نوم:   خليل الله مايار

ښار:   غزنی

د خوښې کتابونه:   علمی او مسلکی کتانونه

د خوښې شاعران:   عبد الباری جهانی

د خوښې سندرې:   وطنی سندری

لنډ ژوندليک:

نــــوم می خلیل الله او ما یار تخلص کوم او د پلار نوم می مې انجنیر لعلون دی. كابو ۲۱ كاله وړاندې مې والیخیلو نومې سيمه كې دې نړۍ ته سترګې رڼې كړې دی،والیخیل هغه سيمه ده ،چې دغزنی ولايت دمقرولسوالۍ په غرو رغوكې راتاوه شوې ده اولوى الله ورته يوه ځانګړې ښكلاوربښلې ده . لومړنۍ زده كړې مې دشهيد محمدالله په لومړنی ښوونځۍ كې ترسره كړې ،تردې وروسته مې سلطان شهاب الدین عالي لېسې ته مخه كړه اوبلاخره مې له نوموړې لېسې څخه په لومړی درجه دبري پاڼه خپله كړه . په همدغه كال مې سمدلاسه دكانكورپه آزموينه كې هم ونډه واخيستله دنوموړې آزموينې پايلې دكابل پوليتخنيك پوهنتون دساختمانی پوهنځۍ ته بريالى ښودلى وم ،په نوموړي پوهنتون كې دادى دخپل پنځم كال اوږدې ورځې اولنډې شپې تيروم .دنوموړي پوهنتون د ودانولو پوهنځی د صنعتو او مدنی ودانیو په څانگه كې دانجنيرۍ په زده كړوبوخت يم .او د همدی مهال په اوږدو کی د نوموړی څانگی د اړونده ټولگی اول نمره پاته شوی یم. د رسمی زده کړو سربیره د کمپیوټر په برخه کی د بیلابیلو مسلکی او نامسلکی پروگرامونو او سافت ویرونو سره بلدتیا او لاس رسی لرم. مورنی ژبه می پښتو او په دری او انگلیسی ژبو هم روانی خبری کوم. دغه مې د ۲۱ كلنې دورې بېلابېل پړاونه وه ،چې ځينې مې درته په ګوته كړل، او له تاسو څخه هیله کوم چی دروان ژوند د بریاوو په اړه راته ډيرې دعاوې وكړئ . په گران هیواد او ټوله نړی کی د اسلامی نظام د حاکمیت او اسلامی قانون د پلی کیدو په هیله ! تل دی وی اسلام!!! خلیل الله"مایار" مقر دبهأولحق بابا دغره هسکی څوکی

البمونه

نيټه نوم انځورونه
2008-10-15 06:48:30 خليل الله مايار -12