پېژندګلوي
2008-02-27 22:49:55
ښاغلى نورشاه نوراني دخوست ولايت داسمعيل خېلو اومندوزيو ولسوالۍ دحيدرخېلو دقوم دترخېلو په كلي كې دمرحوم خداى بښلي زاهدشاه په درانه اودينداره كورنۍ كې په ۱۳۵۷هـ ل كال كې نړۍ ته سترګې پرانېستې ،نوراني ددې ترڅنګ چې دحيدرخېلو دمحمد صديق (روهي)لېسې ددوولسم ټولګي فارغ شوى ،اوس مها ل دخوست عالي دارلمعلمين دپښتو ادبياتو په څانګه کې دلومړی کال محصل دی ،خولا ناهيلې نه دى خداى دايې دمرګې له غوټې وساتي انشاالله په نږدې راتلونكې كې به دلوړو زده كړو څخه هم برخمن شي . په هيوادكې داوسنۍ مروجې تكنالوژى كمپيوټر اوانګليسي سره ترډيره بريده بلديت لري . اودژورناليزم په برخه كې يې يوشمېرلنډمهالي كورسونه لوستي دښې پراخې مطالعې خاوند دی چې اوس مهال دشپږوكالونو راپدېخوا په ژورنالستيكوفعاليتونو بوخت دى ، دتيرو څلورکلونوراهېسي داطلاعاتو اوکلتور رياست دباختراژانس دمدير اودملي تلويزيون سره دخبريال په توګه دنده پرمخ وړي او ددې ترڅنګ دخوست سيمه ييز تلويزيون سره په خپرندويه څانګه کې په وړخدمت بوخت دی په دندوسربېره يې ديوشمير چاپي اوبريښنايي رسنيو سره يې خپله فرهنګي مينه اوهمکاري تلپاتې ساتلي .دلسو كالو راهيسي په غونډو اوادبي بنډارونوكې دشعر په ژبه لكه سندمار بلبل ګړيږي . په ډيرو مجلو، اوونيزو ،ورځپاڼو اودخوست دځوانوشاعرانو په ګډو شعري ټولګوكې يې شعرونه خپاره شوي نو ځکه خويې دخوست دځوان غزل ليکونکوپه سر کې ديوه سرلارې شاعر په توګه ځای خپل کړی ، دشعردليكلوسره جوخت دنثر په ليكلو كې هم پوره لاس لري، زيات شمېر ناچاپه شعرونه اوادبي ليكنې لر ي نوموړی په فرهنګي ډګركې د يوشمير چاپي خپرونوسره دهمکار مهتم او مرستيال په توګه هم پاتې شوی چې فعلاً دشعرونودوې ناچاپې د لنډو کيسواو ادبي ټوټو هم ناچاپې ټولګې لري چې تمه ده دشعرونويوه ټولګه به يې په نږدې راتلونکي کې خپره شي
يا دونه :پورتنی ژوند ليک مو دنوراني له اوسني هغې کتاب څخه کاپي کړی چې دامهال چاپ ته تيار دی . قاسم عارف