داصحابو (رض) سيرت

صاف ستره ژوند

ابوالشعثاء جابربن زيد(رح)

جابربن زيد(رح)دبصرې په تابيعينوکې دخپل وخت تر ټولولوي عالم اومنلی مفتي و.دجابر بن زيد (رح)کنيت ابوالشعثاء اودسيدناعبدالله بن عباس رضی الله عنهما شاګردو.له سيدناعبدالله ابن عباس(رض) او سيدناعبدالله ابن عمرنه يې احاديث راروايت کړي دي .ابن عباس( رض) دجابربن زيد(رح )دعلم دوسعت (پرخوالي )ډير قدردان و. او دهغه دښې پوهې اوهوښيارتيا تعريف به يې کاوه .ابن عباس رضي الله عنهمابه وييل چې که دبصرې اوسيدونکي دجابربن زيد(رض) په خبره پوه شي اودهغه رايه اختيارکړي هغه څه چې په قران مجيدکې موجود دي د دوی دپوهې له پاره کافي دي .يوځلې له ابن عباس( رض )نه چا پوښتنه وکړه .تاسو له ما پوښتئ په داسې حال کې چې جابربن زيدستاسو په منځ کې موجود دی .اوهمداسې زيادبن جبيروايي چې ما له جابربن عبدالله انصاري نه ديوې مسئلې په هکله پوښتنه وکړه. له جواب راکولونه يې وروسته وويل ته له ما نه ولې پوښتې په داسې حال کې چې دتاسو په منځ کې ابوالشعثاء (رح ) موجود دی . عمروبن جابر وايي (ماله جابر بن زيد نه ستر فتوی ورکونکی عالم بل څوک نه دی ليدلی )يوځلې دطواف  په دوران کې دجابر بن زيد ملاقات له سيدنا عبدالله بن عمررضی الله عنهماسره وشو.سيدنا عبدالله بن عمر هغه ته نصحت وکړ.اي جابره !ته دبصرې له فقهاء نه يې له ته څخه که خلک  دکومو مسئالو په هکله پوښتنې کوي هغوی ته دقران اوسنت په رڼا کې فتوی ورکوه .که داسې دې ونه کړه ته به هم هلاک شې اونور به هم هلاک کړې . دمسئلودحل )افتاء) تجربې اومهارت باوجود هم دقضاوت دندې ته يې زړه نه ښه کاوه .عمروبن دينار(رح) وايې چې ماته ابوالشعثاء وويل چې حاکم بن ايوب څوتنه دقضا لپاره ګومارلي  دي .زمانوم هم پکې دی .مګرکه ما مجبور کړي چې دامنصب ومنم زه به پخپله اوښه سپور شم اوچيرې لرې به لاړشم .په ابوالشعثاء ( رح )هغه اوښه چې حج ته پرې تللی وبيخي زياته ګرانه وه . وييل به يې چې هغه اوښه چې ما پرې وقوف عرفات کړي دهرې بلې اوښې نه مې ډيره زياته خوښيږي .ماته دهغې دوسوه ديناره قيمت راکول کيده مګر ومې نه پلورله . دخدای  )درضاپه خاطربه يې لکه دمکې مدينې  دسواري کرايه، دغلام دازادولو قيمت ،اويا هم دقرباني دڅاروي داخيستلو په بيعه ( نرخ ) په لاندې اوباندې کې به يې  چيړ نه خوښاوه .هسې هم ډير پرهيزګار اومحتاط و. د دونيامالداري يې نه خوښېده.يوځل يې عمرو بن دينار ته  وفرمايل چې په دنيا کې صرف ديوه خره د (سواري) مالک يم .يوه شپه  يې چېرته دتلو په وخت کې دسپيودخوړلوله وجې دچا له شپول نه دبانس يو لرګی راويست .کورته له رارسيدو ورسته يې دکور غړو ته وويل دالرګی مې دفلاني قوم  دباغ له وياړې (شپول ) نه راويستی دی .خلکووويل چې سبحان الله ياابوالشعثاء(رح)دالرګي دومره ارزښت لري؟ ابو الشعثاء (رح )ورته وفرمايل چې که همداسې هرلاروی يو يو لرګي ترې وباسي داشپول به له منځه لاړشي .کله چې سباشه هغه لرګي يې بيرته هماغه ځای ته يووړ.ابوالشعثا په ۹۳هجري کې وفات شوی .کله چې ابوالشعثاء( رح ) ښخ کړای شو قتاده ( رح ) وفرمايل ،،نن دځمکې علم ښخ کړای شو ،،

بختيارځدراڼ

تبوک سعودي عرب