د فريدالله قربان دوه غزلونه
2010-01-16 03:33:36
غزل
پام جوړ ې نکړې ليونيه و کيسې ته شونډې
ګنډلي ښې دي د نفرت دې زمانې ته شوندې
ښايې جذاب حسن مينه کړې پخپله په ځان
دا چې بې واکه ورنږدې کړې ايينې ته شوندې
پريږدئ ټپې ووايې سپک کړي زړه له غمه ځينې
حالاتو مه چيچئ له قهره پښتنې ته شونډې
زما د ارمان پر قبرو مه لوله دهيلو شناختې
ګرنې پخپله څله نيسې و لمپې ته شونډې
ستا د يوې ادا پيچلى مضمون نه شي ژباړۍ
شاعر احساس مې تپوي دشپې ډيوې ته شونډې
قربانه ښکل مې نکړ خال لکه آسود د زنې
وړي مې نه دي لا ديار دمخ کعبې ته شونډې
فريدالله قربان
4/2/2009
غزل
تا چې هر ځل وکړه نو هر ځل دې کړه ماته وعده
ستاد وعدو له لړۍ يوه هم نه شوه پاته وعده
زه مـې وعده د زړه پر کاڼي ليکم نه ورانيږي
ته چــــــې وعده کــــوي نو ووايې هوا ته وعده
ته دې لاس راکړه ستا دې واړه ښه په ما پسې شي؟
چې د اځل نه پريږدې دتير په څير ميراته وعده
نور د ماضي په کاڼو نه ولو تندى د قسمت
راځه چې دواړه سره پريږدو نور ه شاته وعده
قــــــربانه ماته د يار هـــــره ادا داسې ياده
لکه د هورو چې وي ياده و ملا ته وعده
فريد الله قربان
4/2/2009