نوم:   محمدصادق رښتينى

ښار:   کندهار

د خوښې کتابونه:   تاريخي

د خوښې شاعران:   درويش درانى

د خوښې سندرې:   کندهاري محلي

لنډ ژوندليک:

نوم مي محمدصادق رښتينى دمحمدنذير زوى يمه په ١٣٦٨ ه کال مي دې فاني دنيا ته سترگي پرانستې دکوچنوالي څخه مي د ژورناليزم سره زيښته علاقه وه په همدې خاطر دښوونځى د٩ ټولگى څخه مي دښوونځىو په پروگرامو کې دآننثر يا نطاق په توگه په پروگرامو کې برخه اخستل همدا مينه او علاقوه چي دمکتب په يوولسم ټولګى کي مي دښوونځى دنوروزده کوونکوپه ملتيادخوځښت مياشتنى جريده راپيل کړه تردولسم ټولگى پوري مي دنوموړى جريدي مسوول مدريت په غاړه درلود ترهغه وروسته مي دلوى کندهار دزده کوونکودټولنې بنښټ کښيښود اوپه همدې ټولنه کې مسوول مرستيال اودهمدې ټولنې څخه دخپرېدونکى دوې مياشتنۍ [ښوونځى ] مجلې مسوول مدير وټاکل سوم . په دغه لړکې دڅو مياشتو لپاره په کندهار کي دسورغر اونېزي خبريال وم په همدې وخت کې دميرويس نيکه ليسې د دولسم ټولګى څخه فارغه سوم . وروسته مي دکندهار کليد راديو سره د رپوټر په توگه دنده پيل کړه اوس په يادسوى راديوکې دخبري څانگي مسووليت رادغاړي دي . خوږو لوستونکو هڅه کوم چي ټپې ته دنورو مطاليبو ترڅنګ وخت په وخت تازه خبرونه اوپېښي پورته کم خو په دې لاره کي ستاسي همکاري ضروري گڼم . ستاسې نظرونو وړانديزونو ته سترگي په لاره يم . کولاى سي په لاندي پته راسره اړيکى ونيسى . تليفون شميره 0797628303 radio.kandahar@gmail.com m.rishtinai@yahoo.com

البمونه

نيټه نوم انځورونه
2008-09-19 04:31:21 زما ملگري 12
2008-09-20 06:54:53 کندهار 17