په كندهاركي له بېوزله كورنيوسره سرې مياشتي مرسته وكړه
2008-10-08 04:30:23
دكندهارولايت دپنجوايي ولسوالۍ دوو كليو:
له بېوزله كورنيوسره سرې مياشتي مرسته وكړه.

دكندهارولايت دسرې مياشتي ټولني دپنجوايي ولسوالۍ دزلخان اوناخوني كليوله جنګ ځپلواوبېوزلوكورنيوسره مرسته وكړه، دسرې مياشتي ديوه مسئول په وينا چي ديادو شويوكليوله ۲۰۰ څخه زياتوكورنيوسره يي دژونددلومړنيو ضروري توكيومرسته كړي چي ټوليزارزښت يي له ۳ ميليونوافغانيوڅخه زيات دى....

دكندهاردسرې مياشتي رياست دپيښوسره دچمتووالي دڅانګي مسئول عبدالكريم رحماني وويل چي ديادوشويوكليوله دووسووپنځويشت كورنيوسره يي دغه مرسته كړيده.

ښاغلي رحماني وويل چي هري كورنۍ ته يي ۷۵ كلوګرامه وريجي، ۱۵ كلوګرام غوړي، ۵ كلوګرام بوره،۲ كلوګرامه وچي چايي، مالګه ترپالونه،او كمپلي شاملي دي.
ښاغلي رحماني وويل چي ديادوو سويومرسته شويوتوكومجموعي ارزښت ۳۱۵۰۰۰۰ افغانۍ كيږي چي هري كورنۍ ته د۱۴۰۰۰ افغانيوپه ارزښت مرسته رسيدلي ده.
رحماني له ټولوخيريه ټولنوڅخه غوښتنه وكړه چي له سرې مياشتي سره سخاوتمندانه مرسته وكړي ترڅوله دې لاري دهيواد ترټولواړو اوبېوزلوكسانوته مرسته ورسيږي.

د زلخان اوناخوني كليو اوسيدونكودسرې مياشتي له رياست څخه خوښي څرګنده كړه او دايي ددې ټولني يوپرځاي اودقدروړ مرسته ووبلل، دوي هم په خپل وار له شتمنوهيوادوالواوټولوخيريه ټولنوڅخه وغوښتل چي پداسي حالاتوكي خپل غريب اوبېوزله هيوادوال هيرنه كړي اوله دبېوزلۍ له كړاوه يي وژغوري.
اسدالله زړه سواند