عبدالله نظامي د شريعت غږراديوهمکارنه دى
2009-09-04 04:22:12
ليکنه :
خپروونکی : رحيم ګل څاروان
نېټه : ١١ / ٦ / ١٣٨٨ | 2009-09-02
عبد الله نظامي: له شریعت غږ راډیو سره زما د همکارۍ رپورټ غلط دی
په کنړ کې ازاد خبریال سید عبد الله نظامي وايي په لر او بر ویبپاڼه کې سهوا داسې رپورټ خپور شوی چې له مخې یې دی د شریعت غږ راډیو همکار بلل شوی، هغه وايي، ده څه موده وړاندې ځېنو ویبپاڼو ته د یوه خبریال په توګه خبر د خپراوي لپاره لېږلی وو چې په کې یې د شریعت غږ راډیو د خپرونو د پیل نه ویلي وو، عبدالله نظامي وايي دا خبر یې د ژورنالیستیکي اصولو له مخې لیکلی.هغه وايي په ځېنو ویبپاڼو کې د بیا ځلې لپاره خبر په غلطه را اخېستل شوی او په ناسم خبر کې راغلي چې سید عبد الله نظامي د شریعت غږ راډیو همکار دی، دی وايي له دې راډیو سره هیڅ راز همکاري نه لري.