Warning (2): touch() [function.touch]: Utime failed: No such file or directory [CORE/cake/libs/file.php, line 121]
Notice (8): Constant LOG_ERROR already defined [APP/config/core.php, line 110]
دکندهار دخپلواکي دلمانځلومراسم په تصويرو کي

دکندهار دخپلواکي دلمانځلومراسم په تصويرو کي

په كندهاركي دخپلواكۍ ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي دهيواد دخپلواکۍ نهه اتيايمه کليزه په خورا برم سره ولمانځل سوه


دهيواد ددغي وياړلي ورځي دلمانځني مراسم چي تيره شپه دکندهار ولايت  په منډيګک ماڼۍ کي جوړ سوي وه پکښي دکندهار والي رحمت الله روفي ، دولايت مقام مرستيال ډاکټر غلام جيلاني همايون ،اجرايوي لوي ريس حاجي محمد انس ،دولايتي شورا ريس احمد ولي کرزي ،قومي مشر حاجي پاچا شيرزي  او په کندهار کي بهرنيو ډيپلوماټانو او په سلګونو دکندهار ښار اوسيدونکو برخه اخستي وه .


دهيواد دخپلواکۍ ورځ دافغانستان په ګوټ ګوټ کي ددي ميړني اولس له خوا لمانځل کيږي .
ددغي وياړلي ورځي په مناسبت دکندهار والي رحمت الله روفي خپلو ټولو هيوادوالو ته مبارکي وويل او داورځ يي دګران هيواد افغانستان په منلي او وياړلي تاريخ کي دعزت او وياړ څخه ډکه وبلل .


سند رغاړو په خپلو ښايستو سندرو ، اتنچياڼو په اتڼونو او ګڼ شمير کندهار اوسيدونکو په خپل پراخ ګډون سره مراسم نور هم ښايسته کړل

همدا راز دولايت مقام له خوا دامراسم داور لوبي په اجرا کولو  سره نور هم  ښکلي کړل ا اودټولو کندهاري اوسيدونکو توجه يي ځان ته واړول .
دا په داسي حال کي ده چي افغانانو پوره نهه اتيا کاله وړاندي په پوره ميړانه له انګريزي ښکيلاکګرو څخه  خپلواکي واخسته او دا دي دا ورځ هر کال دزمري په اته ويشتمه نيټه دهيواد په گوټ ګوټ کي لمانځل کيږي .