمونځ يې ضايع کړ اودنفس دخواهشاتوتابعداري يې کوله نوژر ده چې دوی به دخپلې سرکشۍ په سزا ورسيږي )

پوښتنه : اوبه په څوډوله دي ؟

ځواب :  هغه اوبه چې پاکې وي هغه دوه ډوله دي . يوهغه اوبه دې چې هغه هم پاکې دي اوهم پاکوونکې دي . دوهم هغه اوبه چې هغه پاکې دي يعني دڅښاک لپاره صحيح دي اوپاکوونکي نه دي يعني اودس اوغسل پرې صحيح ندي .

پوښتنه : هغه اوبه چې هم پاکې دي اوهم پاکوونکې دي هغه کومې دې ؟

ځواب : دباران اوبه ، دواورې اوبه ، دږلۍ اوبه ، همدارنګه پدې کې هغه اوبه هم شاملې دې چې له هغې سره يوپاک شی ګډشوی وي لکه ، صابون، زعفران ، دزمې بوټی ، اوداسې نوراو روانې اوبه ترهغې نه مرداريږې ترڅوچې دهغې اوبوصفتونه بدل نشي چې هغه صفات داوبود دادي ، خوند، رنګ ، بوی ، هرکله چې په روانواوبوکې پليت شی وغورځول شي اودهغې رنګ ، خونداو بوی بدل شي بيادغه اوبه مردارې دي، نه دخوراک لپاره صحيح دي اونه داوداسه لپاره.  اوبل هغه اوبه چې پاکې دي اوپاکوونکي نه دي هغه مستعملي اوبه دي چې اودس پري شوي وي مخ اولاس پرې مينځل شوي وي اوداسې نور.