ماين چاودنې دوه تنه ووژل اويويې ټپي کړ
2008-05-07 01:43:58
نن سهار اوه بجي دخوست ښار او دعليشيرو ولسوالۍ ترمينځ دغځيدلي لارې پر سر دمهديخيلو په سيمه کې دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ اداري معاون په کرولا ډوله موټر پسې ماين چاودنه شوي چې له امله يې نوموړی او دده وراره وژل شوي او يو تن ملکی وګړی ټپي شوی دی
دخوست ولايت دامنيه قوماندانۍ د عامه افکارو مشر سمونوال وزير بادشاه زرغون ټال ته وويل :چې دغه چاودنه هغه مهال دامنيه قوماندانۍ اداري مرستيال سمونوال داودجان په کرولاموټرپسې رامينځ ته شوه چې دی له کور څخه خپلې دندې ته پرلاره اوورپسې ياد شوی ماين وچاوديده وزير بادشاه زياته کړه چې په چاودنه کې داودجان اودده واره وژل شوي اويوبل تن ملکی وګړی ټپي شوی اوموټريې هم په چاودنه کې له ترډيره بريد ويجاړ شوی دی .