کونړ:دخپل منځي شخړدوزیاتیدو ګواښ خلک ویرولي
2009-07-04 03:53:44
کونړ:دخپل منځي شخړدوزیاتیدو ګواښ خلک ویرولي
دکونړولایت په څوبیلابیلوسیموکې پرلپسې خپل منځي شخړې چې د درنې مرګ ژوبلې لامل شوي تازه يی دوتپوراوشیګل په ولسوالیوکې دي چې دوړوستونزوله سره راپورته شوي ددې ولایت ډیری خلک په دې اند دي که ددغو پیښومخه ونه نیول شي په اورکې به يي ګڼ خلک وسوځيږي دغه بدۍ ځمکو،دکورنیودماشومانوله جنجالونو،او ورته نوروکوچنیولانجوزیږنده وي چې پایلې يي له هر کاله دڅو جنازو دځوانانوغاړې ته د بې ګټې ټوپک په غاړه کیده اوله خپل کورکلي کډه تړل وي داچې ولې د داسې پیښودمخنیوي غوڅې هڅې نه ترسترګوکيږي ډير يي دپړې ګوته مخامخ حکومت ته نیسي دکونړولایت دوټپورولسوالۍ اوسیدونکی خيرمحمد وايي له یوې خوا دولتي ادارې ددې وړتیا نه لري چې په وخت پيښوشوو ستونزوکې دمرګ ژوبلې مخه ونیسې اوبله داچې ډیرخلک په لوي لاس دې ته اړکیږي چې یوبل ته په یوې ړوې خبرې ګوته په ماشه شي ځکه په دولت کې شخړې ژرنه اوريږي اوکلونه کلونه ديوه ټوټه ځمکې پرسردعوې چليږي چې دځمکې له بیې ډيرپیسې پرې لګیږي دخيرمحمدپه څیردکونړیوقومي مشرنصرالله صافی هم حکومتي چارواکي په دغه برخه کې پړه ګڼي دې له یوې بلې پټې پیښې پرده پورته کړه داسې چې دچپې درې ولسوالۍ په لنډه لام سیمه کې دتیرو اتوو کلونوراهسې دخپلومنځي شخړوپه ټس کې سلګونه تنه وژل شوي اولاهم دسیمې اوسیدونکي یوبل ته په مورچوکې صافی وویل څو وارې يي ددې ولایت چارواکوته دغه موضوع رسولې خوچاپرې غوږنه دی ګرولی که حکومتي چارواکي اوقومي مشران دخپل منځي شخړوداواري هڅې ونه کړي دډیرونورژوندهم په ګواښ کې دی خو په دغه برخه کې یوې بلې لوې ستونزې ته ګوته نیول کیږي اوهغه هم په ولسي تړودداسې ستونزو اورول دکونړولایت یوبل اوسیدونکی هجرت الله وايي په دې وروستیوکې هغه خلک چې په لڼډوخت کې يي پيسې پیداکړي اوکوم قومي اوعلمي تړاوو نه لري دغه اصل ته زیان اړولی اوهغه څوک چې دوخت دزراوزور خاوندان دي دملکۍ اومشرۍ دعوې کوي نوموړی اندیښنه څرګندوي که حالات داسي وي زموږدکلتورنوروبرخوته به هم ګواښ پیښ کړي