نوم:   نورشاه نوراني

ښار:   خوست

د خوښې کتابونه:   چنارخبرې کوي ، ستوري په لمن کې ، طاووس بڼکه اودري ګوټيزې دايرې

د خوښې شاعران:   پير محمدکاروان , استاد پسرلی ،درانی، سايل، سالک ،سعود او ليوال

د خوښې سندرې:   لامې چې زړګي ته رانږدې نه وای

لنډ ژوندليک:

ليکونکی : محمدقاسم عارف پېښور ___ ښاغلى نورشاه نوراني دخوست ولايت داسمعيل خېلو اومندوزيو ولسوالۍ دحيدرخېلو دقوم دترخېلو په كلي كې دمرحوم خداى بښلي زاهدشاه په درانه اودينداره كورنۍ كې په ١٣٥٣هـ ل كال كې نړۍ ته سترګې پرانېستې ،نوراني ددې ترڅنګ چې دحيدرخېلو دمحمد صديق (روهي)لېسې ددوولسم ټولګي فارغ شوى ،اوس مها ل دخوست په عالي دارلمعلمين دپښتو ادبياتو په څانګه کې ددوهم کال محصل دی ،خولا ناهيلې نه دى خداى دايې دمرګې له غوټې وساتي انشاالله په نږدې راتلونكې كې به دلوړو زده كړو څخه هم برخمن شي . په هيوادكې داوسنۍ مروجې تكنالوژى كمپيوټر اوانګليسي سره ترډيره بريده بلديت لري . اودژورناليزم په برخه كې يې يوشمېرلنډمهالي كورسونه لوستي دښې پراخې مطالعې او پخې تجربې خاوند دی چې اوس مهال دشپږوكالونو راپدېخوا په ژورنالستيكوفعاليتونو بوخت دى ، دتيرو څلورکلونوراهېسي داطلاعاتو اوکلتور رياست دباختراژانس دمدير اودملي تلويزيون سره دخبريال په توګه دنده پرمخ وړي او ددې ترڅنګ په خوست سيمه ييز تلويزيون کې د دووکالو راپه ديخوا دخبري څانګه مشر دی دلسو كالو راهيسي په غونډو اوادبي بنډارونوكې دشعر په ژبه لكه سندمار بلبل ګړيږي . په ډيرو مجلو، اوونيزو ،ورځپاڼو اودخوست دځوانوشاعرانو په ګډو شعري ټولګوكې يې شعرونه خپاره شوي نو ځکه خويې دخوست دځوان غزل ليکونکوپه سر کې ديوه سرلارې شاعر په توګه ځای خپل کړی ، دشعردليكلوسره جوخت دنثر په ليكلو كې هم پوره لاس لري، زيات شمېر ناچاپه شعرونه اوادبي ليكنې لر ي نوموړی په فرهنګي ډګركې د يوشمير چاپي خپرونوسره دهمکار مهتم او مرستيال په توګه هم پاتې شوی چې فعلاً دشعرونودوې ناچاپې ټولګې د لنډو کيسواو ادبي ټوټوناچاپې ټولګې لري چې تمه ده دشعرونويوه ټولګه به يې په نږدې راتلونکي کې خپره شي يادونه : پورتنی ژوند ليک مو دنوراني له اوسني هغې کتاب څخه کاپي کړ چي اوس مهال خپريدو ته چمتو دي .

البمونه

نيټه نوم انځورونه
2008-08-14 23:11:54 انځوريز ويبلاک 12