دپوهې ډيوې په نوم مجله چاپ شوه
2008-04-29 01:46:35
دپوهې ډيوې په نوم نوي مجله چاپ شوه
په هيواد کې د ټولو ولايتونو دپوهني رياستونو له جملې څخه لومړی ګام و چې د ننګرهار ولايت دپوهنې رياست کارکوونکو پورته کړ اودخپل رياست په چوکاټ کې يې ښوونيزه کلتور ي او ټولنيزه مجله دچاپ په ګاڼه سمبال کړه دخوست ولايت دپوهني رياست مسولينو هم دغې سالمې سيالي ته ورودانګل او ورګام يې پورته کړچې دادی دپوهې ډيوې په نامه نوي مجله يې چاپ کړه دغه مهالنۍ مجله چې دلومړی کال لومړۍ ګڼه ده پکې ښوونيز کلتوري اوټولنيز مطالب خپره شوي چې دپښتۍ په لومړۍ او وروستيو مخونو يې دبيلا بيلو اشخاصو اود يوشمير ښوونځيو لپاره دجوړوشوو نويو ودانيو تصويرو نه په رنګه اوښايست ته بڼه چاپ شوي چې دهر لوستونکي لپاره ددلچسپۍ وړ ګرځيدلی شي
دپوهې ډيوې مجلې دغه ګڼه دپوهني رياست ريس پوهنوال سيدعزيز احمدهاشمي په نو ښت دسيدموسۍ مجروح په مسول مديريت او دافسرولي سعادت په مرستيالۍ په سپين کاغذ کې په ٣٨ مخونو کې چاپ شوي
چې له سرمقالې وروسته پکې دپوهني وزير دمبارکۍ پيغام سوله کول دالله ج حکم دی ، دپوهني اوفوايد عامي وزيرانو خوست ته راتګ ، دعبدالله خان تڼې دعالي دارلمعلمين له مرستيال سره مرکه ، دسپورت نړۍ ، دکاڼې کرښې ، دښوونی اوروزنې حق ، په هيواد کې ښوونيز بهير ته ځغلنده نظر ، دغرغښت ليسې له مدير سره مرکه ، دشهيد اروښاد سيد عثمان حسيني داروښاد استادحکيم تڼيوال داروښادمحمد فيض خان لنډ ژوند ليکونه ،شعر اوادب دسبا په نوم داستاګل پاچا الفت ادبي ټوټه ، ځان پيژندنه يو شمير نورمطالب او دخوست په بيلا بيلو سيمو کې دښوونځيو لپاره دنويو جوړشوو ودانيو دمراسمو رپورونه خپره شوي چې دلوستونکو لپاره به يې لوستل ددوی په معنوی لوړتيا کې ګټور تمام شي ګرانو ليدونکو داچې ددې مجلې په غيږه کې اکثره مطالب په ښوونه اوروزنه پورې تړلې خو داطبيعي خبره ده هر ارګان چې په کو مه ساحه کې کارکوي نو هرومروبه په خپله خپرنيزه خپرونه کې دخپلو اړوندو کارونو په تړاو معلومات خپره وي ترڅو خپل ترسره کړي فعاليتونو خلکو ته په ليکلي بڼه وروښايي خو دغه مجله چې دپښتۍ په لومړۍ مخ يې ښوونيزه کلتوري اوټولينيزه مهالنۍ خپرونې ليکلي کيداشي هر لوستونکي دې پام وکړي چې ددغې مجلې په غيږه کې به دښوونيزو مطالبو ترڅنګ کلتوري اوټولنيزې مطالب هم پريمانه وي کله چې مونږ دنوموړي مجلې پاڼې يوه په بله پسې واړولې لکه چې مونږ ورته تمه وه برخلاف په هغې کچه يې کلتوري اوټولنيزه برخه کمزوري وه لازمه وه چې دکلتوري اوټولنيزو ليکنو برخه يې غني وی ځکه چې
يوازې دکتابونواومجلو لوستونکي د ښوونځيو اوعلمي مرکزونو مسولين اوشاګردان نه دي بلکي هر لوستۍ کس او په خوست د زياتو ادبي اوکلتوري ټولنو غړي دکتاب ، مجلو اودجريدو لوستنې سره دزړه له تله مينه لري او په همدې موخه يې لولې چې دوی په معنوي لحاظ يو څه ترې زده کړي زه دانه وايم چې زما خبره به پرځای وي خو ديوه لوستونکي په توګه مې وغوښتل چې دپوهني رياست داړوندې مجلې مسولينوته وريادکړم چې په راتلونکي کې دې دغې چارې ته پاملرنه وکړي ترڅو نه يوازې دخپل رياست کارونه ته دمجلې په غيږه کې ځای ورکړې بلکې نورې برخې يې مهم په ګټورو ليکنو رنګيني کړي که خدای کول په راتلونکي کې به ډيرې لوستونکي دکلتور اوټولينزې برخې په غنا سره دمجلې لوستنې وهڅوي