كندهارسره مياشت: زموږ سره چا مرستي نه دي كړي

دكندهارولايت دسرې مياشتي دټولني مشرنجيب الله برېڅى:
شتمن هېوادوال دي دسرې مياشتي سره مرسته وكړي

دكندهاردسرې مياشتي دټولني مشروايي چي ددې ټولني په ځانګړې اونۍ كي تراوسه هيچاددې ټولني سره په كافي اندازه  مرسته نده كړې ، دى وايي چي دمرستي ټولولولپاره يي ټكټونه جوړكړي خوځيني هيوادوال دټكټواخيستلوپرځاي هغه څيري اودسرې مياشتي رضاكاران هم ځوروي...

دا چي دتلي د مياشتي هره وروستۍ اونۍ دسري مياشتي سره دځانګړو مرستو داونۍ په نوم نومول سوي ده هر كال په هيواد كي دا اونۍ په خاصو مراسمو او ځانګړو غوښتنو سره لمانځل كيږي چي په ترڅ كي دافغاني سري مياشتي ا وددولتي  مسوولينو له خوا دملي سوداګرو او شتمنو هيوادوالو څخه دافغاني سري مياشتي سره دمرستو غوښتني كيږي څو نوموړي اداره يي په اړين او مجبوره وخت كي پر بيوزلو او ناچارو باندي وويشي .او اوس مهال ددي ځانګړي اونۍ ورستۍ ورځ ده


خو په كندهار كي د افغاني سـري مياشتي دخيريه ټولني مشر نجيب الله بړيڅـى  وويل چي ددوى سره تر دي مهاله كوم چا مرستي نه دي كړي څو دوي يي پر اړين وخت بيوزلو ته دمجبورۍ په وخت كي ورسوي او تر يو وخته دهغوي ستونزو ته دحل جواب ووايي .
نجيب الله بړيڅي دخپلو خبرو په دوام وويل چي دوي  دسري مياشتي تكټونه جوړ كړي دي چي ددوي درضاكارانو له خوا دكندهار ښار اوسيدونكو ته دټاكلوبيو په مقابل كي وركول كيږي  او ددي لاري دسري مياشتي  مرستي چي پر بيوزلو يي ويشي قوي كړي خو دكندهار ښار ځيني اوسيدونكي ددي پرځاي چي دټكټونه واخلي څيري يي او رضاكاران هم ځوروي .
بړيڅي وويل چي دپخوا په پرتله اوس مهال په كندهار كي او شاوخوا سيمو كي دبيوزلۍ كچه لوړه سوي ده نو بايد شتمن هيوادودال دسري مياشتي سره مرستي وكړي او داچي دژمي يخ موسم هم مخ پر رارسيدو دي دخپلو هيودادوالو لاس نيوي وكړي .


څوتنه بيوزلي چي دافغاني سري مياشتي ددفتر مخي ته دمرستي غوښتلو دپاره په انتظار وه وويل چي سره مياشت اوس مهال دوي ته دمرستي دنه شتون خبره كوي نو بايد خيريه موسسي او شتمن هيوادوال تر خپل وسه ور سره مرستي وكړي څو هغوي يي بيوزلو او ناچارو ته وركړي .
دا په داسي حال كي ده چي اوس مهال په كندهار كي دځينو امنتي مشكلاتو له كبله چي ډيري كورنۍ يي دخپلو مېنو څخه بي ځايه كړي دي  دزياتي بيوزلۍ له كبله په كوڅو او واټونو كي دسوال لاسونه غځوي .