احمد ولي کرزي :- دنيويارك ټايمز ورځپاڼي تورونه غلط دي

احمدولي کرزي دنيويارك ټايمز ورځپاڼي لخوا سوي تورونه رد کړل

دکندهار دولايتي شورا ريس احمدولي کرزي

 دنيويارك ټايمز ورځپاڼي لخوا پر ده لګول سوي تورونه رد کړل

احمدولي کرزي چي ددوشنبي په ورځ يي په يوه خبري ناسته کي خبريالانو ته معلومات ورکول وويل  چي په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کي په ده پسي ليکل سوي تورونه ټول بي ځايه دي او دى دمخدره موادو په قاچاق کي کوم لاس نه لري بلکه پر ضد يي مبارزه هم کوي .


نيورياک ټايمز ورځپاڼي ليکلي وه چي دوي دترلاسه کړيو راپورونو په اساس په اولسي جرګه کي دکندهار ولايت داستازي حبيب الله جان چي څه موده وړاندي په کندهار کي ووژل سو او همدارنګه په ننګرهار کي دامان خيري  په نامه چي داولس مشر دمرستيال حاجي قدير په مړينه  تورن  دي او اوس په زندان كي دي دخولي ليکلي وه چي احمد ولي کرزي دمخدره موادو لوي کاروبار کوي او په دي برخه کي لوي لاس لري چي هغوي پر احمد ولي كرزي په تيرو کلنوکي دمخدره موادو په هكله دځينو کړنو تورونه هم لګولي وه 


خو احمد ولي کرزي په نوموړي خبري ناسته کي وويل چي ده  دامان خيري سره تيره ورځ په ټيلفون کي خبري وکړي هغه وويل چي ما دنيويارک ټايمز سره په دي اړه کومي خبري نه دي کړي او نه زه په دي موضوع خبر يم دا هر څه دنيورك ټايمز لخوا په خپل سر ليكلي دي ،خيري وويل چي زه يوازي د ننګرهار په سيمه كي دمخدره موادو دراپو وركولو مسئول وم  .                 دحبيب الله جان په اړه يي وويل چي هغه اوس نسته دوي ولي هغه وخت چي ددوي په ادعا په يوه تراكتور كي هيروئين نيولي ولي مطبوعاتو يه بل كوم ارګان ته نه ښكاره كول او س چي هغه شهيد سوي دوي دهغه له خولي ادعا كوي خو وررو يي وايي چي دي په دي موضوع خبر نه دي .


ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کي دنيويارک ټايمز ورځپاڼي مسئولين په دي تورن کړه چي دا هرڅه يي دځانه ليکلي دي او ددي ترشا د سياسي مخالفت لوي لاس دي ، هغه خبريالانو ته وويل چي اوس مهال په هيواد کي دټولټاکنو وخت پر رارسيدو دي نو ددوي ځيني سياسي مخالفين غواړي چي ستونزي جوړي کړي او ددي لاري دهيواد اولس مشر ته چي دده ورور دي خنډ پيښ کړي اوهم هروخت چي ولسمشر په هيواد كي دملت په ګټه يوه لويه پريكړه لكه په هيواد كي پر تارياكو ددوا پاشي  دمخنيوي په اړه چي ډير نور زيانونه هم لري او يا دهلمند څخه ديوشمير بهرنيانو دايستلو او دي ورته موضوعاتو په اړه تصميم نيسي زموږ پرضد يوداسي دسيسه جوړه سي داهسي سياسي لوبي دي او ددوي دبد نامي لپاره ددښمنانو يو شوم پلان دي .
احمد ولي کرزي وويل چي ده په امريکا کي مدافع وکيل ټاکلي او دنيويارک ټايمز سره به په  محکمه کي دعوه کوي او دابه سپينوي چي دوي دا څرګندوني په کوم اساس کړي دي .


ديادوني وړ ده چي څه موده مخکي هم په احمد ولي کرزي باندي ورته تور په طلوع تلويزوين کي دعبدالله کندهاري له خوا لګيدلي وه چي احمد ولي کرزي نوموړي تورونه رد کړل اود عبدالله کندهاري او طلوع تلويزيون سره يي دخبري دسپيناوي دپاره ددعوي اعلان هم وکړ خو اوس ښاغلي کرزي وايي چي عبدالله کندهاري ور څخه پټ دي او څارنوالۍ ته نه حاضريږي خو دطلوع تلويزيون سره به تر عبدالله کندهاري وروسته دعوه کوي .ښاغلي كرزي زياته كړه چي زه په ډاګه وايم هر څوك كه چيري پرده باندي دهرډول جرم ادعاولري حاضريم په هروخت او هر ځاي كي جواب ووايم او هم دا وايم چي زه نه دمخدره موادو قاچاق وړونكي وم نه اوس يم او نه به په راتلونكي كي واوسم .
ښاغلي كرزي په ډيره ازاده فضا كي دخبريالونو سوالونه ته دقناعت وړ ځوابونه وويل