نوم:   سيدعبدالبآري روحاني سيدعبدالباري روحاني

ښار:   كندهار

د خوښې کتابونه:   يوزيات شميركتابونه مي خوښ دي ځكه ملګري اولارښوونكي دي

د خوښې شاعران:   ټول درديدلي پښتانه شاعران له چې داولس په غم دشمع په څيرويليږي

د خوښې سندرې:   ټولي هغه سندري چې اشعار يي حيقيقي وي اوددي ترڅنګ هغه سندري چي هماسي وي

لنډ ژوندليک:

سيد عبدالباري روحاني يم دسيدحاجې محمدانعام روحاني زوي اودسيدحاجې فيض محمدروحاني لمسى دنن څخه ۲۶ كاله وړاندي (۱۳۵۱ ) ه ل كال دزمري دمياشتي په شپږمه نيټه دكندهار ښارپه دوهمه ناحيه كې دالكوزوپه كوڅه كې زيږيدلى يم . لمړنۍ ذده كړي مې په مشريقي عالې ليسه كې تردوهم ټولكۍ پوري وكړي . وروسته ګاونډي هيواد پاكستان ته دروسيي دسره وحشې اوځنګلې يرغلګر پوځ دظالمانه تيرې له امله چې زموږ پرګران هيواديي وكړ دنوروهيوادوالو په څير موهجرت ته مخه كړه .هلته مې دكراچې ښار دشيرشاه په پرايمري سكول كې تر شپږم ټولګۍ پوري تدريس وكړ .اوثانوي ذده كړي مې دلته دكندهار ښار په حاجې ميرويس خان نيكه عالې ليسه كې تر۱۲ ټولګۍ پوري ترسره كړي . په ۱۳۸۱ ه ل كال كې مې دښووني اوروزني رياست په چوكاټ كې رسمي دنده پيل كړه اودشاه محمود هوتكې ليسه كې لومړى دښوونكي او څه موده و روسته دهمدي ليسي دسرښوونكې په حيث په دنده وګمارل سوم. په دي وخت كې دوخت څخه په ګټي اخستني څخه په دي وتوانيدم چې دكندهار دعالي دارالمعلمين دساينس اوبيولوژي په برخه كې لوړي ذده كړي ترڅوارلسم ټولګۍ پوري وكړم چې ددووكلونوپه تيريدوسره مې دغه هيله هم پوره اودڅوارلسم ټولګۍ څخه په دريمه درجه فارغ التحصيل سوم . په ۱۳۸۱ ل كال كې ۶ مياشتي دشاه محمود هوتكې دليسي ښوونكې اوورسته څه باندي ۳ تعليمي كلونه دهمدي ليسې دسر ښوونكې په حيث مي دنده پرمخ يووړه ددي ترخواڅه باندي يو كال مي دشهيد عبدالاحد كرزي روزنتون كې دسرښوو نكي په حيث دنده ترسره كړه په يوناما مؤسسه كې دسوپروايزر په توګه دملالې ميوندۍ شخصي تعليمي مركز كې دمدير په توګه او دژرناليزم په برخه كې د ابتداْيه خبريالې ترعنوان لاندي په كابل كې دانټرنيوز دفتر له لوري داير سوي كور س څخه فارغ همدارنګه دطنين مؤسسي له خوا د پيشرفته ژور ناليزم ، كول ايډيټ ، پښتو ،او وينډوز پروګرام په اړه مي پيل سوۍ وركشاپ پاي ته رسولي دى د ويژيونر مېډيا له خوا يوه نيمه مياشت د پروډيوسرۍ، اېډيټينګ او خبريالۍ په برخه کې دبهرنيو استادانو له خواراته تدريس راکول شوی اودتيروڅوكلونو په جريان كې مې يوزيات شمير په بيلابيل ښوونيز سمينارونه او وركشاپونو كې برخه اخيستي ده . اودتير وڅه باندي دروكلونوراهيسي دادى په هيوادټلويزيو ن اوافغان ازاده راډيو كې دپروډيوسر اووياندويي چاري پرمخ وړم . ددي ترخواخپلي ژبې اوفرهنګ سره دميني اووفادارۍ په موخه مې قلم اوچت كړيدى دروحاني په نامه مهالنۍ چاپي خپرونه چې مخكې جريده وه اوس يي دمجلي په بڼه خپل په شخصي لګښت چاپوم چې دهيوادبيلابيلوولايتونو په خاص ډول جنوب لويديځ زون خلكوپوري په وړياډول ورسيږي هيله مې همداده چې بخښونكى خداي راته په نيكوكړونو قوت راكړي چې خپل دژوندترپايه هيوادوالوته مصدردچوپړ وګرځم دنيمګړي ارمان دپوره كيدوپه هيله

البمونه

نيټه نوم انځورونه