په كندهاركي ملي امنيت ښې لاسته راوړني لري
2008-11-03 02:20:02
دكندهارولايت دملي امنيت رئيس:
په كندهاركي ملي امنيت ښې لاسته راوړني لري

دكندهارولايت دملي امنيت رئيس عبدالقيوم كټوازي ديوې مركې په ترڅ كي وويل چي دتيرودريوورځوپه بهيركي ملي امنيت دخپلوخلكودهوساژوندكولوپه مقصددپخواپه پرتله خپل فعاليتونه ګړندي كړيدي اودښارپه بېلابيلوبرخوكي درې بيلابيلي قضيي دعاملينوسره يوځاي نيولي دي.

ښاغلي كټوازي وويل چي دمخالفينوديوې ډلي څخه يي صاحبخان چي دكندهارولايت دقومي مشرحاجي محمداكبرخاكريزوال په شهادت كي لاس لري نيولي دي اونيول سوي كس پرخپل جرم اعتراف هم كړي دي.

دملي امنيت درئيس په ويناچي دسه شنبې په ورځ يې دكندهاردكاريزبازارپه سيمه كي دوه تنه په يوه سراي كي چي دتروريستانومركزوو اودهغه ځاي څخه يي مواددكندهارليري پرتوسيموته ددولت دمخالفينوسره دهمكارۍ په موخه انتقالول اوهم دبرېښنارياست دمرستيال اودملي امنيت ديوه كاركوونكي په شهادت كي يي لاس درلودنيولي دي، ددغه نيول سووكسانوسره يوه عراده سراچه موټردمخالفينودتداوۍ لپاره درمل، وسلې اويوه اندازه نشه اي توكي نيول سويدي.

ښاغلي كټوازي داهم وويل چي دسه شنبې په ورځ دكندهارښاردلويي ويالي دسيمانوپله سره نژدي يوماين چي دمخالفينولخواتريوه پلچك لاندي ځاي پرځاي سويوودخلكوپه مرسته كشف اوPRT يادولايتي بيارغوني ټيم خنثى كړ.
ښاغلي كټوازي دكندهارولايت له اوسېدونكووغوښتل چي دښې سولي اوامنيت دتامين په خاطربايددملي امنيت سره مرسته وكړي اوخپل مسئوليت اداكړي.