اوبه نه كته ځئ نه پورته . رحمتي ګيلانو ال
2009-07-03 17:31:44
اوبه نه كته ځي نه پورته
راځه جباره كورته
دا متل دګيلان اودناوې په شاوخواسيموكې له ډيره پخوا ويل كيږي، سپين ږير و اومشرانوته سينه په سينه پاته شوى دى ، چې ددې متل داسې كيسې كوي :
وايې په تيرو وختوكې دناوې په پيل دګيلان په پاى كې دجبار كلاپه نوم يو كلى و چې اوس هم شته داكلى دپوندوپر لاره كې پرو ت دى ، نورپونده لوړوسيموته تيريدل دتره كي دليليزو،مانخيلو، ناخيلو ،شبې خيلو پونده دلته پاته كيدل ، په تره كي نيكه په قوم كې دليليزو پښه ډيرستانه ، منلې له بدو لرى بي ازاره ده ،پرهيزګاره خلګ دي ښه علمى او روحاني شخصيتونه پكې تيرشويدي ،دمشرانو له خولى چې ليدلي اواوريدلي يې دي وايې چې دعايې په دعانه ګډيږي ، چې چاته يې كړيده هغه اسمان ته ختلي، خوښيرايې بيا ترسړى پوري وو ري وزي ،چاته چې خوله خلاصه كړي اوپخه يې وركړيې اوه پيړي يې قد نه دى سم كړى ،توبۀ توبۀ ددوي له ازاره ،
وايې يو مهال دوبى و و ديوه شپانه رمه په كښتونو ګډه شوې وه كليوال ورته راووتل شپه يې سم پرله واړاوو ښه يې وواهو، يو څوپسونه يې ترينه راوګرځول ،وروسته مشرانواوسپين ږيرومركې او جرګې جوړي كړې روغه يې وكړه مركې ته يې ښه چاغ مږان حلال كړي و نوريې بيرته وركړل ، اودايې هم پرايښې وه چې نوربه ددوي دكښتونوخواته سپنګې نه ورهسكه وي لري دي په دښتونوكې ګرځي .
څو شپې ورځې تير شوې بله ورځ غرمه وه چې شپانه رمه تركلي پورته چوته داوبه ولولپاره وروستله دكلي ځوانانو چې هغه شپه اورمه وليده ورغلل شپانه ته يې سپكي سپوري وكړې په دې مها ل جبآر هم راپيداشو چې دكلي ملك غوندي و او په كاريزكې يې ډير ملك درلود ،دځوانانو ملايې وتړله شپانه نيمه رمه اوبه كړيې وه نيمه پاته وه دهغه وخت رمې وې خداى خبر ځو سوه پسونه به وو،جبار پرځوانانو غږوكړ:
- هله زرشئ داهغه شپه دى چې زموكرونده يې پوولې وه ،پسې وايې خلئ چې رمه اوبۀ نه كړي چو راډكه وي ؟
ځوانانودرمې په شړلو پيل وكړ شپانه چې هر څونه زارۍ وكړې چې رمه اوبوته پريږدي چانه ورسره منله ، راغلى جبارته يې په ناهيلي وويل :
- دادخداى بې زبانه له سهار راهيسي تږى دي له خدايه وويريږئ پريږدئ چې اوبه يې كړم بيا پر دي خوانه راځم .
ستادرمې غم خواره خوموږنه يو نوركاريزونه هم ډيردي ، زموږ چو راډكه وي بيايې په دي وخت كې څو ك پاكولا ئ شي .
دشپنو پرځان دومره خوا نه بديږي لكه پررمه چې خپه كيږي ، زاريو يې ځآ ى ونه نيو ، تندى يې ګونځي ګونځي شو پلنې وريځۍ يې پرسترګو راپرې وتلې ، دغريب په اوښكو لندي شوي حيران يې يواري رمې بيا جبار او ځوانانوته وكتل چې ميږي يې شړلې ،
كوسى يې پرځان سم كړ لرګۍ يې پراوږه كيښود، په رمه پسې روان شو ،جبارله ملګروسره په زوره پسې وخندل ځوګامه لاوړاندى نه وو تللى چې پښه يې ونيوله شاته يې وكتل ددوى نارو ډيروځوارواووپرغږيې كړ:
= څه توره مو وكړه بې زبانه حيوانان مو له اوبووشړل له خدايه نه ويريږئ خاندئ هم .
= ځه ولاړشه ته موږته نصحت مه كو بيا كه مې په دي خوا ليدلي وي يادي ميږي اوبوته راوستلي وي پر پښوولاكه ولاړ راچي ولاړشې .
شپانه سروځړاوو څونوري تودي ترخې يې هم واوريد دتږو پاته شويو ميږونارې اوبوغاري يې ترزړه پوري ووري وتلې ، ددوئ خندا او سپكو سپورو ډير وځوراوو،له درده لكه مار پرځاى راتاو شواسمان ته يې وكتل سوړ اوږداسويلى يې وكيښ له خواشينې يې سترګې سرې شوې ،شونډي يې په غاښوكې دونه كلكې ونيولې چې دغاښو ځايونه پكي سم مالوم شول ، بيايې وښورولې يو څه يې وويل ، سريې وښوراوو دجبارخواته چې دچو هغې خواته ترونولاندي له ملګروسره ولاړو روان شو ، څوګامه وړاندي ترجبار مخته دكاريزدنه راوتلى وه شپه ورغلى ددنې پرخوله ودريدو، په زوره يې لرګې پرټك واهو ، په خواشنې او مايوسانه ژبۀ يې په ژړغونې غږوويل :
= اې دخداى رڼو اوبو :
زما رمه تږيې ولاړه . داظالمانو له تاسو وګرځوله چې تاسو زما دبې زبانه حيوانانو داوبه كيدو واك نه لرئ ، دخداى په حكم نو رله دي دنې لاندى ولاړي نه شئ ،
وركښته شو لږ خاوره يې ورواخستله څه يې پرې وويل چوپ يې كړل دنې ته يې وورشيندلې ، دوه دري وارې لرګۍ پر تګواهو ترشايې ونه كتل ترينه روان شو ، دده خبري جبار دوئ ته ټوكې ښكاره شو ې نوريې هم پسې وخندل شپه ولاړئ ، تږيې ميږي وشړلې جبار اوملګر ي په ګپه ګپه دكلي خواته ولاړل .
دهري ورځې په تيريدوسره اوبه كميږئ بله ورځ چې سهار خلګ راپورته كيږي لښتى وچ دي اوبۀ پكې نشته كليوال سره خبرشول پرچو ددنې خواته ولاړل كه ګوري دنه له اوبوډكه ده لاندى نه رابهيږي . دشپانه كيسه ياده شو ه مشرانو جبار اونوروته خشكې سپكي سپوري وكړې خو ډيرو داخوسې خبري وګڼلې چې شپه دي دونه كرامت ولري ، شپې ورځې تيريدلي كليوال پر دې سلاشول چې پركاريز كارپيل كړي ، چې اوبه چيرته بندى شويد ي.
كښتونه مخ په وچيدو شول مزدوران يې راوستل كليوالو دكاريزپه ښكلواو پكولو پيل وكړ . څو مياشتي كاروكړ خولې يې پاكې كړې ،خو هيځ كټه يې ونه كړه اوبۀ له دنې دبآندي نه راوځي .مشرانو ورته ويل چې ددي كاريزدليليزو پخه وخوړه له شپانه بښنه وغواړئ ، جبار اونور و، ورسره نه منله خپل كاريې كاوو مياشتي تيرې شوې ، بله ورځ جبار ډير وځنډيدو كورته نه ورغلى ،ميرمن يې له ځنډيدو په انديښنه كې شوه ، پسې راووتله چې ګوري جبار پر كاريز له كاريز كنو سره ګرځي په لاسو خبري كوي دميرمنې چې دده په ځنډيدو ډيره خواشنې شوې وه پر ناري يې كړې ، ....
اوبۀ نه كته ځي نه پورته
را ځۀ جباره كورته پا ى رحمتي ګيلانو ال