ښځي زوره ورې دي

 

 

ښځي زوره ورې دي

کوميدي ډيرمه

ليکوال :مبارزبيدار

لوبعاړي:سړي ٣٠ کلن ښځه ٢٥کلنه

 دکلي يولنګ شټ

دکوردانګړه څخه يوفوروفيل شټ شوروع وروسته وروراوټ اخيستل په داسي حال کي چي ښځه دانګر په منځ کي غواوليشي اوسړي په کټ کي پروت ده شوروع کيږي

ښځه :خپل خاوندباندي غږکوي ورته وايي اي سړيه جيګ شه نوره خوبونه پريږده ټول کليوال پټوته اوبه ورکوي اوته بيغمه خوبونه کوي

سړي:دخوب په حال کي ښځي ته وايي ستادپټوسره څه کارده خپل دکورکارونه اوبس

ښځه:(په خوږه اوازسره )ورته وايي اي سړيه نه ګوري څومره قيمتي دي دبرمي اوبوته موهم واس نه راسيږي ځکه درته وايم

سړي:(په غوسي سره ښځي ته وايي اوس ته ماته ناصحت کوې بس چې نورې خبرې ونکړې

ښځه : ښه چې بيا ونه وايې چې د اوبو وار تېر شو

سړی: ياره ښځې ستا هم دومره خبرې دي دا دی لړم خو ګوره چې لمر راوخيږي د چای او پراټو غم درسره اوخوره هو رېښتيا د تېرې ورځې په شان نشي چې پراټې نه ځما د خوارک وې او نه د چرګانو

ښځه: په داسې حال کې چې غوا ته واښه اچوي خاوند ته وايي ښه ته ورځه زه به دې هر څه غم اوخورم

سړی: خپله بيلچه راخلي او دې کور څخه دې پاټو په طر حرکت کوي د لارې په اوږدو کې د يو کليوال څخه پوښتنه کوي چې زما دې اوبو وار کله دی

کليوال : د ستومانی په حال کې ورته وايي ورور جانه لا تر اوسه پورې ماته وار ندې رارسيدلی دا ډېره لرې خبره ده که دې وسه دې کيږي پټي همداسې وچ واړه وه

خاوند: فکر کوي او ورته وايي ياره ستا خبره هم صحي ده همداسې کوم

کليوال: څنګه فکر کوې زما خبره سمه ده زه په خپله همداسې کوم

خاوند: پداسې حال کې چې خپله مله په دسمال باندې تړي او د پاټو په اړه ولو پيل کوي د کار په اږدو کې په ښپه کې يې درد راځي وای وای نارو باندې پيل کوي او ځان سره وايي ياره ښځې دا ټول ستا د لاسه

د کور په طرف حرکت کوي او تګ په اوږدو کې ځان سره وايي چې وای خپه مې ماته شوه په همدې حال کې د خپل کور دروازې ته راسيږي او دروازې څخه غږ کوي اې ښځې چيرته يې خپه مې ماته شوه

ښځه: پداسې حال چې لاسونه يې په اوړو کې بند دي خاوند باندې غږ کوي لاسونه خو دې روغ دی درد خو دې په ښپه ده چيغې مه واهه دا ګوانډيان به څه وايي

خاوند: د درد په حال کې ياره ښځې اول مې درته وويل چې پاټو ته مې مه ليږه پاټو نه ټول کاڼي جوړ شوي دي

ښځه: د افسوس په حال کې خاوند ته وايي د کټ باندې کينه هر څه به سم شي

خاوند: د درد په حال کې ښځې ته وايي کټ له کومه شو يو کټ يا بالښت خو راوړه چې پرې کينم

ښځه : وې خدايه او سړيه نه مې ګورې چې لاسونه مې په اوړو کې بند دي

خاوند: ياره داسې ښځه چا ته مه ورکوې لکه ماته چې خدای راکړي ده

ښځه: په غوصه خاوند ته وايي څه دې وويل

خاوند: په چپلوسۍ سره هيڅ هسې ستا صفت کوم

ښځه : ښه اوس ووايه چې په کومه ښپه دې درد دی؟

خاوند: پدې ښۍ خپه باندې مې درد دی

ښځه : په څه شي باندې درباندې مالش کړم

خاوند : په غوصه ورته وايي هغه د سپرې غوا غواړي دي راوخله چې په پنډو پنډو واښه ورته راوړم او شيدو او مستو مالومات يي نه کيږي .

ښځه سپيره ورته ماوايه همدغه غواده چي کوردي پري اباددي.

سړی ، ځان سره وايي په ريښتيا چي ښځي زوره وري دي

ښځه .خپل خاوندته وايي بياڅه دځان سره خبري کوي .

خاوند، ياره ښځي پشي ځي ميونوي کړي بياته اوريدلي وي.

ښځه، دايوته يي چي نه څه اوري اونه ورته فکرکوي .

خاوند،ښځي ډيري خبر ي پريږده غوږشه چي يوشعردرته ووايم.

ښځه، اوس يي خوندوکړو نوروکارونوته دي ملاماته ده اوس ماته شعرونه وايي.

خاوند.ښځي يوخوته خپله خبره اوري اودبل چاخبره نه اوري شعردرته اوروم څه ټوکي خونه دي.

ښځه ،اوبه ګورم چي کومو ګلانوته اوبه ورکوي .

خاوند، په شعر وايلوباندي پيل کوي اوشعر پاي ته رسيږي .

ښځه ، اوسړيه ځان دي وشرمولو ستا شعربه ګونډيانوهم اوريدلي وي .

خاوند،پريږده چي اوريدلي وي دوي به هم په دباندي پوهه شي چي ښځي

دخپلوخاوندانو سره داسي ونکړي .

پاي