نوم:   قادر شاه

ښار:   خوست

د خوښې کتابونه:   پاتې شه باران دى ، كله چې ته خپه شې ، جانانه ستا تر دره څنګه درشم او ...

د خوښې شاعران:   غفور ليوال، سعود، اجمل اند ،بشيرګواښ او ومان نيازى

د خوښې سندرې:   سترګو د جانان كې زما ښكلي جهانونه دي - وا دې خله دنيا زه وږى ستا د دنيا نه يمه (بريالى صمدي ، هارون پاچا، سرفراز، ( پښتو) سونونيګم ( هندي) احسان ا

لنډ ژوندليک:

پرون تاچې تا په يوه نظر څوك مړ كړ ها خوستى وو خوستيان پور لري جانانه د پاسنى بيت شاعر قادرشاه دى. قادرشاه په اتم ټولګي كې و چې د شعر ښه لوستونكى و خو كله نا كله به يې شعر نيم هم ليكه ، د ده په وينا هغه مهال به د دوى په ميلمه خونه كې ډير كله د خوست شاعرانو او ليكوالانو ادبي بنډارونه جوړول چې دى يې شعر ليكول ته وهڅه وه . نوموړى د خوست ولايت د متون د كجيري كلي كې په يوه روڼ انده او دينداره كورنۍ كې دنيا ته راغلى. د قادرشاه پلار زاهدشاه انګار د هيواد تكړه شاعر او ليكوال دى چې د ده په رزونه كې لوى لاس لري. نوموړى وايي چې لومړى شعر يې په شپه كې ليكلى و او تر څو كلونه يې پټه شاعري كوله ځكه دى ويريده چې د زده كړو پر مهال به يې پلار له شعر ليكلو سره مخالفت وكړي. قادرشاه اوس نيږدې دوه ويشت كاله عمر لري د ۱۲۰ په شاوخوا كې شعرونه او غزوله يې ليكلي دي، دى ډير كله واړه نظمونه او ازاد شعرونه ليكي خو غزلونه يې ډير د ستايلو وړ دى. د ده شعرونه د پښتو ژبې بيلابيلو سندرغاړو د ترانم په انداز كې ويلي دي خو دى هڅه كوي چې شعرونه يې بايد په بازاري بڼه ونه لوستل شي. قادرشاه د سيدشاه سعود ، غفور ليوال، اجمل اند او ومان نيازي شعرونه ډير لوولي. نوموړى د شعرونو يوه ناچاپه ټولګه لري او شاوخوا يوولس لنډې كيسې يې هم ليكلي دي، دى د خوست پوهنتون په ژورناليزم پوهنځي كې د وروستى كال محصل دى. اوس مهال قادرشاه په خوست، پكتيا او پكتيكا ولايتونو كې د لمر ، طلوع او ارمان FM راډيو خبريال دى، او تل په ډير ښه ډول د خوست انځور په ملي او نړيواله كچه خلكو ته وړاندې كوي، نوموړى د تفريحي خپرونو په چلولو كې هم بې سارې مهارت لري نو همدا وجه ده چې ډير خلك د ده له نوم او خبرو سره مينه پالي، دى د خوست په سولې پيغام راډيو كې د عمومي پرديوسر دنده هم په غاړه لري. قادرشاه زما د نيږدې ملګرو له ډلې څخه دى ښه او ټولنيز اخلاق لري ، تل له ملګرو سره ټوكې ټكالي كوي او كله كله غوسه كيږي هم چې ټول ملګري يې له غوسې سره بلد دى. شهزادالله حميدي - خوست

البمونه

نيټه نوم انځورونه
2008-03-28 03:06:43 الوېښ 16