هلمند ته نور بريتانوي ځواكونه ځي
2008-10-22 03:15:38
د برتانيې دفاع وزير په هلمند کې و دې ولايت ته د نور نظامي فوځونو د لېږلو اعلان وکړ .
وزيرجان هوټن چي دبريتانيي ددفاع وزير دي دغه څرګندوني نن هلمند ولايت ته د خپل سفر پر مهال دهلمند له والي محمد ګلاب منګل سره په يوه ه خبري غونډه کې كړي دي
د بريتانيا دفاع وزير هلمند ته په رسېدو له خپلو سرتېرو څخه ليدنه وکړه او بيا يې په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړ .
په غونډه کې دهلمند والي ګلاب منګل له ده څخه مننه وکړه چې دې ولايت ته يې سفر وكړ او له دوي سره مرسته كوي
منګل وويل چې د برتانيې هېواد د هلمند ولايت په نظامي برخه او د بيارغونې په کارونو کې ددوي سر ډيري مرستي كړي دي
د برتانيا دفاع وزير جان هوټن خبري غونډې ته پخپله وينا کې وويل چې دوى به د ترهګرو او نشه يي توکيو پر ضد خپلې روانې مبارزې ته ادامه ورکوي او په دې اړه به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي .
هغه زياته کړه چې د هلمند خلکو ته دامنيت ترڅنګ به د بيارغونې په برخه کې هم زيات کارونه کوي .
جان هوټن هغه اوازې رد كړې چې ګوندې ځواکونه يې په دې ولايت کې له وسلوالو طالبانو سره په جګړو کې پاتې راغلي او له هلمند څخه وځي . ديادوني وړ ده چي دا مهال په هلمند کې د ٦٠٠٠ په شاوخوا كي بريتانوي سرتېري د سوله ساتي ځواک په چوکاټ کې فعاليت کوي . چي تر سلو يي زيات په هلمند كي وژل سوي دي .